Read اول سموئیل Chapter 5 Online
Read اول سموئیل Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول سموئیل and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
اول سموئیل 5
فصل 5
1. وروسته له دې چې فلسطینیانو د خدای د لوظ صندوق ونیوه، هغه یې د ابن عزر څخه د اشدود ښار ته یووړ.
2. هغوی دا صندوق د خپل خدای یعنې د داجون بتخانې ته یووړ او د داجون په خوا کې یې کېښود.
3. کله چې د اشدود خلک په راتلونکې ورځ د وخته پاڅېدل ویې لیدل چې د داجون بت د څښتن د لوظ صندوق په مخکې په ځمکې باندې پړمخې پروت ؤ! نو دوی داجون راواخیست او بېرته یې په خپل ځای کې کېښود.
4. مګر کله چې دوی په راتلونکي سهار پاڅېدل داجون د څښتن د لوظ د صندوق په مخکې په ځمکې باندې بیا پړمخې لوېدلی ؤ! دا ځل د بت سر او لاسونه مات شوي وو او د دروازې په درشل کې پراته وو. یوازې د هغه بدن پاتې ؤ.
5. په همدې خاطر د داجون کاهنان او عبادت کوونکي تر نن ورځې پورې په اشدود کې د داجون د بت خانې د دروازې په درشل باندې پښه نه ږدي.
6. څښتن د اشدود خلکو ته درنه سزا ورکړه او هغوی یې سخت ووېرول. هغه د اشدود او د هغه د شاوخوا سیمو خلک د پړسوب په مرض اخته کړل.
7. کله چې د اشدود خلکو دا پېښه ولیدله هغوی وویل: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق باید نور زمونږ سره پاتې نه شي ځکه چې د هغوی خدای مونږ او زمونږ خدای داجون ته سزا ورکوي.>
8. نو هغوی استازي ولېږل او د فلسطینیانو ټول پادشاهان یې یوځای راوغوښتل او د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق سره څه وکړو؟>هغوی ځواب ورکړ: <هغه جت ته یوسئ> نو هغه یې د فلسطین بل ښار یعنې جت ته یووړ.
9. مګر وروسته له دې چې صندوق هلته ورسېد، څښتن هغه ښار ته هم سزا ورکړه او په هغوی باندې یې سخته وېره او وارخطایي راوستله. څښتن د هغه ښار ټول خلک د ځوانانو څخه نیولې تر زړو پورې د پړسوب په مرض اخته کړل.
10. نو دوی د خدای د لوظ صندوق د فلسطین یو بل ښار عقرون ته ولېږه، خو کله چې صندوق هلته ورسېده خلکو چیغې ووهلې: <هغوی د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق د دې دپاره دلته راوړی دی چې مونږ ټول ووژني.>
11. نو دوی د فلسطینیانو ټول پادشاهان بیا یوځای سره راوغوښتل او ویې ویل: <د اسراییلو د خدای د لوظ صندوق ولېږئ، پرېږدئ چې هغه بېرته خپل ځای ته واستول شي، که نه، نو مونږ او زمونږ قوم به ووژني.> په ټول ښار کې وېره او وارخطایي وه ځکه چې خدای هغوی ته ډېره درنه سزا ورکوله.
12. هغه خلک چې مړه نه شول د پړسوب په مرض باندې اخته شول. خلکو د مرستې دپاره خپلو خدایانو ته چیغې ووهلې.
About اول سموئیل Chapter 5
Read اول سموئیل Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول سموئیل in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: اول سموئیل
Chapter: 5
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول سموئیل. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading اول سموئیل Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is اول سموئیل Chapter 5?
اول سموئیل Chapter 5 is part of the Book of اول سموئیل in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete اول سموئیل Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from اول-سموئیل
- اول سموئیل Chapter 26
- اول سموئیل Chapter 10
- اول سموئیل Chapter 6
- اول سموئیل Chapter 24
- اول سموئیل Chapter 19
- اول سموئیل Chapter 13
- اول سموئیل Chapter 4
Explore More from زوړ عهد
- دوهم سموئیل Chapter 4
- هوشع Chapter 6
- شمېر Chapter 32
- زبور Chapter 3
- اشعیا Chapter 21
- حزقیال Chapter 31
- خروج Chapter 15