Read عزرا Chapter 6 Online
Read عزرا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عزرا and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
عزرا 6
فصل 6
1. نو داریوش پاچا یو فرمان ورکړ چې شاهي سندونه دې د څپرکیل په ارشیف کې ولټول شي.
2. خو د اکباتان د ښار په بالاحصار کې چې د ماد په ولایت کې ؤ یو طومار وموندل شو چې په هغه کې داسې لیکل شوي وو:«دا رسمي سوانح دي.
3. کوروش پاچا د خپلې امپراتورۍ په لومړي کال حکم وکړ چې په اورشلیم کې دې د خدای کور د هغه په پخواني ځای کې د قربانۍ د وړاندې کولو دپاره بیا ودان شي. هغه دې داسې جوړ شي چې اووه ویشت متره لوړوالی او اووه ویشت متره سور ولري.
4. دېوالونه یې باید داسې جوړ شي چې د لویو تیږو د هرو درېو پوړونو په سر باندې دې یو پوړ لرګي وي. د هغې ټول لګښت دې د شاهي خزانې له خوا ورکړل شي.
5. همدارنګه د سرو او سپینو زرو هغه لوښي چې نبوکدنصر پاچا په اورشلیم د خدای د کور څخه څپرکیل ته راوړي وو، هغه دې بېرته په اورشلیم کې د خدای په کور کې په خپلو ځایونو کې کېښودل شي.»
6. نو داریوش پاچا دا لاندې ځواب ولېږه:«د فرات د سیند د لوېدیځې خوا والي تتنای، شتار بوزنای او ستاسو هغه ملګرو مامورینو ته چې د فرات د سیند په لوېدیځ کې اوسیږي: د خدای کور ته نژدې نه شئ.
7. د خدای د دې کور د جوړولو په کار کې لاس وهنه مه کوئ. پرېږدئ چې د یهودا والي او د یهودیانو مشران هغه کور په خپل پخواني ځای کې بېرته ودان کړي.
8. زه په دې ډول تاسو ته حکم کوم چې د هغوی سره د خدای د دې کور په بیاجوړولو کې مرسته وکړئ. د هغوی لګښتونه دې پوره او بې له ځنډه د هغو شاهي پیسو څخه ورکړل شي چې د مالیو له لارې د فرات د سیند د لوېدیځې خوا په ولایت کې تر لاسه شوي دي، ترڅو په کار کې ځنډ رانه شي.
9. هغه څه چې کاهنان ورته په اورشلیم کې اړتیا لري یعنې سخوندران، پسونه او وري چې د اسمانونو خدای ته د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کیږي او غنم، مالګه، شراب او د زیتونو تېل هره ورځ پرته له دې چې ځنډ په کې رامنځته شي، ورکړئ.
10. دا کارونه باید وشي، ترڅو هغوی وکولای شي هغه قربانۍ وړاندې کړي چې د اسمانونو خدای ورباندې خوشحالیږي او زما او زما د زامنو دپاره د برکت دعا وکړي.
11. برسېره پر دې، زه امر کوم چې که څوک د دې حکم نه سرغړونه وکړي، نو د هغه د کور نه دې د لرګیو یو تیر راوویستل شي، د هغه یو سر دې تېره شي او بیا دې د هغه په تن کې ومنډل شي. ورسته دې د هغه کور په ډېران باندې بدل شي.
12. هغه خدای چې اورشلیم یې د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی، هر پاچا یا هر قوم چې د دې حکم نه سرغړونه وکړي او د خدای دا کور وران کړي، خدای دې هغه له منځه یوسي. زه داریوش داسې حکم کوم چې زما د امر څخه دې په پوره توګه اطاعت وشي.»
13. نو څنګه چې پاچا حکم کړی ؤ، تتنای والي، شتار بوزنای او د هغو ملګرو مامورینو کټ مټ هماغسې وکړل.
14. د یهودیانو مشرانو د خدای د کور په جوړولو کې ښه پرمخ تګ وکړ، ځکه چې حجي او د عیدو زوی زکریا چې نبیان وو، هغوی یې د دې کار دپاره هڅول. هغوی د اسراییلو د خدای د حکم سره سم او د فارس د پاچاهانو کوروش، داریوش او د ارتخششتا د فرمان له مخې د خدای د کور کار سرته ورساوه.
15. هغوی د داریوش د امپراتورۍ په شپږم کال د ادار د میاشتې په درېمه ورځ د خدای د دې کور کار پای ته ورساوه.
16. د اسراییلو خلکو یعنې کاهنانو، لاویانو او هغو نورو خلکو چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، په خوشحالۍ سره د خدای د دې د کور د وقف کېدلو جشن ولمانځه.
17. هغوی د وقف کېدنې دپاره سل غویان، دوه سوه پسونه او څلور سوه وري قرباني کړل او دولس وزان یې د ټولو اسراییلو د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړل یعنې د هرې قبیلې په سر یو یو وز.
18. هغوی د موسی د تورات د لارښوونو سره سم په اورشلیم کې د خدای د خدمت دپاره د کاهنانو او لاویانو ډلې وټاکلې.
19. هغه خلک چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو د لومړۍ میاشتې په څوارلسمه ورځ یې د فسحې اختر ولمانځه.
20. ټولو کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه پاک کړل او د مذهبي دود او دستور له مخې پاک شول. لاویانو د هغو ټولو خلکو دپاره چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، د نورو کاهنانو او ځانونو دپاره د فسحې د قربانیو وري حلال کړل.
21. دا قربانۍ هغو اسراییلیانو وخوړلې چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو او هغو ګاونډیانو هم وخوړلې چې د دې هېواد د نورو ناپاکو قومونو د ګناه څخه ډک رواجونه یې پریښي وو، د دې دپاره چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت وکړي.
22. هغوی اووه ورځې د فطیرې ډوډۍ اختر په خوشحالۍ سره ولمانځه. د هغوی زړونه د خوشحالیو نه ډک وو، ځکه چې څښتن د آشور پاچا په هغوی باندې مهربانه کړی ؤ او د هغوی سره یې د اسراییلو د خدای د کور په بیاجوړولو کې مرسته وکړه.
About عزرا Chapter 6
Read عزرا Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: عزرا
Chapter: 6
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عزرا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading عزرا Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is عزرا Chapter 6?
عزرا Chapter 6 is part of the Book of عزرا in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete عزرا Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- لاویان Chapter 10
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 8
- اول پادشاهان Chapter 21
Explore More from عزرا
- عِزرا Chapter 10
- عزرا Chapter 5
- عزرا Chapter 4
- عزرا Chapter 3
- عزرا Chapter 5
- عزرا Chapter 2
- عِزرا Chapter 3