ناحوم Chapter 2

For English

Read ناحوم Chapter 2 Online

Read ناحوم Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ناحوم in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ناحوم and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ناحوم 2

فصل 2

1. اے نينوه، يو حمله کوونکے ستا خلاف راروان دے. د قلعې څوکيدارى کوه، د لار څوکيدارى کوه، خپل ځان په حفاظت کړه، خپل ټول قوت استعمال کړه.

2. اګر کۀ تباه کوونکو هغوئ تباه کړى دى او د هغوئ د انګورو باغونه يې وران ويجاړ کړى دى خو مالِک خُدائ به د يهوداه شان او شوکت بيا قائم کړى لکه د اِسرائيل د شان او شوکت په شان.

3. د فوجيانو ډالونه سرۀ دى، جنګيالو يې سرې جامې اغوستې دى. په جنګى ګاډو لګېدلې اوسپنې ځلېدې په هغه ورځ چې دوئ تيار وُو، او د دِيار نېزې يې په هوا کښې خوځولې.

4. جنګى ګاډۍ د طوفان غوندې په کوڅو کښې تېريږى، په چوکونو کښې مخکښې او وروستو ځى راځى. هغوئ لکه د چراغونو په شان پړقيږى، هغوئ لکه د برېښنا په شان په تېزه تېريږى.

5. بادشاه خپلو آفسرانو ته چغې وهى، هغوئ په خپل رفتار کښې په لار تيندک خورى. د ښار دېوال ته په تېزه ورخلاص دى چې ځان ته د حملې مورچې تيارى کړى.

6. د سيند دروازې کولاو کړے شوې دى، او محل په راغورزېدو دے.

7. د هغې مَلِکه بربنډه بوتلے شوه. د دې غلامانې جينکۍ لکه د ګوګوشتکو په شان ژړا کوى او هغوئ خپلې سينې وهى.

8. نينوه لکه د تالاب په شان دے او د دې اوبۀ روانې دى. ”ايسار شئ، ايسار شئ،“ هغوئ چغې وهى، خو هيڅ څوک شا ته نۀ ګورى.

9. سپين زر لوټ کړئ. سرۀ زر لوټ کړئ. د دې د ذخيرې څۀ حد نشته، او د دې د ټولو خزانو دولت ډېر زيات دے.

10. هغه لوټ کړے شوه، خالى کړے شوه، ورانه ويجاړه شوه. زړونه کمزورى شول، پښې بې‌دمه شوې، بدنونه په رپېدو شول، هر مخ زېړ شو.

11. اوس نينوه هغه د زمرو غار چرته دے، هغه ځائ چرته چې هغوئ خپلو بچو له خوراک ورکولو، چرته چې زمرى او زمرۍ، او د دې بچى بغېر د څۀ ويرى نه ګرځېدل؟

12. زمرى د خپلو بچو دپاره کافى ښکار وکړو او د خپلې زمرۍ دپاره د هغۀ ښکار په مرۍ غلے شو، خپل غار يې د ښکار د غوښې نه ډک کړو.

13. زۀ ستاسو خِلاف يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. زۀ به ستاسو جنګى ګاډۍ وسوزوم، او تُوره به ستاسو ځوانان زمرى ووژنى. زۀ به تاسو ته په زمکه ښکار پرې نۀ ږدم. ستاسو د پېغام ورکوونکو آوازونه به نور نۀ اورېدلے کيږى.

About ناحوم Chapter 2

Read ناحوم Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ناحوم in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ناحوم
Chapter: 2
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ناحوم. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ناحوم Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ناحوم Chapter 2?

ناحوم Chapter 2 is part of the Book of ناحوم in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ناحوم Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from ناحوم

  1. ناحوم Chapter 3
  2. ناحوم Chapter 2
  3. ناحوم Chapter 1
  4. ناحوم Chapter 1
  5. ناحوم Chapter 1
  6. ناحوم Chapter 2
  7. ناحوم Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. رومیانو ته Chapter 16
  2. متلونه Chapter 12
  3. اشعیا Chapter 6
  4. ارمیا Chapter 35
  5. قاضیان Chapter 5
  6. دوهم سموئیل Chapter 14
  7. دوهم تواریخ Chapter 15
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *