قاضیان Chapter 1

For English

Read قاضیان Chapter 1 Online

Read قاضیان Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of قاضیان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

قاضیان 1

فصل 1

1. د یوشع له مړینې څخه وروسته د اسراییلو قوم د څښتن څخه پوښتنه وکړه: <زمونږ کومه قبیله به اول لاړه شي او په کنعانیانو باندې به حمله وکړي؟>

2. څښتن په ځواب کې وویل: <اول به د یهودا قبیله لاړه شي. زه به هغوی ته د کنعانیانو خاوره په لاس ورکړم.>

3. د یهودا خلکو د شمعون خلکو ته وویل: <زمونږ سره هغې سیمې ته لاړ شئ کومه چې مونږ ته راکړل شوې ده چې په ګډه د کنعانیانو سره جګړه وکړو. بیا به مونږ ستاسو سره مرسته وکړو چې خپله سیمه ونیسئ.> نو د شمعون

4. او یهودا قبیلې سره یوځای جګړې ته لاړلې. څښتن هغوی په کنعانیانو او فرزیانو باندې بریالي کړل او هغوی په بازق کې د دښمنانو لس زره تنه ووژل.

5. هلته دوی ادوني بازق پیدا کړ او د هغه سره یې جګړه وکړه.

6. ادوني بازق وتښتېد. خو هغوی ورپسې شول، هغه یې ونیوه او د هغه د پښو او لاسونو غټې ګوتې یې غوڅې کړې.

7. ادوني بازق وویل: <اویا پادشاهانو چې د هغوی د پښو او لاسونو غټې ګوتې غوڅې شوې وې، زما د دسترخوان پاتې شونې یې خوړلې. اوس خدای زما څخه د هغوی بدله واخیستله.> بیا هغوی هغه اورشلیم ته راوست او هلته مړ شو.

8. د یهودا خلکو په اورشلیم باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه. د هغه ښار خلک یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه.

9. له هغې وروسته هغوی لاړل چې د کنعانیانو سره چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او جنوبي دښته کې اوسېدل جګړه وکړي.

10. هغوی د کنعانیانو په مقابل کې چې په حبرون کې اوسېدل، ووتل. (حبرون پخوا د قریت اربع په نوم یادېده.) هلته هغوی د شیشای، اخیمان او تلمای طایفو ته ماتې ورکړه.

11. له هغه ځای څخه د یهودا نفر لاړل چې په دبیر باندې حمله وکړي. (دبیر په هغه وخت کې د قریت سفر په نوم یادېده.)

12. د هغوی یو نفر چې کالیب نومېده وویل: <هرچا چې قریت سفر فتح کړ، زه به خپله لور عکسه هغه ته په نکاح ورکړم.>

13. د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتنیئیل هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه.

14. د واده په ورځ عتنیئیل عکسه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. کله چې عکسه له خپل خره څخه راکوزه شوه، کالیب ورڅخه پوښتنه وکړه: <څه غواړې؟>

15. هغې په ځواب کې وویل: <زه د اوبو یو څو چینې غواړم. هغه ځمکه چې تا راته راکړې ده هغه په جنوبي دښته کې ده.> نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.

16. د موسیٰ د خسر اولاده چې قینیان وو د اریحا یعنې د خرما د ونو د ښار څخه د یهودا د خلکو سره د یهودا جنوبي دښتې ته چې عراد ته نژدې پرته وه لاړل. هلته هغوی د عمالیقیانو سره اوسېدل.

17. د یهودا خلک د شمعون د خلکو سره لاړل او په ګډه یې په کنعانیانو باندې چې په صفت کې اوسېدل حمله وکړه. ښار یې په بشپړه توګه وران کړ، نو له دې کبله یې د هغه نوم حرما کېښود.

18. ‏-

19. څښتن د یهودا د خلکو سره مرسته وکړه او هغوی غزه، اشقلون او عقرون د هغو د شاوخوا سیمو سره ونیول. همدارنګه هغوی د څښتن په مرسته غرنۍ سیمه ونیوله. خو هغو خلکو چې په دره کې اوسېدل د اوسپنې جنګي ګاډۍ درلودلې، نو د یهودا خلکو ونه شو کولی چې هغوی وشړي.

20. لکه څنګه چې موسیٰ وعده کړې وه، د حبرون ښار کالیب ته ورکړل شو او کالیب هغه درې طایفې چې د عناق د اولادې څخه وې وشړلې.

21. خو د بنیامین د قبیلې خلکو یبوسیان چې په اورشلیم کې اوسېدل ونه شړل او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې یبوسیان د بنیامین د خلکو سره هلته اوسیږي.

22. ‏-

23. د افرایم او منسي قبیلې لاړلې چې د بیت ئیل په ښار باندې حمله وکړي. (په پخوا زمانه کې دا ښار د لوز په نوم یادېده.) څښتن د هغوی سره مل ؤ. هغوی ښار ته جاسوسان ولېږل

24. او هغوی یو سړی ولیده چې د ښار څخه راروان ؤ او دوی ورته وویل: <که چېرې مونږ ته د ښار د ننوتلو لار وښایې نو مونږ به تاته زیان ونه رسوو.>

25. نو هغه سړي ورته لار وروښوده او د افرایم او منسي خلک لاړل او د ښار ټول خلک یې ووژل، خو هغه سړی او د هغه ټوله کورنۍ یې پرېښودله چې لاړ شي.

26. بیا هغه سړی د حیتیانو خاورې ته لاړ، هلته یې یو ښار ودان کړ او په هغه باندې یې د لوز نوم کېښود چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.

27. د منسي قبیلې د بیت شان، تعنک، دور، یبلعام، مجدو او د هغو د شاوخوا کلیو خلک ونه شړل. نو کنعانیانو هلته اوسېدلو ته دوام ورکړ.

28. کله چې اسراییلیان قوي شول، نو کنعانیان یې په سختو کارونو باندې مجبورول، خو بیاهم هغوی یې بېخي ونه شړل.

29. د افرایم قبیلې هم هغه کنعانیان ونه شړل کوم چې د جازر اوسېدونکي وو، نو هغوی د افرایم د قبیلې په منځ کې هلته په جازر کې پاتې شول.

30. د زبولون قبیلې هم د قطرون او نهلول اوسېدونکي ونه شړل، نو کنعانیان د هغوی په منځ کې هلته اوسېدل او مجبور وو چې د هغوی دپاره سخت کار وکړي.

31. همدارنګه د اشیر قبیلې د عکو، صیدون، احلب، اکزیب، حلبه، عفیق او رحوب اوسېدونکي ونه شړل.

32. اشیریان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل، ځکه چې هغوی یې ونه شړل.

33. د نفتالي قبیلې هم د بیت شمس او بیت عنات اوسېدونکي ونه شړل. نفتالیان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل. خو هغوی د دې دوو ځایونو اوسېدونکي په سخت کار کولو مجبورول.

34. اموریانو د دان د قبیلې خلک مجبور کړل چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي او هغوی یې نه پرېښودل چې درې ته راښکته شي.

35. اموریانو په ایالون، شعلبیم او د حارس په غره کې اوسېدلو ته دوام ورکړ، خو د افرایم او منسي قبیلو هغوی تر خپلې واکمنۍ لاندې ساتل او په سخت کار کولو یې مجبورول.

36. د اموریانو سرحد د عقربیم د غاښي څخه نیولې تر سالع او غرنۍ سیمې پورې رسېدلی دی.

About قاضیان Chapter 1

Read قاضیان Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of قاضیان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: قاضیان
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading قاضیان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading قاضیان Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is قاضیان Chapter 1?

قاضیان Chapter 1 is part of the Book of قاضیان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete قاضیان Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. ارمیا Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. لاویان Chapter 10
  5. زبور Chapter 22
  6. اول پادشاهان Chapter 21
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from قاضیان

  1. قاضیان Chapter 21
  2. قاضیان Chapter 15
  3. قاضیان Chapter 12
  4. قاضیان Chapter 10
  5. قاضیان Chapter 19
  6. قاضیان Chapter 4
  7. قاضیان Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 133
  2. نحمیا Chapter 13
  3. ارمیا Chapter 33
  4. صفنیا Chapter 3
  5. اشعیا Chapter 58
  6. استر Chapter 6
  7. طیطوس Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *