عبرانیانو ته Chapter 2

For English

Read عبرانیانو ته Chapter 2 Online

Read عبرانیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عبرانیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عبرانیانو ته 2

فصل 2

1. له دې امله مونږ چې څه اورېدلي دي هغو ته باید نور هم پام وکړو، هسې نه چې بې لارې شو.

2. ځکه کوم پیغام چې د فرښتو په وسیله ورکړل شوی ؤ، هغه د باور وړ ؤ او هره ګناه او نافرمانۍ به خپله سزا لیدله.

3. نو له دې امله که چېرې مونږ داسې لوی خلاصون له پامه وغورځوو، بیا څنګه کولای شو چې د هغې د سزا نه وتښتو؟ دا خلاصون اول خپله د څښتن عیسی له خوا اعلان شو او بیا د هغو خلکو له خوا تایید شو چې د هغه خبرې یې اورېدلې وې.

4. همدارنګه خدای هم دا پیغام د خپلو نښو، حیرانوونکو کارونو او ډول ډول معجزو په ښودلو او د خپلې ارادې له مخې د روح القدس د نعمتونو په ورکولو سره تصدیق کړ.

5. نو خدای فرښتو ته دا اختیار ورنه کړ چې په راتلونکې دنیا باندې چې مونږ یې په هکله خبرې کوو، حکومت وکړي.

6. بلکې د خدای د کلام په یو ځای کې لیکل شوي دي:«انسان څه شی دی چې ته یې خیال ساتېیا د انسان اولاده چې ته پرې پام کوې؟

7. هغوی دې د فرښتو نه د لږ وخت دپاره ټیټ پیدا کړي دياو د جلال او عزت تاج دې ورته په سر ایښی دی

8. هغوی ته دې په ټولو شیانو باندې واک او اختیار ورکړی دی.»اوس چې خدای هرڅه د هغوی تابع کړي دي، نو دا ښکاره ده چې نور هېڅ داسې شی پاتې نه دی چې د هغوی په اختیار کې نه وي، خو تر اوسه مونږ نه وینو چې هرڅه د انسان په اختیار کې وي.

9. خو مونږ عیسی وینو چې د هغه مقام د لږ وخت دپاره د فرښتو څخه ټیټ کړای شوی دی، خو اوس د جلال او عزت تاج د هغه په سر ایښودل شوی دی، ځکه چې هغه مرګ وزغملو، ترڅو د خدای د فضل په وسیله د هر انسان په خاطر د مرګ خوند وڅکي.

10. نو خدای چې دا هرڅه د خپل ځان دپاره پیدا کړي دي او د هغه په وسیله پیدا شوي دي، ترڅو ډېر زامن جلال ته ورسوي، دا یې مناسب وګڼل چې عیسی د هغوی د خلاصون د لارې جوړوونکی، د کړاوونو په زغملو سره کامل کړي.

11. ځکه څوک چې د خلکو ګناهونه پاکوي او هغه څوک چې ګناهونه یې پاکیږي، دواړه د یوې کورنۍ څخه دي. نو له دې امله عیسی په دې نه شرمیږي چې هغوی ته خپل خویندې او ورونه ووایي.

12. هغه وایي:«زه به ستا د نوم په هکله خپلو خلکو ته اعلان وکړماو د هغوی په غونډه کې به زه ستا ستاینه وکړم.»

13. همدارنګه هغه وایي:«زه به په خدای باندې توکل وکړم.»بیا وایي:«زه د هغو اولادونو سره چې خدای راته راکړي دي، دلته یم.»

14. څرنګه چې د خدای اولادونه انسانان دي او د غوښې او وینې څخه جوړ شوي دي، نو عیسی هم د هغوی په شان انسان شو، ترڅو د خپل مرګ په وسیله هغه څوک له منځه یوسي چې په مرګ باندې یې واک درلود، یعنې شیطان

15. او هغه خلک ازاد کړي چې د مرګ له وېرې یې خپل ټول ژوند په غلامۍ کې تېراوه.

16. بې له شکه چې هغه د فرښتو سره د مرستې دپاره نه بلکې د ابراهیم د اولادې سره د مرستې په خاطر راغلی دی.

17. له همدې امله د هغه دپاره په هر لحاظ لازم ؤ چې د خپلو ورونو په شان شي، ترڅو وکولای شي چې خدای ته په خدمت کولو کې یو رحم کوونکی او لوی وفادار کاهن شي او وکولای شي چې د خلکو د ګناهونو کفاره ورکړي.

18. څرنګه چې عیسی خپله د ازمایښت په وخت کې کړاوونه وزغمل، نو هغه کولای شي چې د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې د ازمایښت سره مخ دي.

About عبرانیانو ته Chapter 2

Read عبرانیانو ته Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عبرانیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عبرانیانو ته
Chapter: 2
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عبرانیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عبرانیانو ته Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عبرانیانو ته Chapter 2?

عبرانیانو ته Chapter 2 is part of the Book of عبرانیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عبرانیانو ته Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from عبرانیانو-ته

  1. عبرانیانو ته Chapter 10
  2. عبرانیانو ته Chapter 12
  3. عبرانیانو ته Chapter 6
  4. عبرانیانو ته Chapter 7
  5. عبرانیانو ته Chapter 9
  6. عبرانیانو ته Chapter 5
  7. عبرانیانو ته Chapter 11

Explore More from نوی عهد

  1. یوحنا Chapter 9
  2. اعمال رسولان Chapter 16
  3. افسیانو ته Chapter 5
  4. عبرانیانو ته Chapter 3
  5. دریم یوحنا Chapter 1
  6. متی Chapter 10
  7. رومیانو ته Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. قاضیان Chapter 17
  2. اشعیا Chapter 5
  3. مکاشفه Chapter 13
  4. پیدایښت Chapter 32
  5. دوهم پادشاهان Chapter 16
  6. لوقا Chapter 5
  7. پیدایښت Chapter 17
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *