خروج Chapter 14

For English

Read خروج Chapter 14 Online

Read خروج Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 14

فصل 14

1. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:

2. <اسراییلیانو ته ووایه چې بېرته راوګرځي او فم الحیروت ته مخامخ چې د مجدل او د سرې بحیرې ترمنځ او بعل صفون ته نژدې دی خېمې ودروي.

3. فرعون به دا فکر وکړي چې اسراییلیان به په وطن کې سرګردانه ګرځي او د وارخطایۍ په حالت کې په دښته کې بند پاتې دي.

4. زه به د فرعون زړه سخت کړم او هغه به دوی تعقیب کړي. مګر د فرعون او د هغه په لښکرو باندې به زما کامیابي زما د جلال سبب شي. بیا به مصریان پوه شي چې زه څښتن یم.> لکه څنګه چې هغوی ته ویل شوي وو اسراییلیانو هماغسې وکړل.

5. کله چې فرعون خبر شو چې د اسراییلو قوم تښتېدلی دی، هغه او د هغه درباریانو د هغوی په هکله خپله پرېکړه بدله کړه او ویې ویل: <مونږ څه وکړل؟ مونږ اسراییلیان پرېښودل چې وتښتي او هغوی چې زمونږ غلامان وو له لاسه مو ورکړل!>

6. فرعون خپلې جنګي ګاډۍ ګانې او لښکرې تیارې کړې.

7. هغه د ځان سره شپږسوه ښې ښې جنګي ګاډۍ ګانې د مصر د نورو ټولو جنګي ګاډیو سره چې د هر یو سره خپل خپل قوماندان ؤ یوړلې.

8. څښتن د فرعون زړه سخت کړ، نو هغه د اسراییلیانو پسې چې په جرأت سره د مصر څخه ووتل، روان شو.

9. د مصریانو، د فرعون ټول اسونه، جنګي ګاډۍ ګانې، اس سواران او لښکرې د اسراییلیانو پسې روان شول او له هغوی څخه مخکې شول، چېرته چې هغوی د دریاب سره چې فم الحیروت او بعل صفون ته نژدې ؤ خېمې ودرولې وې.

10. څنګه چې فرعون نژدې شو، اسراییلیانو سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې مصریان هغوی پسې راروان دي. هغوی ډېر ووېرېدل او څښتن ته یې فریاد وکړ.

11. هغوی حضرت موسیٰ ته وویل: <آیا په مصر کې قبرونه نه وو چې تا دلته دښتې ته راوستلو چې مړه شو؟ ګوره تا زمونږ سره څه وکړل چې له مصر څخه دې راوویستلو؟

12. آیا تاته مونږ په مصر کې ونه ویل چې مونږ پرېږده چې د مصریانو غلامان اوسو؟ مونږ ته په دښتې کې د مړه کېدلو څخه د مصریانو غلامي ښه ده.>

13. حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <مه وېرېږئ! په خپل ځای کې ودرېږئ. تاسو به ووینئ چې څښتن نن تاسو ته څنګه خلاصون درکوي. کوم مصریان چې نن یې وینئ، هغه به بیا هیڅکله ونه وینئ.

14. تاسو غلي اوسئ، څښتن به ستاسو دپاره جګړه وکړي.>

15. څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته ولې ماته د مرستې په خاطر فریاد کوې؟ خلکو ته ووایه چې وړاندې لاړ شي.

16. خپله امسا پورته کړه او د دریاب خواته یې ونیسه. اوبه به بېلې شي او اسراییلیان به وکولی شي چې په دریاب کې په وچه ځمکه باندې تېر شي.

17. زه به د مصریانو زړونه سخت کړم چې هغوی تاسو پسې درشي او زه به په فرعون، د هغه په لښکرو او جنګي ګاډیو په چلوونکو باندې د بریالیتوب په سبب جلال ومومم.

18. کله چې زه د فرعون، د هغه جنګي ګاډیو او اس چلوونکو ته ماتې ورکړم او خپل جلال ښکاره کړم، مصریان به پوه شي چې زه څښتن یم.>

19. د خدای پاک فرښته چې د اسراییلو د لښکرو په مخ کې روانه وه شاته لاړه. ورېځې هم د هغوی شاته حرکت وکړ

20. او هغه د مصریانو او د اسراییلیانو په منځ کې شوه. د شپې په دوران کې ورېځو په مصریانو باندې تیاره راوستله، مګر د اسراییلو په قوم یې رڼا راوستله. نو لښکرې په ټوله شپه کې یو بل ته نژدې نه شوې ورتلی.

21. حضرت موسیٰ د دریاب دپاسه خپل لاس ونیوه او څښتن په قوي ختیځ باد باندې د دریاب اوبه شاته یوړلې. دا باد ټوله شپه ولګېده او دریاب یې په وچه ځمکه بدل کړ. اوبه بېلې شوې

22. او اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه تېر شول او دواړو خواو ته د اوبو دېوالونه وو.

23. مصریان د خپلو ټولو اسونو، جنګي ګاډیو او د اس سوارانو سره هغوی تعقیب کړل او په دریاب کې ورپسې روان شول.

24. د سباوون څخه مخکې، څښتن د اور او ورېځو له منځ څخه د مصریانو لښکرو ته وکتل او هغوی یې وارخطا کړل.

25. څښتن د هغوی د ګاډیو عرابې له کاره وغورزولې نو هغه په سختۍ سره چلېدلې. او مصریانو وویل: <راځئ چې له دې ځای څخه وتښتو، ځکه چې څښتن زمونږ په ضد د اسراییلیانو دپاره جنګیږي!>

26. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خپل لاس دې دریاب ته اوږد کړه. نو اوبه به بېرته په مصریانو، د هغوی په جنګي ګاډیو او اس چلوونکو باندې راشي.>

27. نو حضرت موسیٰ خپل لاس د دریاب خواته اوږد کړ او د سباوون په وخت کې اوبه خپل اولني حالت ته راوګرځېدلې. مصریانو هڅه وکړه چې وتښتي، مګر څښتن دریاب ته وروغورزول.

28. اوبه راوګرځېدلې او جنګي ګاډۍ ګانې، اس سواران او ټولې مصري لښکرې یې چې په دریاب کې د اسراییلیانو پسې وې غرق کړل او یو هم پاتې نه شو.

29. مګر اسراییلیان په دریاب کې په وچه ځمکه باندې چې اوبه د هغې دواړو خواو ته لکه د دېوالونو په شان ولاړې وې تېر شول.

30. په هغه ورځ څښتن اسراییلیان د مصریانو څخه وژغورل او اسراییلیانو هغوی ولیدل چې د دریاب په غاړه مړه پراته وو.

31. کله چې اسراییلیانو د څښتن لوی قدرت چې هغه مصریانو ته وښوده ولید، قوم د څښتن څخه ووېرېده او په هغه او د هغه په خدمتګار حضرت موسیٰ باندې یې ایمان راوړ.

About خروج Chapter 14

Read خروج Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 14
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 14?

خروج Chapter 14 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 13
  4. خروج Chapter 27
  5. خروج Chapter 18
  6. خروج Chapter 12
  7. خروج Chapter 3

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 21
  2. شمېر Chapter 31
  3. شمېر Chapter 12
  4. ارمیا Chapter 15
  5. قاضیان Chapter 12
  6. پیدایښت Chapter 5
  7. اشعیا Chapter 60

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 29
  2. ایوب Chapter 41
  3. عزرا Chapter 5
  4. پیدایښت Chapter 9
  5. زبور Chapter 25
  6. عاموس Chapter 7
  7. زبور Chapter 75
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *