Read رومیانو ته Chapter 9 Online
Read رومیانو ته Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
رومیانو ته 9
فصل 9
1. دا چې زه وایم چې د مسیح سره تړاو لرم نو رښتیا وایم او دروغ نه وایم. زما وجدان چې د روح القدس تابعداري کوي، د دې شاهد دی
2. چې زما په زړه کې د خپل قوم یعنې یهودیانو په خاطر چې زما خپلوان دي ډېر لوی غم او نه ختمېدونکی خفګان دی.
3. د هغوی دپاره زه په دې هیله وم چې لعنتي شم او د مسیح نه جدا شم.
4. هغوی اسراییلیان دي او هغوی ته د خدای اولادونه ویل شوي دي او جلال، لوظونه، شریعت، د عبادت مراسم او وعدې ورکړل شوي دي.
5. زمونږ نیکونه یعنې ابراهیم، اسحاق او یعقوب هم د هغوی سره تړاو لري او مسیح په انساني لحاظ د هغوی د نسل څخه دی. خدای چې په ټولو باندې حکومت کوي، هغه ته دې تل ترتله ثنا وي. امین.
6. دا په دې معنی نه ده چې خدای د خپلو وعدو په پوره کولو کې ناکام شوی دی. ځکه چې ټول اسراییلیان د خدای غوره شوي خلک نه دي.
7. او نه هم د ابراهیم ټول نسل د خدای اولادونه دي. ځکه چې خدای ابراهیم ته وویل: «ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي.»
8. مقصد دا چې هغه ټول اولادونه چې په جسماني لحاظ د ابراهیم د نسل څخه پیدا شوي دي، د خدای اولادونه نه ګڼل کیږي، بلکې یوازې هغوی د خدای په اولادونو کې حسابیږي چې د خدای د وعدې له مخې پیدا شوي دي.
9. ځکه چې د خدای وعده داسې وه: «کله چې زه په راتلونکي کال کې په همدې وخت بېرته راشم نو ساره به زوی ولري.»
10. یوازې دا نه، بلکې ربکا د یو کس نه چې هغه زمونږ نیکه اسحاق دی، امیدواره شوه.
11. -
12. خو د دې دپاره چې د خدای مقصد د دې غبرګونکو څخه د یو په غوره کولو کې پوره شي، نو خدای ربکې ته وویل: «مشر زوی به د کشر خدمت کوي.» هغه دا خبره د هغوی د زېږېدلو نه مخکې وکړه او مخکې له دې چې هغوی کوم ښه یا بد کار وکړي. ترڅو دا وښایي چې د خدای غوره کېدل د هغه د بلنې له مخې وو، نه د هغوی د عملونو له مخې.
13. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «یعقوب راباندې ګران ؤ، خو د عیسو نه مې کرکه کوله.»
14. نو بیا مونږ څه ووایو؟ ووایو چې خدای بې انصافه دی؟ هېڅکله نه!
15. ځکه چې خدای موسی ته وویل: «زه چې په هرچا باندې وغواړم رحم وکړم، نو رحم ورباندې کوم او په هر چا باندې چې وغواړم زړه وسوځوم، نو زړه ورباندې سوځوم.»
16. نو دا د انسان د خوښې او کوښښ پورې اړه نه لري، بلکې یوازې د خدای د رحم پورې اړه لري.
17. ځکه چې د خدای کلام فرعون ته وایي: «ته ما د دې دپاره پاچا کړې چې ستا په وسیله خپل قدرت وښایم او زما نوم په ټوله دنیا کې مشهور شي.»
18. نو هغه چې وغواړي په چا باندې رحم وکړي، نو رحم ورباندې کوي او که وغواړي چې د چا زړونه سخت کړي، نو د هغوی زړونه سختوي.
19. نو تاسو به ماته ووایئ: «نو بیا ولې خدای مونږ ملامتوي؟ ځکه څوک کولای شي چې د هغه د ارادې په وړاندې ودریږي؟»
20. ای انسانه، ته څوک یې چې بېرته خدای ته ځواب ورکوې؟ ایا یو لوښی کلال ته ویلی شي چې زه دې ولې داسې جوړ کړی یم؟
21. ایا یو کلال دا حق نه لري چې د هماغې یو موټي خاورې نه یو لوښی د ځانګړې کارونې دپاره او بل د عادي کارونې دپاره جوړ کړي؟
22. خدای هم همداسې کړي وو. هغه غوښتل چې خپل قهر وښایي او خپل قدرت ښکاره کړي. خو هغه د هغو کسانو په اړه د ډېر صبر او زغم څخه کار واخیست چې باید تباه شي.
23. هغه داسې وکړل ترڅو خپل لوی جلال هغو خلکو ته ښکاره کړي چې رحم ورباندې وشي، یعنې هغه خلک چې د مخکې نه یې دې ته تیار کړي وو چې د هغه جلال تر لاسه کړي.
24. ځکه چې مونږ هغه خلک یو چې هغه رابللي یو، یعنې یوازې هغه خلک نه چې یهودیان دي، بلکې د غیریهودیانو له منځ نه هم رابلل شوي دي.
25. لکه څنګه چې خدای د هوشع نبي په کتاب کې وایي:هغه خلک چې زما نه ووزه به ووایم هغوی ته خپل خلکاو چې په ما باندې ګران نه وو هغه خلکهغوی ته وبه وایم «خپل ګران»
26. او چې ویل شوي وو هغوی تهپه هماغه ځای کې:«تاسو نه یئ زما خلک»نو په هماغه ځای کې به هغوی تهوویل شي: «اولادونه د خدای»
27. او اشعیا نبي هم په لوړ اواز د اسراییلو په هکله داسې وایي:که څه هم اسراییلیان به وي بې شمېره لکه شګې د دریابخو د هغوی څخه به ومومي خلاصون لږ شمېر یې
28. ځکه څښتن به په پوره توګه او زر په مخ د ځمکېکړي به ترسره قضاوت خپل د ټولو خلکو په باره کې
29. او لکه څنګه چې اشعیا مخکې پېشګویي کړې وه:که پريښي یې نسلونه نه وای مونږ تهمطلق قادر څښتننو تباه شوي به وای مونږد سدوم او عمورې په شان.
30. نو بیا مونږ څه ووایو؟ که څه هم غیریهودیانو کوښښ نه کاوه چې د خدای په نظر کې عادلان وګڼل شي، خو هغه یې د ایمان په وسیله تر لاسه کړ.
31. خو اسراییلیانو چې کوښښ کاوه د شریعت په وسیله عادلان وګڼل شي، نو هغه یې تر لاسه نه کړ.
32. ځکه چې د هغوی کوښښ د ایمان له لارې نه، بلکې د هغوی د خپلو عملونو په بنیاد ؤ. نو هغوی په هغې ښویېدونکې تیږې باندې وښویېدل.
33. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:ګورئ، زه په صهیون کې ږدم یو داسې تیږهچې سبب د ښوییلو شي د خلکویو داسې ګټ چې پرې ولویږي هغویاو هرڅوک چې ایمان راوړي په هغه باندېنو هېڅکله به ونه شرمیږي.
About رومیانو ته Chapter 9
Read رومیانو ته Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: رومیانو ته
Chapter: 9
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading رومیانو ته Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is رومیانو ته Chapter 9?
رومیانو ته Chapter 9 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from رومیانو-ته
- رومیانو ته Chapter 14
- رومیانو ته Chapter 7
- رومیانو ته Chapter 3
- رومیانو ته Chapter 1
- رومیانو ته Chapter 10
- رومیانو ته Chapter 8
- رومیانو ته Chapter 6
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 14
- اعمال رسولان Chapter 28
- مکاشفه Chapter 15
- غلاطیانو ته Chapter 5
- متی Chapter 19
- یوحنا Chapter 5
- فلیپیانو ته Chapter 2