اشعیا Chapter 51

For English

Read اشعیا Chapter 51 Online

Read اشعیا Chapter 51 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اشعیا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اشعیا 51

فصل 51

1. ”ما ته غوږ ونيسئ، څوک چې صداقت غواړئ، او د مالِک خُدائ لټون کوئ. د هغه ګټ په حقله سوچ وکړئ د کوم نه چې تراشلے شوى يئ، د هغه کان په حقله سوچ وکړئ چې د کوم نه تاسو راويستلے شوى يئ.

2. د خپل پلار نيکۀ اِبراهيم او مور ساره په حقله سوچ وکړئ، چې تاسو يې زيږولى يئ. کله چې ما اِبراهيم راوغوښتلو، نو هغه بې‌اولاده وو، خو ما هغۀ له برکت ورکړو او ډېر اولاد مې ورکړو.

3. يقيناً چې مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى. او د هغې په ټولو کنډرو به ترس وکړى. د هغې صحرا به د باغِ عدن په شان ګلستان کړى، د هغې بنجره زمکه به د مالِک خُدائ د باغ په شان شى. هلته به خندا او خوشحالى وى، او د ثناء صِفت او د شکرانې حمدونه به وئيلے شى.

4. زما خلقو بنى اِسرائيلو، ما ته غوږ ونيسئ، زۀ چې څۀ وايم هغې ته توجو وکړئ، زۀ به قومونو ته خپل تعليمات وښايم، زما اِنصاف به د هغوئ دپاره رڼا وى.

5. زما رحم او اِنصاف زر راروان دى. زما خلاصون په لاره دے. زما مضبوط لاس به قومونو له اِنصاف راوړى. لرې مُلکونه زما انتظار کوى، هغوئ په دې طمع دى چې بچ يې کړم.

6. بره آسمان ته وګورئ، او لاندې زمکې ته وګورئ. آسمانونه به د لوګى په شان ورک شى، او زمکه به د زړې چِرړې په شان ورَسته شى، او د دې ټول خلق به د مچانو په شان مړۀ شى. خو زما خلاصون به د همېشه دپاره وى، او زما صداقت به هيڅکله نۀ ختميږى.

7. اے هغه خلقو چې څوک په صداقت پوهېږئ، ما ته غوږ ونيسئ، اے هغه خلقو چې د چا په زړُونو کښې چې زما تعليم اچولے شوے دے. کله چې خلق په تاسو پورې خندا کوى يا ستاسو بې‌عزتى کوى، نو مۀ يرېږئ،

8. ولې چې چينجى به هغوئ لکه د کپړې په شان وخورى، او چينجى به يې لکه د وړۍ په شان وخورى. خو زما صداقت به تر همېشه پورې وى، او زما خلاصون به تر ټولو نسلونو پورې قائم وى.“

9. اے مالِکه خُدايه، پاڅه. ويښ شه او زمونږ مدد وکړه. د خپل طاقت نه کار واخله او مونږ بچ کړه، خپل طاقت داسې استعمال کړه لکه څنګه دې چې مخکښې استعمالولو. دا تۀ وې چې سمندرى بلا راحب دې ټوټې ټوټې کړه.

10. دا هم تۀ وې چې سمندر دې اوچ کړو او په اوبو کښې دې لار جوړه کړه، نو چې هغه څوک په دې ژور سمندر کښې تېر شى چې کوم دې بچ کول.

11. د چا فديه چې مالِک خُدائ ورکړې ده نو هغوئ به راواپس شى، او څنګه چې صيون ته ننوځې نو د خوشحالۍ نه به چغې وهى او سندرې به وائى. هغوئ به د همېشه دپاره خوشحاله وى، او د غم او پرېشانۍ نه به په امن وى.

12. ”زۀ، صرف زۀ تاسو له تسلى درکوم. نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟

13. تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړل او چې د زمکې بنيادونه يې ولګول؟ تاسو هر وخت د هغه خلقو نه ولې په يره کښې يئ څوک چې د غصې نه په تاسو باندې ظلم زياتے کوى، څوک چې ستاسو د تباه کولو دپاره تيار دى؟ اوس د هغوئ غصه چرته ده؟

14. قېديان به زر راخلاص شى، هغوئ به په قېدخانه کښې نۀ مرى او د هغوئ سره به د خوراک کمے نۀ وى.

15. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، سمندر ما راپاڅولو او د دې چپې مې غضبناکې کړې. زما نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.

16. ما خپل کلام ستاسو په ژبه ګويا کړو، او د خپل لاس د سورى لاندې مې تاسو پټ کړئ، آسمانونه مې خوارۀ کړل او د زمکې بنيادونه مې کېښودل، او ما يروشلم ته وفرمائيل، تاسو زما خلق يئ.“

17. ويښ شه. ويښ شه. پاڅه ودرېږه اے يروشلمه. تا د مالِک خُدائ د لاس نه هغه جام څښلے دے کوم چې د هغۀ د غصې نه ډک وو، دا جام تا تر آخرى قطرې پورې وڅښلو کوم چې د نشه ورو شرابو نه ډک وو.

18. ستا چې څومره زامن شوى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې ستا رهنمائى وکړى، تا چې څومره زامن لوئ کړى دى په هغوئ کښې يو هم نشته چې تا د لاس نه ونيسى او بو دې ځى.

19. په تا باندې دوه افتونه راغلې دى يعنې تباهى او بربادى، جنګ او قحط. خو څوک پاتې دى چې تا سره همدردى وکړى؟ او څوک پاتې دې چې تا له تسلى درکړى؟

20. ستا خلق د کمزورۍ د وجې نه په هره کوڅه کښې غورزيږى، هغوئ بې‌مددګاره لکه د هوسۍ په شان په جال کښې انښتى دى. او د مالِک خُدائ غضب په هغوئ نازل دے او خُدائ پاک هغوئ رټلى دى.

21. اے تاسو چې په مصيبت کښې ګېر يئ واورئ، څوک چې په نشه کښې يئ خو د ميو له وجې نه نه.

22. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې د خپل قوم دپاره جنګيږى داسې فرمائى، ”ګورئ، ما دا د نشه ورو شرابو نه ډک جام ستاسو د لاس نه لرې کړے دے، نو تاسو به نور زما د غصې د جام نه نۀ څښئ.

23. دا به زۀ هغه خلقو له ورکړم چا چې په تاسو باندې ظلم زياتے کولو، هغه خلقو له چا چې تاسو په کوڅو کښې څملولئ او پښې به يې درباندې کېښودې او په تاسو به ګرځېدل.“

About اشعیا Chapter 51

Read اشعیا Chapter 51 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اشعیا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اشعیا
Chapter: 51
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اشعیا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اشعیا Chapter 51 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اشعیا Chapter 51?

اشعیا Chapter 51 is part of the Book of اشعیا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اشعیا Chapter 51 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اشعیا

  1. اشعیا Chapter 1
  2. اشعیا Chapter 25
  3. اشعیا Chapter 18
  4. اشعیا Chapter 66
  5. اشعیا Chapter 54
  6. اشعیا Chapter 33
  7. اشعیا Chapter 29

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 12
  2. هوشع Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 1
  4. دوهم تواریخ Chapter 28
  5. شمېر Chapter 19
  6. ارمیا Chapter 37
  7. اشعیا Chapter 12

Related Chapters & Readings

  1. دوهم سموئیل Chapter 7
  2. اشعیا Chapter 64
  3. شمېر Chapter 1
  4. متلونه Chapter 13
  5. رومیانو ته Chapter 8
  6. اشعیا Chapter 11
  7. رومیانو ته Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *