ایوب Chapter 12

For English

Read ایوب Chapter 12 Online

Read ایوب Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

ایوب 12

فصل 12

1. تنو ايُوب جواب ورکړو،

2. ”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى.

3. خو زۀ هم ستاسو په شان پوهه لرم، زۀ ستاسو نه کم نۀ يم، چې تاسو څۀ وايئ نو په دې باندې هر څوک پوهيږى.

4. زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بې‌داغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم.

5. کوم خلق چې په آرام وى نو هغوئ په هغه چا پورې خندا کوى چې څوک په تکليف کښې دى، او هغه خلقو له ديکه ورکوى د چا چې پښې ښوئيږى.

6. د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.

7. خو د ځناورو نه تپوس وکړئ او هغوئ به ستاسو رهنمائى وکړى، او په هوا کښې د مارغانو نه تپوس وکړئ، نو هغوئ به تاسو ته ښودنه وکړى،

8. او د زمکې د بوټو نه تپوس وکړئ، نو دا به تاسو ته ښودنه وکړى، او د سمندر کبانو نه تپوس وکړئ نو هغه به تاسو ته دا بيان وکړى.

9. ځکه چې هغوئ ټولو ته پته ده چې زما تکليف د مالِک خُدائ د طرف نه دے.

10. د هغۀ په لاس کښې د هر ژوندى څيز ژوند دے او د هغۀ په لاس کښې د هر بشر ساه ده.

11. ولې غوږونه د خبرو معائنه نۀ کوى لکه څنګه چې ژبه د خوراک خوند معلوموى؟

12. ولې حِکمت د سپين‌ږيرو سره نۀ وى څۀ؟ ولې زيات عُمر سره پوهه نۀ راځى څۀ؟

13. حِکمت او طاقت د خُدائ پاک سره دى، د هغۀ سره رهنمائى او پوهه شته دے.

14. چې هغه څۀ وران کړى نو هيڅ څوک يې بيا نۀ شى جوړولے، او چې هغه کوم سړے قېدى کړى نو هغه خلاصېدلے نۀ شى.

15. کۀ هغه باران ايسار کړى، نو زمکه به اوچه شى، کۀ هغه اوبۀ راپرېږدى، نو اوبۀ به زمکه تباه کړى.

16. طاقت او حِکمت د هغۀ سره دے، دوکه خوړونکے او دوکه ورکوونکے د هغۀ د اختيار لاندې دى.

17. هغه د مشرانو نه پوهه اخلى، او د قاضيانو نه کم عقلان جوړوى.

18. هغه د بادشاهانو نه اختيار واخلى، او د هغوئ نه غلامان جوړ کړى.

19. هغه اِمامان شړى او اختيار ترې اخلى، او هغه طاقتور لرې کوى چې ډېر وخت يې حکومت کړے وى.

20. هغه اعتبارى مشيران غلى کړى، د مشرانو نه حِکمت يوسى.

21. هغه شهزادګان سپک کړى، او هغه د زورَورو زور اوبۀ کوى.

22. هغه د قبر تيارۀ لرې کوى، او هغه تکه توره تيارۀ په رڼا بدلوى.

23. هغه قومونه تکړه کړى او بيا يې تباه کړى، هغه قومونه لوئ کړى او بيا يې پرېږدى.

24. هغه د دُنيا د مشرانو نه پوهه ختموى، او پرې يې ږدى چې سرګردانه او پرېشانه ګرځى.

25. هغه مشران په تيارۀ کښې د ړندو په شان سرګردانه ګرځى، او د شرابى په شان يې ځنګېدلے کړى.

About ایوب Chapter 12

Read ایوب Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: ایوب
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading ایوب Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is ایوب Chapter 12?

ایوب Chapter 12 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete ایوب Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from ایوب

  1. ایوب Chapter 8
  2. ایوب Chapter 41
  3. ایوب Chapter 25
  4. ایوب Chapter 39
  5. ایوب Chapter 30
  6. ایوب Chapter 19
  7. ایوب Chapter 11

Explore More from زوړ عهد

  1. صفنیا Chapter 2
  2. ارمیا Chapter 15
  3. زبور Chapter 37
  4. اشعیا Chapter 30
  5. ارمیا Chapter 27
  6. دوهم سموئیل Chapter 8
  7. متلونه Chapter 26

Related Chapters & Readings

  1. اول پطروس Chapter 3
  2. اول قرنتیانو ته Chapter 11
  3. زبور Chapter 12
  4. دوهم سموئیل Chapter 8
  5. متلونه Chapter 7
  6. خروج Chapter 7
  7. لوقا Chapter 11
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *