رومیانو ته Chapter 8

For English

Read رومیانو ته Chapter 8 Online

Read رومیانو ته Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of رومیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

رومیانو ته 8

فصل 8

1. نو اوس چې کوم خلک د عیسی مسیح سره په یووالي کې ژوند کوي، هغوی هېڅ محکوم کېدای نه شي.

2. ځکه چې د خدای د روح قانون چې ماته په عیسی مسیح کې ژوندون راکوي، زه یې د ګناه او د مرګ د قانون نه خلاص کړی یم.

3. هغه څه چې شریعت د انساني فطرت د کمزورۍ له امله ونه شو کولای چې سرته یې ورسوي، هغه خدای سرته ورسول. هغه خپل زوی د یو ګناهکار انساني جسم په شکل کې د ګناهونو د بخښنې دپاره راولېږه، ترڅو ګناه په انساني فطرت کې محکومه کړي.

4. هغه داسې وکړل د دې دپاره چې د شریعت رښتینې غوښتنې په مونږ کې د نفساني غوښتنو له مخې نه، بلکې د خدای د روح په وسیله چې ژوند کوو، پوره شي.

5. ځکه څوک چې د نفساني غوښتنو له مخې ژوند تېروي، نو تل د نفساني شیانو په فکر کې وي. خو څوک چې د روح القدس د غوښتنو له مخې ژوند کوي، نو هغوی د هغو شیانو په فکر کې وي چې روح القدس یې غواړي.

6. که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې نفساني غوښتنې حاکمې وي، نو پای یې مرګ دی. خو که چېرې زمونږ په ذهنونو باندې روح القدس حاکم وي، نو پایله یې ژوند او سوله ده.

7. ځکه چې خپل ځان د نفساني شیانو پورې تړل د خدای سره دښمني ده، ځکه چې دا د خدای د قانون اطاعت کول نه دي او په حقیقت کې نه شي کولای چې اطاعت وکړي.

8. څوک چې د خپلو نفساني غوښتنو له مخې ژوند تېروي، هغوی نه شي کولای چې خدای خوشحاله کړي.

9. نو تاسو نور د خپلو نفساني غوښتنو له مخې نه، بلکې د روح القدس د لارښوونې له مخې ژوند کوئ، که په رښتیا سره روح القدس په تاسو کې اوسیږي. که چېرې په چا کې د مسیح روح نه وي، نو هغه د مسیح نه دی.

10. خو که چېرې مسیح په تاسو کې اوسیږي، نو که څه هم ستاسو بدن د ګناه له امله مړ هم شي، خو روح القدس تاسو ته ژوند درکوي، ځکه چې تاسو د خدای په نظر کې عادلان ګڼل شوي یئ.

11. که چېرې روح القدس چې مسیح یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ په تاسو کې اوسي، نو لکه څنګه چې عیسی یې بېرته د مړو نه راژوندی کړ، نو ستاسو فاني وجود ته به هم ژوند ورکړي، ځکه چې دغه روح په تاسو کې هم اوسیږي.

12. نو بیا ای خویندو او ورونو! مونږ مجبوره نه یو چې د انساني فطرت او د هغه د غوښتنو له مخې ژوند وکړو.

13. ځکه که چېرې تاسو د خپلو نفساني غوښتنو له مخې ژوند وکړئ، نو مړه به شئ. خو که چېرې د خدای د روح په مرسته خپل د ګناه نه ډک عملونه له منځه یوسئ، نو تاسو به ژوند کوئ.

14. ځکه ټول هغه کسان چې د روح په وسیله ورته لارښوونه کیږي، هغوی د خدای اولادونه دي.

15. ځکه چې تاسو هغه روح نه دی تر لاسه کړی چې غلامان مو کړي او ستاسو د وېرې سبب شي، بلکې هغه روح مو تر لاسه کړ چې تاسو د خدای دپاره لکه د خپلو اولادونو په شان اوسئ او د هغه په وسیله مونږ نارې وهو: «ابا، یعنې ای زما پلار جانه.»

16. روح القدس په خپله زمونږ د روح سره شاهدي ورکوي چې مونږ د خدای اولادونه یو.

17. که چېرې مونږ د هغه اولادونه یو، نو بیا وارثان هم یو، یعنې د خدای وارثان یو او د مسیح په میراث کې هم شریک یو او که چېرې مونږ د هغه سره په کړاوونو کې شریک یو، نو د هغه سره په جلال کې هم شریک یو.

18. زه فکر کوم چې هغه کړاوونه چې اوس یې مونږ تېروو، د هغه جلال سره د پرتله کولو وړ نه دي چې مونږ ته به وښودل شي.

19. ځکه چې خلقت په شوق سره د خدای د اولادونو د ښکاره کېدلو په انتظار دی.

20. ځکه چې خلقت بې معنی شو، خو په خپله رضا نه بلکې د خدای په رضا، په دې هیله چې

21. یوه ورځ به په خپله خلقت د فساد د غلامۍ نه ازاد شي او د خدای د اولادونو د جلال نه په ډکې ازادۍ کې شامل شي.

22. ځکه چې مونږ پوهېږو چې ټول خلقت یوځای د درد له لاسه لکه د لنګون د درد په شان تر اوسه پورې زګېروي کوي.

23. یوازې خلقت نه، بلکې مونږ هم سره له دې چې روح القدس د خدای د لومړني نعمت په توګه تر لاسه کړی دی، په خپل باطن کې زګېروي کوو لکه څنګه چې دې ته په شوق سره په انتظار یو چې خدای مونږ د خپلو اولادونو په توګه قبول کړي او زمونږ بدن ته خلاصون ورکړي.

24. ځکه چې په همدې هیلې مونږ وژغورل شو. خو که چېرې زمونږ هغه هیله پوره شوې وي نو بیا د څه شي هیله ولرو؟

25. خو که چېرې مونږ د هغه څه هیله ولرو چې تر اوسه یې نه لرو، نو مونږ په صبر او زغم سره د هغه انتظار کوو.

26. په همدې ډول روح القدس زمونږ په کمزوریو کې زمونږ سره مرسته کوي. ځکه چې مونږ نه پوهېږو چې څنګه باید دعا وکړو. نو روح القدس زمونږ دپاره داسې په نارو شفاعت کوي چې په خبرو او لفظونو کې بیان کېدلی نه شي.

27. خو خدای چې زمونږ د زړونو نه خبر دی، په دې پوهیږي چې د روح القدس اراده څه ده، ځکه چې روح القدس د خدای د ارادې له مخې د خپلو خلکو شفاعت کوي.

28. مونږ پوهېږو چې هرڅه د هغو خلکو د ښېګڼې دپاره چې د خدای سره مینه کوي او د هغه په اراده ورته بلنه ورکړل شوې ده، په ګډه سره کار کوي.

29. ځکه چې خدای هغوی له پخوا نه پېژندل او هغوی یې له مخکې نه غوره کړي وو چې د هغه د زوی په شان شي، ترڅو هغه په ټولو خویندو او ورونو کې لوړ مقام ولري.

30. او هغه کسان چې هغه له مخکې نه غوره کړي وو، رابللي یې دي او هغه رابلل شوي یې عادلان وګڼل او کوم کسان چې هغه عادلان کړي دي، هغوی ته یې خپل جلال هم ورکړ.

31. نو بیا مونږ د دې شیانو په هکله څه ویلی شو؟ که خدای زمونږ په خوا دی، نو بیا څوک کولای شي چې زمونږ په خلاف شي؟

32. هغه خپل زوی هم زمونږ څخه درېغ نه کړ، بلکې هغه یې زمونږ د ټولو په خاطر د قربانۍ په توګه وړاندې کړ، نو همدارنګه ایا هغه به هرڅه مونږ ته وړیا رانه کړي؟

33. څوک به د خدای په غوره شویو خلکو باندې تور ولګوي؟ ځکه چې خدای په خپله اعلانوي چې هغوی عادلان ګڼي.

34. نو بیا څوک هغوی محکومولی شي؟ ځکه چې عیسی مسیح هغه څوک دی چې مړ شو خو بیا راژوندی شو او هغه د خدای ښي لاس ته ناست دی او په رښتیا سره زمونږ شفاعت کوي.

35. نو بیا څوک به مونږ د مسیح د مینې نه جدا کړي؟ ایا مصیبت او کړاوونه، یا ځورونه یا لوږه، لوڅوالی یا خطر یا توره؟

36. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: مونږه د ستا په خاطر مخ یو هر وخت مرګ سره او ګڼل کېږو مونږ هغو پسونو په شان چې حلالیږي.

37. خو نه، له دې هرڅه سره سره د عیسی مسیح په وسیله چې زمونږ سره یې مینه وکړه، پوره بری زمونږ په برخه دی.

38. ځکه زه ډاډمن یم چې نه مرګ او نه ژوند، نه فرښتې، نه اسماني واکمنان، نه اوسني او نه راتلونکي شیان، نه قدرتونه،

39. نه لوړې او ژورې او نه په ټول خلقت کې نور شیان کولای شي چې مونږ د خدای د هغې میني نه جدا کړي چې زمونږ په څښتن عیسی مسیح کې ده.

About رومیانو ته Chapter 8

Read رومیانو ته Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of رومیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: رومیانو ته
Chapter: 8
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading رومیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading رومیانو ته Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is رومیانو ته Chapter 8?

رومیانو ته Chapter 8 is part of the Book of رومیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete رومیانو ته Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from رومیانو-ته

  1. رومیانو ته Chapter 14
  2. رومیانو ته Chapter 7
  3. رومیانو ته Chapter 1
  4. رومیانو ته Chapter 10
  5. رومیانو ته Chapter 3
  6. رومیانو ته Chapter 6
  7. رومیانو ته Chapter 15

Explore More from نوی عهد

  1. لوقا Chapter 4
  2. یوحنا Chapter 8
  3. فلیمون Chapter 1
  4. متی Chapter 17
  5. متی Chapter 5
  6. متی Chapter 15
  7. اعمال رسولان Chapter 8

Related Chapters & Readings

  1. یوحنا Chapter 8
  2. غلاطیانو ته Chapter 4
  3. زبور Chapter 81
  4. دوهم تواریخ Chapter 19
  5. اول قرنتیانو ته Chapter 9
  6. ارمیا Chapter 19
  7. ایوب Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *