هوشع Chapter 8

For English

Read هوشع Chapter 8 Online

Read هوشع Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of هوشع and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

هوشع 8

فصل 8

1. ”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلاف‌ورزى يې کړې ده.

2. اوس بنى اِسرائيل ما ته مِنت زارى کوى چې، زمونږ مدد وکړه ځکه چې تۀ زمونږ خُدائ پاک يې.

3. خو بنى اِسرائيلو هغه څۀ رد کړى دى څۀ چې ښۀ دى، نو دشمن به هغۀ پسې وى.

4. هغوئ زما د اجازت نه بغېر بادشاهان جوړ کړل، هغوئ زما د رضا نه بغېر مشران مقرر کړل. هغوئ د خپلو سرو زرو او سپينو زرو نه بُتان جوړ کړى دى او په ځان يې پخپله تباهى راوستې ده.

5. اے سامريې. ما ستا دا سخے بُت رد کړے دے. زما غصه ستا خلاف ده، تاسو د صفا کېدو قابل نۀ يئ ترڅو پورې به ستاسو دا حالت جارى وى؟

6. اے بنى اِسرائيله، تۀ چې د کوم بُت عبادت کوې دا يو کسبګر جوړ کړے دے، دا خُدائ پاک نۀ دے. په سامريه کښې سخے بُت به ټوټې ټوټې شى.

7. هغوئ د هوا تخم کَرى، او د طوفان فصل به رېبى. د غلې فصل ولاړ دے خو وَږى په کښې نۀ ښکارى نو د خوراک مِلاوېدو په کښې څۀ امکان نشته. خو کۀ څۀ غله په کښې وى هم، نو د پردى مُلک خلق به يې وخورى.

8. بنى اِسرائيل لواړ تېر کړے شوى دى. اوس هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ شوى دى او د بېکاره لوښى په شان پراتۀ دى.

9. هغوئ اسوريانو له د مدد دپاره تلى دى، لکه څنګه چې يوې ځنګلى خرې وار راوړے وى. دغسې بنى اِسرائيل لکه د کنجرې خپل ځان په عاشقانو خرڅ کړے دے.

10. اګر چې دوئ خپل ځان په ډېرو قومونو خرڅ کړے دے، خو اوس به زۀ هغوئ يو ځائ ته راغونډ کړم او سزا به ورکړم. د هغوئ بادشاه او شهزادګان به زر د جزيې لاندې په لړزان شى.

11. اګر چې بنى اِسرائيل د ګناه د لرې کولو دپاره ډيرې قربان‌ګاه جوړې کړې دى، خو هم دغه قربان‌ګاه د هغوئ دپاره د ګناه ځايونه شول.

12. اګر چې ما هغوئ دپاره خپل شريعت ډېر تشريح کړو، خو هغوئ ځان داسې ناغرضه کړو لکه چې دا شريعت هډو د هغوئ دپاره نۀ وى.

13. هغوئ ما ته قربانۍ پېش کوى او د قربانۍ غوښې خورى. خو زۀ، مالِک خُدائ د هغوئ نه رضا نۀ يم، ما ته به د هغوئ ګناهونه ياد وى او سزا به ورته ورکړم، او هغوئ به مِصر ته واپس ځى.

14. بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“

About هوشع Chapter 8

Read هوشع Chapter 8 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of هوشع in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: هوشع
Chapter: 8
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading هوشع. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading هوشع Chapter 8 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is هوشع Chapter 8?

هوشع Chapter 8 is part of the Book of هوشع in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete هوشع Chapter 8 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. استر Chapter 3
  2. ارمیا Chapter 12
  3. اول پادشاهان Chapter 5
  4. استر Chapter 7
  5. لاویان Chapter 23
  6. لاویان Chapter 10
  7. استر Chapter 9

Explore More from هوشع

  1. هوشَع Chapter 10
  2. هوشع Chapter 14
  3. هوشع Chapter 2
  4. هوشَع Chapter 11
  5. هوشع Chapter 5
  6. هوشع Chapter 9
  7. هوشَع Chapter 6

Related Chapters & Readings

  1. افسیانو ته Chapter 2
  2. دوهم پادشاهان Chapter 13
  3. متلونه Chapter 3
  4. دوهم پادشاهان Chapter 7
  5. زبور Chapter 22
  6. زبور Chapter 11
  7. حزقیال Chapter 22
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *