دوهم تواریخ Chapter 7

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 7 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

A+ A A-

دوهم تواریخ 7

فصل 7

1. څنګه چې سلیمان د دعا کولو څخه وزګار شو، نو د اسمان څخه اور نازل شو او سوځېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ یې وسوځولې. بیا د څښتن د جلال څخه کور ډک شو

2. او کاهنانو له دې امله نه شو کولای چې دننه لاړ شي.

3. کله چې د اسراییلو قوم اور په راښکته کېدو او د څښتن جلال یې د کور دپاسه ولید، هغوی په ځمکه باندې چې په تیږو باندې فرش شوې وه، سجده وکړه او د څښتن عبادت او د هغه شکر یې ادا کړ. هغوی دا دعا وکړه:څښتن نېک دی

4. وروسته بیا پاچا او ټولو خلکو د څښتن حضور ته قربانۍ وړاندې کړې.

5. سلیمان پاچا دوه ویشت زره غویان او یوسلو شل زره پسونه او وزې قرباني کړې. نو په دې ډول پاچا او ټولو خلکو د خدای کور وقف کړ.

6. کاهنان په خپلو ټاکل شویو ځایونو کې ودرېدل. همدارنګه لاویانو د موسیقۍ د هغو آلو په غږولو سره چې داود جوړې کړې وې، د څښتن ستاینه یې کوله او سندرې یې ویلې: «د هغه مینه تلپاتې ده،» لکه څنګه چې داود هغوی د دې وظیفې دپاره ټاکلي وو. هغوی ته مخامخ کاهنانو په داسې حال کې چې د اسراییلو ټول خلک ولاړ وو، سرني غږول.

7. سلیمان د حویلۍ منځنۍ برخه یعنې د څښتن کور ته مخامخ ځای سپېڅلی وګرځاوه، هغه ځکه دا کار وکړ چې د برنجو د قربانۍ ځای چې هغه جوړ کړی ؤ د دې ټولو نذرانو د ځایېدلو دپاره ډېر کوچنی ؤ. نو په سپېڅلي ځای کې ېې سوځېدونکې نذرانې، د غلو دانو نذرانې او د څارویو وازګې د سلامتۍ د نذرانو دپاره وړاندې کړې.

8. سلیمان او د اسراییلو قوم اووه ورځې اختر ولمانځه. په هغه کې په شمال کې د حمات د کنډو څخه نیولې په جنوب کې د مصر تر پولې ډېر خلک راغلي وو.

9. هغوی ټولې څوارلس ورځې لمانځلې وې، اووه ورځې د قربانۍ ځای د وقف کېدو دپاره او اووه نورې ورځې د اختر دپاره. بیا په پنځلسمه ورځ ټول خلک د وروستنۍ غونډې دپاره سره راټول شول.

10. د اوومې میاشتې په درویشتمه ورځ سلیمان خلک رخصت کړل. هغوی د هغو ښو کارونو له امله چې څښتن د داود، سلیمان او د خپل قوم اسراییلو دپاره یې کړي وو، په خوښۍ او خوشحاله زړونو خپلو کورونو ته لاړل.

11. کله چې سلیمان د څښتن کور او د شاهي ماڼۍ کار پای ته ورساوه او په بریالیتوب سره یې د هغو دپاره خپلې ټولې نقشې عملي کړې،

12. څښتن په شپه کې هغه ته ورښکاره شو. هغه سلیمان ته وویل: «ما ستا دعا قبوله کړه او دا کور مې د داسې ځای په توګه غوره کړ چې ماته په کې قربانۍ وړاندې شي.

13. کله چې زه باران ودروم یا ملخان ولېږم چې فصلونه وخوري یا په خپل قوم باندې وبا نازله کړم،

14. که چېرې زما قوم چې زما په نامه نومول شوی دی، ماته د عاجزۍ سر ټیټ کړي، دعا وکړي، ماته رجوع وکړي او ګناه کول بس کړي، بیا به زه د هغوی دعا په اسمان کې قبوله کړم. زه به هغوی وبخښم او یوځل بیا به د هغوی ځمکه حاصلخېزه کړم.

15. زه به سترګې په لار یم او د دې دپاره به تیار یم چې هغه ټولې دعاګانې قبولې کړم چې دلته کیږي،

16. ځکه چې ما دا کور غوره کړی دی او د داسې ځای په توګه مې سپېڅلی کړی دی چې تل ترتله زما عبادت په کې وشي. زه به په هغه باندې خپل نظر ساتم او تل به د هغه ساتنه کوم.

17. که چېرې ته د خپل پلار داود په شان په وفادارۍ سره زما خدمت وکړې او زما د قوانینو څخه اطاعت وکړې او هر هغه څه چې ما درته د هغه حکم کړی دی سرته ورسوې،

18. زه به هغه لوظ پوره کړم چې ستا د پلار داود سره مې کړی ؤ او ویلي مې وو چې د هغه اولاده به تل ترتله په اسراییلو باندې پاچاهي وکړي.

19. خو که چېرې تاسو یا د اسراییلو د قوم څخه یو څوک زما د هغو قوانینو او حکمونو څخه سرغړونه وکړي چې تاسو ته مې درکړي دي او د نورو خدایانو خدمت او عبادت وکړئ،

20. نو زه به تاسو د هغې ځمکې څخه وباسم چې تاسو ته مې درکړې ده. همدارنګه به دا کور چې ما سپېڅلی کړی دی چې زما عبادت به په کې کیږي، پرېږدم او په هرځای کې به خلک په هغه باندې ملنډې ووهي او د هغه سپکاوی به وکړي.

21. اوس د دې کور ډېر درناوی کیږي. خو کله چې داسې وشي، هرڅوک چې د هغې په خوا کې تېریږي هغه به حیران شي او پوښتنه به کوي: څښتن ولې دې هېواد او دې کور سره داسې عمل کړی دی؟

22. خلک به په ځواب کې وایي: دا ځکه چې هغوی خپل د نیکونو څښتن خدای چې هغوی یې د مصر څخه راویستلي وو، پرې ایښی دی. هغوی نور خدایان غوره کړي دي او د هغوی خدمت او عبادت کوي. له دې امله څښتن په هغوی باندې دا مصیبت راوستلی دی.»

About دوهم تواریخ Chapter 7

Read دوهم تواریخ Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 7
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 7?

دوهم تواریخ Chapter 7 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 9
  5. دوهم تواریخ Chapter 6
  6. دوهم تواریخ Chapter 19
  7. دوهم تواریخ Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. خروج Chapter 6
  2. اشعیا Chapter 28
  3. حزقیال Chapter 18
  4. خروج Chapter 28
  5. خروج Chapter 20
  6. دوهم سموئیل Chapter 22
  7. دوهم پادشاهان Chapter 22

Related Chapters & Readings

  1. لاویان Chapter 18
  2. حزقیال Chapter 43
  3. زبور Chapter 66
  4. عبرانیانو ته Chapter 3
  5. پیدایښت Chapter 26
  6. زبور Chapter 41
  7. مکاشفه Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *