Read دوهم تواریخ Chapter 23 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 23
فصل 23
1. د شپږ کالو انتظار څخه وروسته یهویاداع کاهن پرېکړه وکړه چې اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې یو کار وشي. هغه د دغو پنځو عسکري منصبدارانو سره تړون وکړ: د یروحام زوی عزریا، د یهوحانان زوی اسماعیل، د عوبید زوی عزریا، د عدایا زوی معسیا او د زکري زوی الیشافاط.
2. هغوی د یهودا ټولو ښارونو ته سفر وکړ او ټول لاویان او د اسراییلو د طایفو مشران یې اورشلیم ته راغونډ کړل.
3. هغوی ټول د خدای په کور کې سره راغونډ شول او هلته یې د یوآش یعنې د پاچا د زوی سره یو لوظ وکړ. یهویاداع هغوی ته وویل: «دا د پاچا زوی دی. لکه څنګه چې څښتن وعده کړې ده چې د داود اولاده به پاچاهان وي، نو هغه باید پاچا شي.
4. مونږ به داسې وکړو: د کاهنانو او د لاویانو درې ډلې به د سبت په ورځ په خپله وظیفه کې موجودې وي. یوه ډله به د خدای د کور د دروازو ساتنه کوي
5. او بله ډله به د شاهي ماڼۍ ساتنه کوي او پاتې نور به په هغه دروازه کې چې د بنیاد په نوم یادیږي، ودرول شي. نور ټول خلک به د څښتن د کور په حوېلۍ کې سره راغونډ شي.
6. پرته له کاهنانو او لاویانو چې په دنده کې دي، هېڅوک دې د څښتن کور ته نه ننوځي. پورته نومول شوي کاهنان او لاویان کولای شي چې ورننوځي، ځکه چې هغوی پاک شوي دي، خو پاتې خلک باید د څښتن د لارښوونو اطاعت وکړي او دباندې پاتې شي.
7. لاویان دې په داسې حال کې د پاچا په شاوخوا کې پهره وکړي چې خپلې تورې یې راویستلې وي او هر چېرته چې پاچا ځي، هغوی دې ورسره وي. هرڅوک چې د څښتن کور ته د ننوتلو هڅه وکړي، هغه دې ووژل شي.»
8. لاویانو او د یهودا خلکو د یهویاداع کاهن د حکمونو څخه پیروي وکړه. قوماندانان په درېو ډلو کې د خپلو ټولو ساتونکو سره حاضر شول، هغو کسانو چې د سبت په ورځ یې وظیفه لرله او هغوی چې په همدې ورځ رخصتېدل، ځکه یهویاداع هغوی ته اجازه ورنه کړه چې خپلو کورونو ته لاړ شي.
9. یهویاداع هغه نېزې او سپرونه قوماندانانو ته ورکړل چې د داود پاچا وو او د خدای په کور کې ساتل شوي وو.
10. بیا هغه د خدای د کور د جنوبي خوا څخه نیولې تر شمالي خوا پورې د پاچا د ساتلو دپاره ټول خلک په وسلو سمبال او د خدای د کور او قربانۍ د ځای شاوخوا ته یې ځای په ځای کړل.
11. یهویاداع او د هغه زامنو یوآش دباندې راوویست، د هغه په سر یې تاج کېښود او د پاچاهۍ د قانون یو نقل یې ورته ورکړه. د هغه په سر باندې یې د زیتونو تېل واچول چې دا وښایي چې هغه اوس پاچا شو، په هغه وخت کې خلکو چیغې ووهلې: «ژوندی دې وي پاچا!»
12. عتلیا د خلکو د منډو او د پاچا دپاره د ستاینې اوازونه واورېدل، نو هغه د څښتن کور ته چې خلک په کې راغونډ شوي وو، ورغله.
13. هغې هلته د څښتن د کور په دروازه کې نوی پاچا ولید چې د پاچاهانو ځانګړې ستنې سره ولاړ وو او قوماندانان او سرني غږوونکي د هغه په خوا کې ولاړ وو. ټولو خلکو خوشحالي کوله او سرني یې غږول او د څښتن د کور موسیقي غږوونکو چې خپلې د موسیقۍ آلې ورسره وې د جشن مشري کوله. عتلیا د ډېر قهر نه خپل کالي وشلول او چیغې یې ووهلې: «خیانت! خیانت!»
14. یهویاداع نه غوښتل چې عتلیا د څښتن په کور کې ووژله شي، نو هغه د لښکرو قوماندانان راوغوښتل او ویې ویل: «عتلیا د لښکرو د قطارونو څخه دباندې وباسئ او هر هغه څوک چې د هغې د ژغورلو هڅه وکړي هغه ووژنئ.»
15. نو قوماندانانو عتلیا هغې دروازې ته راوویستله چې اسونه به په کې ماڼۍ ته ورننوتل او هلته یې ووژله.
16. یهویاداع کاهن د ځان، د ټولو خلکو او د یوآش پاچا په منځ کې لوظ وکړ چې دوی به د څښتن خدمتګاران وي.
17. بیا ټول خلک د بعل بتخانې ته ورغلل او هغه یې راوغورځوله. هغوی د قربانۍ ځایونه او بتان ټوټې ټوټې کړل او متان چې د بعل کاهن ؤ هغه یې د قربانۍ ځایونو مخې ته وواژه.
18. یهویاداع کاهنان او لاویان د څښتن د کور د کار مسؤولان وټاکل. هغوی به هغه وظیفې سرته رسولې چې د داود پاچا له خوا ورته سپارل شوې وې او هغه قربانۍ به یې سوځولې چې څښتن ته د موسی د شریعت له مخې وړاندې کېدلې. هغوی د موسیقۍ او د جشنونو مسؤولان هم وو.
19. یهویاداع د څښتن د کور په دروازو کې ساتونکو ته وظیفه ورکړه چې ناپاکه خلکو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي.
20. په اخر کې یهویاداع ټول قوماندانان، د یهودا ډېر مهم ښاریان او حکومتي مامورین راوغوښتل. څنګه چې هغوی یوآش د څښتن د کور څخه د پورتنۍ دروازې په لار ماڼۍ ته روان کړ، د خلکو ګڼه ګوڼه هغوی پسې روانه شوه او هلته یې هغه د یهودا د پاچا په توګه په تخت کښېناوه.
21. نو ټولو خلکو خوشحالي کوله او په ښار کې کراره کراري وه، ځکه چې عتلیا وژل شوې وه.
About دوهم تواریخ Chapter 23
Read دوهم تواریخ Chapter 23 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 23
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 23 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 23?
دوهم تواریخ Chapter 23 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 23 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
- دوهم تواریخ Chapter 15
- دوهم تواریخ Chapter 11
Explore More from زوړ عهد
- ایوب Chapter 14
- ارمیا Chapter 4
- خروج Chapter 38
- لاویان Chapter 15
- متلونه Chapter 27
- حزقیال Chapter 39
- زکریا Chapter 2