Read دوهم تواریخ Chapter 15 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 15
فصل 15
1. د عودید په زوی عزریا باندې د خدای روح نازل شو
2. او هغه لاړ چې د اسا پاچا سره لیدنه کتنه وکړي. عزریا هغه ته وویل: «ای اسا او د یهودا او د بنیامین ټولو خلکو، ماته غوږ ونیسئ! تر هغه وخته پورې چې تاسو د څښتن سره یئ، هغه ستاسو سره مل دی، که چېرې تاسو د هغه په لټه کې شئ، هغه به پیدا کړئ. خو که چېرې د هغه څخه مخ واړوئ هغه به هم ستاسو څخه مخ واړوي.
3. اسراییلو ډېره موده پرته له رښتیني خدای او شریعت څخه ژوند تېراوه. کاهنان نه وو چې هغوی ته څه ورزده کړي.
4. خو د مصیبت په وخت کې به د اسراییلو څښتن خدای ته راګرځېدل. هغوی د خدای په لټه کې شول او هغه یې پیدا کړ.
5. په هغه وخت کې هېچا نه شو کولای چې په امن سره تګ راتګ وکړي، ځکه چې په هر هېواد کې ناارامي او ګډوډي وه.
6. یو قوم به په بل قوم باندې او یو ښار به په بل ښار باندې ظلم او تېری کاوه، ځکه چې خدای هغوی په هر ډول مصیبت او کړاو اخته کړل.
7. خو تاسو تکړه او زړور اوسئ او بې حوصلې کېږئ مه. بیا چې تاسو کوم کار کوئ، تاسو ته به د هغې اجر درکول کیږي.»
8. کله چې اسا د عودید د زوی عزریا پېشګویي واورېدله، نو هغه زړور شو. هغه ټول هغه بتان لېرې کړل چې د یهودا او د بنیامین په خاوره کې وو او همدارنګه هغه بتان چې په هغو ښارونو کې وو چې هغه د افرایم په غرنۍ سیمه کې نیولي وو. هغه د څښتن د قربانۍ ځای هم بېرته جوړ کړ چې د هغه د کور د برنډې په مخکې ؤ.
9. اسا د یهودا او د بنیامین ټول خلک او همدارنګه د افرایم، منسي او د شمعون د سیمو خلک چې د هغوی سره په یهودا کې اوسېدل، راوغوښتل. د دې خلکو زیات شمېر د اسا پلویان شوي وو، ځکه چې هغوی لیدلي وو چې د هغه څښتن خدای د هغه سره مل دی.
10. د اسا د پاچاهۍ د پنځلسم کال په درېمه میاشت، هغوی په اورشلیم کې راغونډ شول.
11. په هماغه ورځ هغوی د هغه غنیمت څخه چې د ځان سره یې راوړی ؤ، څښتن ته اووه سوه غوایان او اووه زره پسونه قرباني کړل.
12. هغوی لوظ وکړ او دا خبره یې ومنله چې د زړه له کومي او په ټول ځان به د خپلو نیکونو د څښتن خدای عبادت کوي.
13. هرچا، ځوان او زوړ، نارینه او ښځې چې د هغه عبادت به یې نه کاوه، هغه به وژل کېده.
14. هغوی په لوړ اواز سره سرني وغږول او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې په خپل لوظ به ودریږي.
15. د یهودا ټول خلک خوشحاله وو، ځکه چې هغوی د زړه له کومي دا لوظ کړی ؤ. هغوی په شوق سره د څښتن عبادت کاوه او څښتن هغوی قبول کړل او هغوی ته یې د هرې خوا نه سوله ور په برخه کړه.
16. اسا پاچا حتی خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې د اشیره کرغېړن بت جوړ کړی ؤ. اسا هغه بت رانسکور کړ، هغه یې ټوټې ټوټې کړ او ټوټې یې د قدرون په دره کې وسوځولې.
17. که څه هم اسا د اسراییلو د عبادت سیمه ییز ځایونه له منځه یو نه وړل، خو هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو.
18. هغه د خدای په کور کې سره زر او سپین زر او نور ټول شیان کېښودل چې هغه او د هغه پلار خدای ته وقف کړي وو.
19. د اسا د پاچاهۍ تر پنځه دېرشم کاله پورې هلته نوره هېڅ جګړه ونه شوه.
About دوهم تواریخ Chapter 15
Read دوهم تواریخ Chapter 15 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 15
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 15 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 15?
دوهم تواریخ Chapter 15 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 15 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 9
- دوهم تواریخ Chapter 6
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- اول سموئیل Chapter 2
- اول تواریخ Chapter 9
- ایوب Chapter 7
- متلونه Chapter 7
- هوشع Chapter 4
- متلونه Chapter 20
- دوهم تواریخ Chapter 3