Read دوهم تواریخ Chapter 19 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 19
فصل 19
1. د یهودا پاچا یهوشافاط خپلې ماڼۍ ته چې په اورشلیم کې وه په خیریت سره راستون شو.
2. د حناني زوی ییهو چې یو نبي ؤ د پاچا د لیدلو دپاره لاړ او ورته ویې ویل: «ایا د بدو خلکو سره مرسته یا د هغو خلکو طرفداري کول چې د څښتن څخه کرکه کوي، سم کار دی؟ په دې خاطر د څښتن قهر او غضب په تا باندې راغلی دی!
3. خو ستا هر کار خراب نه دی. تا هغه بتان لېرې کړل چې د اشیره په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کېده او ته په اخلاص سره غواړې چې د څښتن عبادت وکړې.»
4. یهوشافاط په اورشلیم کې اوسېده، خو هغه به بیا بیا په جنوب کې له بیرشبع څخه نیولې، په شمال کې د افرایم تر غرنۍ سیمې پورې سفر کاوه. هغه د خلکو سره خبرې کولې او هغوی به یې راضي کول چې بېرته د خپلو نیکونو څښتن خدای ته رجوع وکړي.
5. هغه د یهودا په هر قوي شوي ښار کې قاضیان وټاکل
6. او هغوی ته یې دا لارښوونې وکړې: «په قضاوت کولو کې غور کوئ، ځکه چې تاسو د انسان په خاطر نه بلکې د څښتن په خاطر قضاوت کوئ. کله چې تاسو قضاوت کوئ څښتن ستاسو سره مل دی.
7. نو بیا د څښتن څخه ووېرېږئ او په احتیاط او پام سره قضاوت کوئ ځکه چې څښتن زمونږ خدای بې انصافي، طرفداري کول یا رشوت اخیستل بد ګڼي.»
8. یهوشافاط په اورشلیم کې هم ځینې لاویان، کاهنان او د کورنیو مشران وټاکل چې د څښتن په خاطر قضاوت وکړي او د اورشلیم د اوسېدونکو شخړې حل کړي.
9. یهوشافاط هغوی ته دا لاندېنۍ لارښودنې ورکړې: «تاسو باید خپل کارونه په وفادارۍ او د زړه له کومي د څښتن څخه په وېره کې تر سره کړئ.
10. هرکله چې ستاسو وطنداران د هر ښار څخه تاسو ته د قتل یا د یو قانون یا د امر د ماتولو یوه دعوه راوړي، تاسو باید خلکو ته خبرداری ورکړئ چې د څښتن په وړاندې ګناه ونه کړي، ترڅو هغه په قهر نه شي او تاسو او ستاسو وطندارانو ته سزا ورنه کړي. یاد ساتئ، که چېرې د دې لارښودنو څخه پیروي وکړئ، نو تاسو به مجرم او ګناهکار نه ګڼل کېږئ.
11. مشر کاهن یعنې امریا به په هره شرعي دعوه کې وروستنۍ پرېکړه کوي او د اسماعیل زوی زبدیا یعنې د یهودا د قبیلې مشر به په نورو ټولو دعوو کې وروستنۍ پرېکړه کوي. پاتې لاویان به د محکمې د مامورانو په توګه ستاسو خدمت کوي. زړور اوسئ او په دغو لارښودنو باندې عمل وکړئ او څښتن دې د هغه چا سره مل شي چې د حق طرفدار وي!»
About دوهم تواریخ Chapter 19
Read دوهم تواریخ Chapter 19 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 19
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 19 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 19?
دوهم تواریخ Chapter 19 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 19 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 18
- دوهم تواریخ Chapter 9
- دوهم تواریخ Chapter 6
- دوهم تواریخ Chapter 15
Explore More from زوړ عهد
- اشعیا Chapter 4
- استر Chapter 6
- واعظ Chapter 9
- تثنیه Chapter 13
- ارمیا Chapter 44
- حزقیال Chapter 26
- عاموس Chapter 7