Read دوهم تواریخ Chapter 13 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 13
فصل 13
1. د یروبعام د پاچاهۍ په اتلسم کال، ابیا د یهودا پاچا شو
2. او هغه درې کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور میکایا نومېدله چې د اوري ییل لور وه. اوري ییل د جبعې د ښار څخه ؤ.د ابیا او یروبعام ترمنځ جګړه پیل شوه،
3. د ابیا په لښکرو کې څلور سوه زره غوره شوي زړور جنګیالي وو او یروبعام همداسې د اته سوه زره زړورو جنګیالیو په درلودلو سره د هغه مقابله وکړه.
4. ابیا د صمارایم د غره سرته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ، پورته شو او ویې ویل: «یروبعامه او ټولو اسراییلیانو واورئ!
5. ایا تاسو نه پوهېږئ چې د اسراییلو څښتن خدای د داود او د هغه د اولادې سره د تل دپاره په اسراییلو باندې د پاچاهۍ کولو نه ماتېدونکی لوظ کړی دی؟
6. خو ای د نباط زویه یروبعامه، ته د داود د زوی سلیمان درباري وې او تا د خپل بادار په وړاندې بغاوت وکړ.
7. وروسته یوه ډله بدمعاشان ستا شاوخوا راغونډ شول او د سلیمان زوی رحبعام تاسو مجبور کړ چې خبره مو ومني. هغه یو نوی ځوان او ډېر بې تجربه ؤ، نو ځکه یې ونه شو کولای چې ستاسو سره مقاومت وکړي.
8. اوس تاسو فکر کوئ چې د هغې پاچاهۍ په ضد جنګېدلی شئ چې څښتن د داود اولادې ته ورکړې ده. تاسو یو لوی لښکر لرئ او هم هغه د سرو زرو سخوندران چې یروبعام جوړ کړل چې ستاسو خدایان شي.
9. تاسو لاویان او د څښتن کاهنان یعنې د هارون اولاده وشړله. د هغوی په ځای تاسو د نورو قومونو په شان کاهنان وټاکل. هرڅوک چې د یو غویي یا د اووه پسونو سره راشي، کولای شي چې خپل ځان ستاسو د تش په نامه خدایانو د یو کاهن په توګه سپېڅلی کړي.
10. خو څښتن زمونږ خدای دی. مونږ د هغه څخه مخ نه دی اړولی! کاهنان چې د هارون اولاده ده د څښتن خدمت کوي او لاویان د هغوی سره مرسته کوي.
11. هغوی هر سهار او ماښام څښتن ته سوځېدونکې نذرانې وړاندې کوي او خوشبویي ورته سوځوي. هغوی سپېڅلې ډوډۍ په یو داسې مېز باندې ږدي چې پاک شوی وي او هر ماښام د سرو زرو په څراغدان باندې څراغونه بلوي. مونږ د خپل څښتن خدای د امرونو پیروي کوو، خو تاسو ورڅخه مخ اړولی دی!
12. په خپله خدای زمونږ مشر او لارښود دی او د هغه کاهنان د سرنیو سره دلته دي، هغوی تیار دي چې سرني وغږوي، ترڅو مونږ ستاسو په خلاف جګړې ته راوغواړي. ای د اسراییلو خلکو! د څښتن یعنې د خپلو نیکونو د خدای په خلاف مه جنګېږئ! تاسو دا جګړه نه شئ ګټلی!»
13. خو په داسې حال کې چې ابیا خبرې کولې، یروبعام خپل ځینې عسکر پټ ولېږل چې د شا له خوا د یهودا په لښکرو باندې برید وکړي او پاتې کسان د مخې له خوا ورباندې راغلل.
14. د یهودا لښکرو ولیدل چې د مخې او د شا له خوا په هغوی باندې برید روان دی. نو هغوی څښتن ته د مرستې په خاطر زارۍ وکړلې او کاهنانو سرني وغږول.
15. د یهودا لښکرو په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغوی چیغه ووهله، نو بیا ابیا او د هغه لښکرو برید وکړ او خدای یروبعام او د اسراییلو لښکرو ته ماتې ورکړه.
16. اسراییلیان وتښتېدل او خدای هغوی د یهودا د لښکرو په لاس تسلیم کړل.
17. ابیا او د هغه لښکر هغوی ته درانه زیانونه ورواړول او د اسراییلو پنځه سوه زره تر ټولو غوره شوي عسکر ووژل شول.
18. په هغه وخت کې اسراییلیانو ماتې وخوړله او د یهودا لښکرې بریالۍ شوې، ځکه چې هغوی د خپلو نیکونو په څښتن خدای باندې توکل وکړ.
19. ابیا د یروبعام لښکرې تعقیب کړې او د اسراییلو ښارګوټي یې د یروبعام څخه ونیول، یعنې بیت ییل، یشانه او عفرون د هغو د شاوخوا کلیو سره.
20. د ابیا د پاتې پاچاهۍ په دوران کې یروبعام هېڅکله خپل قوت بېرته تر لاسه نه کړ. څښتن یروبعام وواهه او هغه مړ شو،
21. خو ابیا نور هم قوي شو. هغه څوارلس ښځې، دوه ویشت زامن او شپاړس لوڼې درلودلې.
22. د ابیا د پاچاهۍ نورې پېښې چې په هغو کې د هغه خبرې او کارونه شامل دي د عیدو نبي په تاریخ کې لیکل شوي دي.
About دوهم تواریخ Chapter 13
Read دوهم تواریخ Chapter 13 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 13
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 13 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 13?
دوهم تواریخ Chapter 13 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 13 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 9
- دوهم تواریخ Chapter 6
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 120
- ارمیا Chapter 10
- دوهم سموئیل Chapter 4
- شمېر Chapter 19
- اول سموئیل Chapter 13
- زبور Chapter 88
- اول سموئیل Chapter 20