Read دوهم تواریخ Chapter 5 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 5
فصل 5
1. کله چې سلیمان پاچا د څښتن د کور ټول کارونه پای ته ورسول، بیا سلیمان هغه شیان یعنې سپین او سره زر او نور سامان چې د هغه پلار داود څښتن ته وقف کړی ؤ، هغه یې د خدای د کور په خزانو کې کېښود.
2. وروسته بیا سلیمان د اسراییلو سپین ږیري، د قبیلو ټول مشران او د اسراییلو د طایفو رئیسان اورشلیم ته راوغوښتل چې د څښتن د لوظ صندوق د صهیون یعنې د داود د ښار څخه د خدای کور ته یوسي.
3. هغوی ټول په اوومه میاشت د جونګړو په اختر کې د پاچا په حضور کې راغونډ شول.
4. کله چې د اسراییلو ټول سپین ږیري راغونډ شول، لاویانو د لوظ صندوق پورته کړ
5. او هغه یې د خدای کور ته یووړ. کاهنانو او لاویانو هم د څښتن سپېڅلې خېمه او د هغې ټول سپېڅلی سامان د خدای کور ته راوړ.
6. سلیمان پاچا او د اسراییلو ټول قوم د لوظ د صندوق مخې ته راغونډ شول او دومره ډېر پسونه او غویان یې قرباني کړل چې نه شمېرل کېدل.
7. کاهنانو د څښتن د لوظ صندوق خپل ځای ته چې د خدای په کور کې ؤ، یعنې دننه ډېر سپېڅلي ځای ته راوړ او هغه یې د اسماني مخلوقاتو د وزرونو لاندې کېښود.
8. اسماني مخلوقاتو خپل وزرونه په هغه ځای باندې چې هلته د لوظ صندوق ؤ، خپاره کړل. هغوی په صندوق او د هغه په وړونکو میلو باندې سیوری واچاوه.
9. میلې دومره اوږدې وې چې د هغوی سرونه د خدای د کور د اصلي سالون څخه چې ډېر سپېڅلي ځای ته مخامخ ؤ لیدل کېدلې، خو د کوم بل ځای څخه نه لیدل کېدلې. هغه میلې تر نن ورځې پورې په هغه ځای کې دي.
10. د لوظ په صندوق کې بل هېڅ شی نه ؤ، پرته د تیږو د هغو دوو لوحو څخه چې موسی د سینا په غره کې په هغه کې ایښې وې، چېرته چې څښتن د اسراییلو د خلکو د مصر څخه د وتلو وروسته د هغوی سره لوظ وکړ.
11. -
13. د هرې ډلې کاهنانو خپل ځانونه پاک کړي وو. ټولو لاوي ساز غږوونکو یعنې اساف، هیمان، یدوتون او د هغوی زامنو او خپلوانو د ښه کتان کالي اغوستي وو. هغوی د قربانۍ د ځای ختیځ خواته ولاړ وو او تالونه، چنګونه او رڅپرکیونه یې غږول. د دغو ساز غږوونکو سره یوسلو شل کاهنان وو او سرني یې غږول.سندرغاړو په پوره ډول د سرنیو، تالونو او رڅپرکیونو سره څښتن ته د ستاینې داسې سندرې ویلې:ځکه څښتن دی نېکد کاهنانو د تګ سره سم د څښتن کور ناڅاپه د ورېځو څخه ډک شو.
14. کاهنانو د ورېځې له امله ونه شو کولای چې خپل خدمت تر سره کړي، ځکه چې د څښتن کور د هغه د جلال نه ډک شوی ؤ.
About دوهم تواریخ Chapter 5
Read دوهم تواریخ Chapter 5 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 5
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 5 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 5?
دوهم تواریخ Chapter 5 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 5 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 14
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 28
- دوهم تواریخ Chapter 15
- دوهم تواریخ Chapter 24
- دوهم تواریخ Chapter 18
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 40
- متلونه Chapter 11
- تثنیه Chapter 28
- شمېر Chapter 20
- حزقیال Chapter 12
- دانیال Chapter 3
- دوهم تواریخ Chapter 2