Read لاویان Chapter 2 Online
Read لاویان Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of لاویان and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
لاویان 2
فصل 2
1. اکله چې ستاسو څخه څوک څښتن ته د غلې دانې نذرانه وړاندې کوي، هغه نذرانه دې د ښو اوړو څخه وي. په هغې باندې دې د زیتونو تېل توی کړي، خوشبویي دې ورباندې واچوي
2. او د هارون زامنو یعنې کاهنانو ته دې وروړي. کاهن به د ټولې خوشبویۍ سره د ښو اوړو څخه چې تېل ورسره ګډ دي یو موټی راواخلي او هغه به د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
3. د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده، دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
4. که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تنور کې پخه شوې وي، باید فطیره وي. هغه باید د داسې ښو اوړو څخه جوړه شوې وي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یا نرۍ ډوډۍ چې د زیتونو تېل ورباندې سولول شوي وي.
5. که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تبۍ باندې پخه شوې وي، هغه دې له داسې ښو اوړو څخه جوړه شي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، مګر فطیره دې وي.
6. هغه ټوټې ټوټې کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ، دا د غلې دانې یوه نذرانه ده.
7. که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په ارکاره باندې پخه شوې وي، هغه دې د ښو اوړو او د زیتونو د تېلو څخه جوړه شي.
8. له دې شیانو څخه چې کومه د غلې دانې نذرانه جوړه شوې وي، هغه څښتن ته راوړئ او کاهن ته یې وړاندې کړئ، هغه به یې د قربانۍ ځای ته یوسي.
9. کاهن به له هغې څخه یوه برخه واخلي او هغه به د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
10. د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده. دا ډېره مقدسه ده. دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
11. هغه د غلې دانې نذرانې چې څښتن ته یې وړاندې کوئ، په هیڅ یوه کې دې خمیره نه وي. تاسو باید په هغو نذرانو کې چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي هیڅ خمیره یا شات استعمال نه کړئ.
12. باید د اولینو غلو دانو څخه چې هر کال یې رېبئ څښتن ته یوه نذرانه راوړئ، خو هغه باید په قربانګاه باندې ونه سوزول شي.
13. د غلې دانې په هرې نذرانې باندې مالګه واچوئ، ځکه چې مالګه د خدای او ستاسو په منځ کې د لوظ استازیتوب کوي. (تاسو باید په خپلو ټولو نذرانو باندې مالګه واچوئ.)
14. کله چې تاسو څښتن ته د اولنیو رېبل شویو غلو دانو نذرانه راوړئ، نو نینې شوې دانې یا میده اوړه ورته وړاندې کړئ.
15. په هغې باندې د زیتونو تېل ورزیات کړئ او خوشبویي ورباندې واچوئ. دا د غلې دانې یوه نذرانه ده.
16. کاهن به د میده اوړو او تېلو یوه برخه د نمونې په توګه د ټولې خوشبویۍ سره یوځای د یوې نذرانې په توګه وسوزوي.
About لاویان Chapter 2
Read لاویان Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of لاویان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: لاویان
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading لاویان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading لاویان Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is لاویان Chapter 2?
لاویان Chapter 2 is part of the Book of لاویان in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete لاویان Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from لاویان
- لاویان Chapter 6
- لاویان Chapter 2
- لاویان Chapter 13
- لاویان Chapter 19
- لاویان Chapter 6
- لاویان Chapter 18
- لاویان Chapter 8