دوهم تواریخ Chapter 16

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 16 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 16

فصل 16

1. د اسا د پاچاهۍ په شپږ دېرشم کال د اسراییلو پاچا بعشا په یهودا باندې حمله وکړه او د رامه ښار یې ونیو. هغه دا ښار قوي کړ، د دې دپاره چې د یهودا د ټولو خلکو د تګ راتګ مخه ونیسي.

2. نو اسا پاچا هغه سپین زر او سره زر چې د څښتن د کور او د خپلې ماڼۍ په خزانو کې وو واخیستل. بیا یې هغه دمشق ته د سوریې پاچا بنهدد ته د دې پیغام سره ولېږل:

3. «زما او ستاسو ترمنځ دې داسې یو تړون وي لکه څنګه چې زما د پلار او ستاسو د پلار ترمنځ ؤ. ګورئ! زه تاسو ته سپین او سره زر درلېږم. نو خپل تړون اوس د اسراییلو د پاچا بعشا سره مات کړئ، ترڅو هغه خپلې لښکرې زما د سیمې څخه وباسي.»

4. بنهدد پاچا د اسا غوښتنه ومنله او خپل قوماندانان او لښکرې یې ولېږلې چې د اسراییلو په ښارونو باندې حمله وکړي. هغوی عیون، دان، آبل مایم او د نفتالي ټول هغه ښارونه ونیول چې ګودامونه په کې وو.

5. کله چې بعشا له دې څخه خبر شو، هغه د رامه ښار د قوي کولو نه لاس واخیست او کار یې بس کړ.

6. بیا اسا پاچا د ټولې یهودا څخه سړي راغونډ کړل او په هغوی باندې یې هغه تیږې او تیرونه یووړل چې بعشا په رامه کې ورڅخه کار اخیست او هغوی دا د جبع او مصفه د ښارونو په قوي کولو کې ولګول.

7. په هغه وخت کې حناني نبي اسا ته ورغی او ورته ویې ویل: «تا د خپل څښتن خدای په ځای د سوریې په پاچا باندې تکیه کړې ده. اوس د سوریې لښکرې ستا له لاسه وتلې دي.

8. په یاد دې دي چې د ایتوپیایانو او د لیبیایانو لښکرې چې زیات شمېر جنګي ګاډۍ او اس سواران یې درلودل، څومره زورورې وې؟ خو هغه وخت تا په څښتن باندې توکل وکړ چې مرسته درسره وکړي او هغوی ته دې ماتې ورکړه.

9. څښتن په ځیر سره ټولې نړۍ ته ګوري او هغو خلکو ته قوت ورکوي چې هغه ته وفادار دي. تا د کم عقلتوب کار کړی دی، نو له دې څخه وروسته به تل په جګړه کې یې.»

10. کله چې اسا دا خبرې واورېدلې، هغه دومره په نبي باندې په قهر شو چې حناني یې په زندان کې واچاوه. د هماغه وخت نه اسا په ځینو خلکو باندې خپل ظلمونه پیل کړل.

11. اسا چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې له شروع نه تر پایه پورې هرڅه وکړل هغه د یهودا او د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

12. اسا د خپلې پاچاهۍ په نهه دېرشم کال د پښو په یوې سختې ناروغۍ اخته شو. خو حتی په هغه وخت کې هم د مرستې دپاره هغه څښتن ته نه، بلکې ډاکترانو ته رجوع وکړه.

13. دوه کاله وروسته هغه مړ شو.

14. هغوی د هغه په مړي باندې ډول ډول خوشبویي او عطرونه لګولي وو او د هغه د درنښت دپاره یې یو ډېر لوی اور بل کړ. هغه د داود په ښار کې په هغه قبر کې ښخ شو چې هغه د خپل ځان دپاره جوړ کړی ؤ.

About دوهم تواریخ Chapter 16

Read دوهم تواریخ Chapter 16 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 16
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 16 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 16?

دوهم تواریخ Chapter 16 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 16 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 18
  5. دوهم تواریخ Chapter 9
  6. دوهم تواریخ Chapter 6
  7. دوهم تواریخ Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. اول سموئیل Chapter 8
  2. ایوب Chapter 29
  3. نحمیا Chapter 1
  4. زبور Chapter 18
  5. قاضیان Chapter 7
  6. اول سموئیل Chapter 22
  7. متلونه Chapter 17

Related Chapters & Readings

  1. یشوع Chapter 23
  2. اعمال رسولان Chapter 4
  3. زبور Chapter 14
  4. یشوع Chapter 17
  5. زبور Chapter 150
  6. زبور Chapter 3
  7. لاویان Chapter 16
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *