Read واعظ Chapter 2 Online
Read واعظ Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of واعظ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
واعظ 2
فصل 2
1. له ځان سره مې وویل: «راځه چې عیش او عشرت وازمایم ترڅو له ژوند نه خوند واخلم.» خو چې ومې لیدل دا حالت هم لوګی او پوکی ؤ.
2. نو ما فکر وکړ چېخندا او خوشحالي جهالت دیاو د عیش او عشرت ګټه څه ده؟
3. په داسې حال کې چې حکمت لا هم زما د زړه لارښوونه کوله، نو ومې غوښتل دا وڅېړم چې څنګه ځان په شرابو خوشحاله او په حماقت کې ډوب کړم. غوښتل مې وګورم چې د انسانانو دپاره څه شی ښه دی چې د خپل ژوند په لنډه موده کې یې تر سره کړي.
4. ما د خپل ځان دپاره لوی لوی کارونه وکړل. ما کورونه ودان کړل او د انګورو تاکونه مې کښېنول.
5. د ځان دپاره مې باغونه او پارکونه جوړ کړل او په هغو کې مې ډول ډول د مېوو ونې کښېنولې.
6. ما د راشنو شوو ونو د خړوبولو دپاره د اوبو ډنډونه جوړ کړل.
7. ما غلامان او وینځې واخیستلې او په کور کې مې نور غلامان او وینځې هم زېږېدلې وې. زه د ډېرو رمو او پادو خاوند شوم. زما څاروي دومره ډېر وو چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېچا نه درلودل.
8. ما د خپل لاس لاندې سیمو څخه د ځان دپاره سره او سپین زر او د پاچاهانو شتمني راټوله کړه. ما ښځینه او نارینه سندرغاړي راټول کړل او خپل حرمسرای مې له ښایسته ښځو نه ډک کړ چې سړو یې د عیش او عشرت ارمان کاوه.
9. نو زه دومره لوی او ځواکمن شوم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې داسې ځواکمن سړی نه ؤ تېر شوی او ما خپل حکمت هم له لاسه ورنه کړ.
10. ما د خپل زړه هر ارمان پوره کاوه. ما د هېڅ ډول عیش او عشرت نه ځان بې برخې نه کړ. زه د دې ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو څخه چې ما تر سره کړي وو، خوشحاله وم او دا خوشحالي زما د دې زحمتونو انعام ؤ.
11. نو بیا مې په خپلو ټولو هغو کارونو چې ما کړي وو او ټولو هغو زحمتونو چې د هغو د تر لاسه کولو دپاره مې ویستلي وو، فکر وکړ. نو ومې لیدل چې دا هرڅه لوګی او پوکی، په باد پسې منډې وهل او د اسمان لاندې د هېڅ ګټې تر لاسه کول وو.
12. بیا ما پرېکړه وکړه چې په حکمت، جهالت او حماقت باندې غور او فکر وکړم. ځکه کوم کس چې له پاچا څخه وروسته راځي هغه نور څه کولای شي، پرته له هغه څه چې پخوا هم شوي وو؟
13. نو ماته معلومه شوه چېلکه څنګه چې په رڼا کې له تیارې نه ګټه ډېره دههمداسې په حکمت کې د حماقت نه ګټه ډېره ده
14. هوښیار انسان په رڼا کې روان ويخو کم عقل انسان په تیاره کې روان وينو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې د دواړو انجام یو دی.
15. بیا مې له ځان سره وویل: «هغه څه چې په کم عقل انسان باندې پېښیږي په ما به هم پېښ شي. بیا نو زه د حکمت په حاصلولو سره څه ګټه تر لاسه کوم؟» او بیا مې له ځان سره وویل: «دا حالت هم لوګی او پوکی دی.»
16. ځکه داسې وخت به راشي چې هوښیار انسان به هم د کم عقل انسان په شان تل په یاد پاتې نه شي او دواړه به هېر شي. افسوس چې هوښیار انسان به هم لکه د کم عقل انسان په شان مړ کیږي.
17. نو بیا مې زړه له ژوند نه تور شو، ځکه هغه څه چې د اسمان لاندې تر سره کیږي زه یې ډېر په تکلیف کړی وم. نو دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.
18. د هغو ټولو شیانو دپاره چې د هغو په خاطر مې د یو مزدور په څېر د اسمان لاندې زحمتونه ویستلي وو، زما سره کرکه پیدا شوه، ځکه چې دا هرڅه باید هغه چا ته پرېږدم چې زما څخه وروسته راځي.
19. څوک پوهیږي چې دغه کس به هوښیار وي یا احمق؟ خو بیا به هم هغه د ټولو هغو شیانو خاوند شي د کوم دپاره چې ما د اسمان لاندې زیار او زحمت ویستلی دی او له خپل حکمت نه مې کار اخیستلی دی، ترڅو هغه تر لاسه کړم. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
20. نو بیا ما په دې اړه فکر وکړ او زه د هغو ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو څخه ناهیلی شوم چې د اسمان لاندې مې ویستلي وو.
21. دا ځکه چې یو انسان به په حکمت، پوهې او لیاقت سره زیار او زحمت وباسي او یو څه به حاصل کړي، خو وروسته به خپله برخه هغه چاته پرېږدي چې د هغو دپاره یې هېڅ زیار او زحمت نه دی ویستلی. نو دا حالت هم لوګی او پوکی او لویه بدبختي ده.
22. نو انسان د دې ټولو زحمتونو او هلو ځلو څخه چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسي، څه تر لاسه کوي؟
23. هغه د دردونو نه ډکې ورځې تېروي او ټول کارونه یې سخت او له کړاوونو نه ډک دي. حتی د شپې له خوا به هم د هغه زړه ارامه نه وي. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
24. نو دا ټول نعمتونه چې انسان یې خوري او څښي او له خپل زیار او زحمت نه خوند اخلي، د هغه له خوا نه دي، بلکې لکه څنګه چې ماته معلومه شوه، د خدای له خوا دي.
25. په حقیقت کې، هېڅوک زما په شان نه شي کولای چې څه وخوري او له خپل ژوند نه خوند واخلي.
26. ځکه هرڅوک چې خدای راضي او خوشحاله کړي، نو خدای هم هغه ته پوهه، حکمت او خوشحالي ورکوي. خو ګناهکارانو ته د مال او دولت د راټولولو او ذخیره کولو سخت کار ور په برخه کوي او بیا یې ترې نه بېرته اخلي او هغه چا ته یې ورکوي چې خدای ترې راضي او خوشحاله وي. نو دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.
About واعظ Chapter 2
Read واعظ Chapter 2 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of واعظ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: واعظ
Chapter: 2
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading واعظ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading واعظ Chapter 2 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is واعظ Chapter 2?
واعظ Chapter 2 is part of the Book of واعظ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete واعظ Chapter 2 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زوړ عهد
- ارمیا Chapter 12
- ارمیا Chapter 21
- زبور Chapter 22
- اول پادشاهان Chapter 5
- لاویان Chapter 10
- لاویان Chapter 8
- لاویان Chapter 9
Explore More from واعظ
- واعظ Chapter 11
- واعظ Chapter 9
- واعظ Chapter 12
- واعظ Chapter 4
- واعظ Chapter 9
- واعظ Chapter 2
- واعظ Chapter 6