Read مکاشفه Chapter 17 Online
Read مکاشفه Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مکاشفه 17
فصل 17
1. بیا د هغو اووه فرښتو څخه چې جامونه یې په لاس کې وو، یوه یې ماته راغله او راته ویې ویل: «راشه، چې زه درته هغه مشهوره بدلمنه چې ډېرو سیندونو ته نژدې ناسته ده او سزا به ورته ورکول کیږي، دروښایم.
2. د ځمکې پاچاهانو د هغې سره زنا کړې ده او د نړۍ خلک د هغې د زناکارۍ د شرابو په څښلو نشه شوي دي.»
3. روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم او هغې فرښتې زه دښتې ته بوتلم. هلته ما یوه ښځه ولیدله چې په یو ځناور باندې چې سور رنګ یې ؤ، سپره وه. هغه ځناور اووه سرونه او لس ښکرونه لرل او په ټول بدن باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو.
4. هغې ښځې بانجاني او سره کالي اغوستي وو او په سرو زرو، زېوراتو او مرغلرو باندې سینګار شوې وه. د هغې په لاس کې د سرو زرو پیاله وه چې د کرکې وړ کارونو او د هغې د زناکارۍ د ناپاکۍ څخه ډکه وه.
5. د هغې په تندي باندې د پټ راز نه ډک یو نوم لیکل شوی ؤ: «لوی څپرکیل، د ټولو بدلمنو او د ځمکې په مخ د ټولو د کرکې وړ کارونو مور.»
6. ما ولیدل چې هغه ښځه د خدای د سپېڅلو خلکو په وینه او د عیسی د شهیدانو په وینه نشه وه. کله چې ما هغه ولیدله نو ډېر حیران شوم.
7. خو هغې فرښتې راته وویل: «ته ولې دومره حیران شوې؟ زه به تاته د هغې ښځې او د هغه ځناور چې اووه سرونه او لس ښکرونه لري او هغه ښځه ورباندې سپره ده، پټ راز ښکاره کړم.
8. هغه ځناور چې تا ولیده، یو وخت ؤ خو اوس نشته او هغه به د بې پایه کندې څخه راپورته شي او هلاک به شي. هغه خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي او نومونه یې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې د ژوندون په کتاب کې نه وي لیکل شوي، نو هغوی به د دې ځناور په لیدلو سره حیران شي، ځکه چې هغه یو وخت ؤ او اوس نشته، خو بیاهم هغه به بیا راښکاره شي.
9. په دې شیانو باندې د پوهېدلو دپاره حکمت په کار دی. دا اووه سرونه د هغو اووه غونډیو استازیتوب کوي چې هغه ښځه ورباندې کښېني. هغوی هم د اووه پاچاهانو په معنی دي،
10. چې پنځه یې د پاچاهۍ څخه لېرې شوي دي او یو یې اوس هم پاچاهي کوي او اووم یې لا تر اوسه نه دی راغلی او کله چې راشي، نو هغه باید د لږ وخت دپاره وي.
11. هغه ځناور چې یو وخت ژوندی ؤ خو اوس ژوندی نه دی، هغه اتم پاچا دی او د هغو اووه تنو څخه دی او هغه به هلاک شي.
12. هغه لس ښکرونه چې تا ولیدل، دا هغه لس پاچاهان دي چې تر اوسه لا پاچاهۍ ته نه دي رسېدلي، خو هغوی ته به د ځناور سره په پاچاهۍ کې د یو ساعت دپاره اختیار ورکړل شي.
13. ځکه چې د هغوی ټولو مقصد یو دی، چې خپل قدرت او اختیار به هغه ځناور ته ورکوي.
14. هغوی به د وري سره جنګ وکړي، خو وری به په هغوی باندې بریالی شي، ځکه چې هغه د څښتنانو څښتن او د پاچاهانو پاچا دی او کوم کسان چې په دې بریالیتوب کې ورسره دي، د هغه بلل شوي، غوره شوي، او وفادار پیروان دي.»
15. بیا هغې فرښتې ماته وویل: «تا چې کومې اوبه ولیدلې چې هغه بدلمنه ورباندې ناسته وه، هغه قومونه، ولسونه، نژادونه او ژبې دي.
16. هغه لس ښکرونه چې تا ولیدل او هغه ځناور به د هغې بدلمنې څخه کرکه وکړي. هغوی به د هغې نه هرڅه واخلي او هغه به لوڅه پرېږدي. هغوی به د هغې د بدن غوښه وخوري او هغه به په اور کې وسوځوي.
17. ځکه چې خدای د هغوی په زړونو کې دا غوښتنه او اراده پیدا کړې وه چې په یو زړه د خدای د مقصد د پوره کولو دپاره هغه ځناور ته د خپلې پاچاهۍ واک او اختیار ورکړي، ترڅو هغه څه چې خدای په خپل کلام کې ویلي دي هغه رښتیا شي.
18. هغه ښځه چې تاسو ولیدله، دا هماغه لوی ښار دی چې د نړۍ په پاچاهانو حکومت کوي.»
About مکاشفه Chapter 17
Read مکاشفه Chapter 17 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مکاشفه
Chapter: 17
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مکاشفه Chapter 17 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مکاشفه Chapter 17?
مکاشفه Chapter 17 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 17 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مکاشفه
- مکاشفه Chapter 22
- مکاشفه Chapter 15
- مکاشفه Chapter 8
- مکاشفه Chapter 1
- مکاشفه Chapter 13
- مکاشفه Chapter 4
- مکاشفه Chapter 18
Explore More from نوی عهد
- افسیانو ته Chapter 5
- اول پطروس Chapter 5
- فلیپیانو ته Chapter 4
- لوقا Chapter 10
- لوقا Chapter 15
- رومیانو ته Chapter 6
- رومیانو ته Chapter 8