خروج Chapter 20

For English

Read خروج Chapter 20 Online

Read خروج Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of خروج and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

خروج 20

فصل 20

1. خدای پاک خبرې وکړې او د هغه خبرې دا وې:

2. <زه ستاسو څښتن خدای یم او تاسو مې له مصر څخه چې په کې غلامان وئ راوویستلئ.

3. زما څخه پرته د بل خدای عبادت مه کوئ.

4. د خپلو ځانونو دپاره د هیڅ شي په شکل چې هغه په اسمان کې یا په ځمکه باندې یا د ځمکې لاندې په اوبو کې وي بتان مه جوړوئ.

5. هیڅ بت ته سجده یا عبادت مه کوئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای یو غیرتي خدای یم. څوک چې زما څخه کرکه کوي زه به هغوی او د هغوی اولادې ته تر دریم او څلورم نسله پورې سزا ورکړم.

6. مګر زه د هغو زرګونو نسلونو سره چې زما سره مینه کوي او زما امرونو ته غاړه ږدي مینه کوم.

7. زما نوم د بدو مقصدونو دپاره مه استعمالوئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای به هغه چاته سزا ورکړم څوک چې زما نوم په غلطه استعمال کړي.

8. د سبت ورځ ولمانځئ او هغه مقدسه وګڼئ.

9. تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ،

10. مګر اوومه ورځ د ارام کولو ورځ ده چې څښتن خدای ته وقف شوې ده. په دې ورځ به تاسو هیڅ کار نه کوئ، نه تاسو، نه ستاسو زامن یا لورګانې، نه غلامان، نه ستاسو حیوانات، نه هغه بېګانه خلک چې ستاسو په وطن کې اوسیږي.

11. ما څښتن په شپږو ورځو کې ځمکه، اسمان، دریابونه او هرڅه چې په هغو کې دي جوړ کړل، مګر په اوومه ورځ مې ارام وکړ. ځکه ما سبت ته برکت ورکړ او هغه مې مقدس کړ.

12. د خپل پلار او مور احترام کوئ ترڅو تاسو په هغه خاوره کې چې زه یې درکوم زیات عمر ولرئ.

13. قتل مه کوئ.

14. زنا مه کوئ.

15. غلا مه کوئ.

16. د هیچا په ضد د دروغو شهادت مه ورکوئ.

17. د بل سړي کور ته د طمعې په سترګه مه ګورئ. د هغه ښځې، غلامانو، غوایانو، خرو یا هرڅه چې هغه یې لري ورته د طمعې په سترګه مه ګورئ.>

18. کله چې ټولو خلکو د تندر او سرني غږ واورېد او برېښنا او هغه غر یې ولیده چې لوګی ورڅخه پورته کېده، نو هغوی د وېرې د لاسه ولړزېدل او لېرې ودرېدل.

19. هغوی حضرت موسیٰ ته وویل: <که چېرې ته زمونږ سره خبرې وکړې، غوږ به درته ونیسو. مګر مونږ وېرېږو چې که چېرې خدای پاک زمونږ سره خبرې وکړي نو مړه به شو.>

20. حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <مه وېرېږئ. خدای پاک ستاسو د ازمایلو دپاره راغلی دی ترڅو د هغه وېره درسره وي او ګناه ونه کړئ.>

21. خو خلک په یوې لېرې فاصلې کې ودرېدل او حضرت موسیٰ هغې تورې تیارې ته ورنژدې شو چې خدای پاک په کې ؤ.

22. بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اسراییلیانو ته داسې ووایه: تاسو په خپله لیدلي دي چې ما څنګه ستاسو سره د اسمان څخه خبرې وکړې.

23. د ځانونو دپاره د سپینو او سرو زرو خدایان مه جوړوئ چې زما څخه بغیر د هغه عبادت وکړئ.

24. زما دپاره د خاورو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړئ او په هغه باندې خپلې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې او د خپلو رمو او پادو حیوانات قرباني کړئ. هرځای چې زه یې ستاسو دپاره ټاکم چې زما عبادت په کې وکړئ، زه به هلته درشم او تاسو ته به برکت درکوم.

25. که چېرې تاسو زما دپاره د تیږو څخه د قربانۍ ځای جوړوئ نو د تراش شویو تیږو څخه یې مه جوړوئ، ځکه که چېرې په هغو باندې د کوم سامان څخه کار واخلئ هغه به ناپاک کړئ.

26. زما د قربانۍ ځای ته په زینه باندې مه ورخېژئ، ترڅو په هغې باندې ستاسو د شرم ځای ښکاره نه شي.>

About خروج Chapter 20

Read خروج Chapter 20 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of خروج in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: خروج
Chapter: 20
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading خروج. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading خروج Chapter 20 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is خروج Chapter 20?

خروج Chapter 20 is part of the Book of خروج in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete خروج Chapter 20 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from خروج

  1. خروج Chapter 35
  2. خروج Chapter 32
  3. خروج Chapter 3
  4. خروج Chapter 24
  5. خروج Chapter 13
  6. خروج Chapter 12
  7. خروج Chapter 40

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم تواریخ Chapter 20
  2. شمېر Chapter 5
  3. ارمیا Chapter 23
  4. زبور Chapter 38
  5. تثنیه Chapter 12
  6. اول سموئیل Chapter 19
  7. متلونه Chapter 18

Related Chapters & Readings

  1. لاویان Chapter 21
  2. حزقیال Chapter 26
  3. یهودا Chapter 1
  4. زبور Chapter 34
  5. اول تواریخ Chapter 12
  6. واعظ Chapter 1
  7. متی Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *