دوهم تواریخ Chapter 24

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 24 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 24

فصل 24

1. یوآش اووه کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او په اورشلیم کې یې څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور زبیه د بیرشبع د ښار څخه وه.

2. ترڅو پورې چې یهویاداع ژوندی ؤ، یوآش هغه کارونه کول چې څښتن ورباندې خوشحالېده.

3. یهویاداع د یوآش پاچا دپاره دوه ښځې خوښې کړې، بیا یوآش د هغوی څخه د څو زامنو او لوڼو خاوند شو.

4. کله چې د یوآش د پاچاهۍ یو څه موده تېره شوه، هغه پرېکړه وکړه چې د څښتن کور بېرته جوړ کړي.

5. هغه کاهنانو او لاویانو ته حکم وکړ: «د یهودا ښارونو ته لاړ شئ او زر تر زره د خپل خدای د کور د کلنۍ رغونې دپاره د ټولو اسراییلیانو څخه پیسې راټولې کړئ.» خو لاویانو ځنډ وکړ،

6. نو وروسته پاچا مشر کاهن یهویاداع خپل حضور ته راوغوښت او ورته ویې ویل: «تا ولې لاویان د هغې مالیې د راټولولو دپاره چې د خدای خدمتګار موسی په اسراییلیانو باندې ایښې وه، نه دي لېږلي، ترڅو هغه د یهودا او د اورشلیم څخه راټوله کړي او سپېڅلې خېمې ته یې راوړي؟»

7. (د هغې بدکارې ښځې یعنې د عتلیا پیروان د خدای کور ته ننوتي وو او د ټولو سپېڅلو شیانو څخه یې د بعل په عبادت کې کار اخیست.)

8. د پاچا د حکم سره سم یو صندوق جوړ شو او هغه یې د څښتن د کور د دروازې دباندې کېښود.

9. هغوی د اورشلیم او د یهودا ټولو خلکو ته پیغام ولېږه چې څښتن ته هغه مالیه راوړي چې موسی د څښتن خدمتګار د اسراییلو په خلکو باندې په دښته کې ټاکلې وه.

10. خلکو او د هغوی مشرانو چې دا خبره واورېدله، نو خوشحاله شول او هغوی د خپلې مالیې پیسې راوړې او صندوق یې ورڅخه ډک کړ.

11. لاویانو به په منظم ډول صندوق د پاچا درباریانو ته وروړ. هرکله به چې هغه ډکېده، شاهي منشي او د لوی کاهن استازي به پیسې ورڅخه راویستلې او صندوق به یې بېرته په خپل ځای کې کېښود. دا کار به هره ورځ کېده او په دې ډول هغوی ډېرې پیسې راټولې کړې.

12. یوآش او یهویاداع به پیسې هغو سړیو ته ورکولې چې د څښتن د کور د رغونې څارنه یې کوله. هغه پیسې به یې د ګلکارانو، نجارانو، اهنګرانو او د مسګرانو په نیولو کې لګولې.

13. هغوی ټولو ډېر سخت کار وکړ او د خدای کور یې بېرته خپل اصلي حالت ته راوست او هغه یې قوي جوړ کړ.

14. کله چې د بیا رغولو کار پای ته ورسېده، پاتې سره او سپین زر پاچا او یهویاداع ته ورکړل شول. هغوی د هغو څخه د څښتن د کور دپاره د کاسو او نورو لوښو په جوړولو کې کار واخیست، یعنې د هغه د سوځېدونکو نذرانو او د نورو کارونو دپاره.ترڅو پورې چې یهویاداع ژوندی ؤ، د څښتن په کور کې سوځېدونکې نذرانې په منظم ډول وړاندې کېدلې.

15. یهویاداع د زوړوالي عمر ته ورسېده او په یوسلو دېرش کلنۍ کې مړ شو.

16. هغه د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو، ځکه چې هغه د اسراییلو د قوم، د خدای او د خدای د کور دپاره ښه کارونه کړي وو.

17. وروسته له دې چې یهویاداع مړ شو، د یهودا مشران راغلل او پاچا ته یې د درناوي په خاطر خپل سرونه ټیټ کړل. هغوی پاچا راضي کړ چې د هغوی خبرو ته غوږ ونیسي.

18. نو خلکو د څښتن یعنې د هغوی د نیکونو د خدای په کور کې عبادت کول بس کړل او د اشیره او د نورو بتانو عبادت یې پیل کړ. د هغوی د دغه ګناه په سبب د څښتن قهر په یهودا او په اورشلیم باندې نازل شو.

19. څښتن هغوی ته د خبرداري ورکولو دپاره نبیان ورولېږل چې بېرته هغه ته رجوع وکړي، خو خلکو ورته غوږ ونه نیوه.

20. بیا د څښتن روح د یهویاداع کاهن په زوی یعنې په زکریا باندې نازل شو. هغه په داسې ځای کې ودرېده چې خلکو ته ښکاره کېده او غږ یې وکړ: «څښتن خدای پوښتنه کوي: ‹ولې تاسو زما د امرونو څخه سرغړونه کړې ده او په ځان باندې افت راولئ؟ د دې په خاطر چې تاسو زما څخه مخ اړولی، ما هم ستاسو څخه مخ اړولی دی.›»

21. یوآش پاچا د زکریا په خلاف په دسیسه کې ملګری شو او خلکو د پاچا په حکم زکریا د څښتن د کور په حوېلۍ کې سنګسار کړ.

22. پاچا هغه د وفادارۍ خدمتونه هېر کړل چې د زکریا پلار یهویاداع د هغه دپاره کړي وو او هغه زکریا وواژه. زکریا د ځنکدن په وخت کې غږ وکړ: «څښتن دې ستا دا اعمال وویني او ستا نه دې زما بدل واخلي!»

23. د هماغه کال په اخر کې د سوریې لښکرو په یهودا او په اورشلیم باندې حمله وکړه، د قوم ټول مشران یې ووژل او ټول غنیمت یې خپل پاچا ته چې په دمشق کې ؤ، ولېږه.

24. د سوریې لښکر کوچنی ؤ، خو څښتن هغوی پرېښودل چې د یهودا یو ډېر لوی لښکر ته ماتې ورکړي، ځکه چې خلکو د خپلو نیکونو د څښتن خدای څخه مخ اړولی ؤ. په دې ډول یوآش پاچا ته سزا ورکړل شوه.

25. هغه ډېر سخت زخمي شو او کله چې دښمنان لاړل، د هغه دوو درباریانو هغه ته دسیسه جوړه کړه. هغه یې په خپله بستره کې وواژه او د یهویاداع کاهن د زوی د قتل بدل یې ورڅخه واخیست. هغه د داود په ښار کې ښخ شو، خو په شاهي هدیره کې ښخ نه شو.

26. (هغه کسانو چې د هغه په ضد یې دسیسه جوړه کړه، زاباد د شمعت عمونۍ زوی او یهوزاباد د شمریت موآبۍ زوی ؤ.)

27. د یوآش د زامنو کیسې، هغه پېشګویۍ چې د هغه په ضد شوې دي او هغه څنګه د خدای کور بیا جوړ کړ، دا ټول د پاچاهانو د کتاب په تفسیر کې لیکل شوي دي. د هغه زوی امصیا د هغه په ځای پاچا شو.

About دوهم تواریخ Chapter 24

Read دوهم تواریخ Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 24
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 24?

دوهم تواریخ Chapter 24 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 9
  5. دوهم تواریخ Chapter 6
  6. دوهم تواریخ Chapter 19
  7. دوهم تواریخ Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 25
  2. ارمیا Chapter 5
  3. ارمیا Chapter 14
  4. یشوع Chapter 11
  5. یشوع Chapter 18
  6. شمېر Chapter 23
  7. زبور Chapter 123

Related Chapters & Readings

  1. اشعیا Chapter 46
  2. اول تسالونیکیانو ته Chapter 3
  3. اول سموئیل Chapter 8
  4. زبور Chapter 22
  5. یعقوب Chapter 2
  6. ایوب Chapter 32
  7. فلیپیانو ته Chapter 1
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *