دوهم تواریخ Chapter 31

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 31 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 31

فصل 31

1. وروسته له دې چې اختر پای ته ورسېده، د اسراییلو ټول خلک د یهودا هر ښار ته لاړل او د تیږو ستنې یې ماتې کړې، د اشیره بتان یې راوغورځول او د قربانۍ ځایونه او سیمه ییز عبادتځایونه یې وران کړل. هغوی د یهودا په پاتې سیمه کې او د بنیامین، افرایم او منسي په سیمو کې هم همداسې وکړل. بیا هغوی ټول خپلو کورونو ته ستانه شول.

2. حزقیا پاچا د کاهنانو او د لاویانو ډلې بېرته جوړې کړې او په دې ډلو کې هر یو تن ځانګړې وظیفې درلودلې. په دغو وظیفو کې د سوځېدونکو نذرانو او د سولې نذرانو وړاندې کول، د خدای په کور کې په عبادت کې برخه اخیستل، شکرګزاري کول او د کور په دروازو کې ستاینه کول شامل وو.

3. حزقیا پاچا د خپلو رمو او پادو څخه هر سهار او ماښام د سوځېدونکو نذرانو دپاره حیوانات تیارول او همدارنګه د سبت په ورځ، د نوې میاشتې په اختر کې او په هغو نورو اخترونو کې چې د څښتن د شریعت غوښتنه وه، حیوانات برابرول.

4. برسېره پر دې، پاچا د اورشلیم خلکو ته وویل هغه نذرانې راوړي چې کاهنانو او لاویانو یې د اخیستلو حق درلود، ترڅو هغوی وکولای شي چې د څښتن د شریعت د شرطونو د عملي کولو دپاره خپل ټول وخت وقف کړي.

5. څنګه چې حکم ورکړل شو، د اسراییلو قوم د سخاوت له مخې د خپلو لومړنیو ښو غلو دانو، شرابو، د زیتونو تېلو، شاتو او د نورو حاصلاتو څخه سوغاتونه راوړل او هغوی د خپل هر شي عشر هم راوړ.

6. د یهودا او د اسراییلو خلکو چې د یهودا په ښارونو کې اوسېدل، د خپلو پادو او رمو عشر راوړ او د هغو سوغاتونو عشر یې هم راوړ چې خپل څښتن خدای ته یې وقف کړي وو. هغه سوغاتونه یې په انبارونو کې کېښودل.

7. په درېمه میاشت د سوغاتونو رارسېدل پیل او په راتلونکو څلورو میاشتو کې سره انبار شول.

8. کله چې حزقیا پاچا او د هغه درباریانو ولیدل چې دومره سوغاتونه ورکړل شوي دي، هغوی د څښتن او د هغه د قوم یعنې د اسراییلو ستاینه وکړه.

9. پاچا د کاهنانو او د لاویانو څخه د دغو سوغاتونو په هکله پوښتنه وکړه

10. او عزریا چې مشر کاهن او د صادوق د اولادې څخه ؤ، پاچا ته وویل: «د هغه وخت راهیسې چې خلکو د خدای کور ته د خپلو نذرانو راوړل پیل کړل، مونږ په پوره اندازه وخوړل، خو اوس هم ډېر شیان پاتې دي. دا له دې امله چې څښتن خپلو خلکو ته برکت ورکړی دی.»

11. هغوی د پاچا په حکم د خدای په کور کې ګودامونه تیار کړل

12. او په هغو کې یې ټولې اعانې، عشر او وقف شوي شیان کېښودل. هغوی په دې کار کې صادق وو. هغوی یو لاوي چې کوننیا نومېده د هغو مسوول وټاکه او د هغه ورور یعنې شمعي یې د هغه مرستیال وټاکه.

13. لسو تنو لاویانو ته د هغوی تر لاس لاندې کار وسپارل شو چې دا یې نومونه دي: یحییل، عززیا، نحت، عساهیل، یریموت، یوزاباد، ایلییل، یسمخیا، محت او بنایاه. دا ټول کارونه د حزقیا پاچا او د مشر کاهن یعنې د عزریا تر واک لاندې وشول.

14. د یمنه زوی قوری یو لاوي ؤ چې د خدای د کور د ختیځې دروازې د ساتونکو مشر ؤ. هغه د هغو سوغاتونو او ډېرو سپېڅلو نذرانو د اخیستلو او وېشلو مسوول ؤ چې څښتن ته وړاندې کېدل.

15. د یهودا په نورو ښارونو کې چې کاهنان په کې اوسېدل، د هغه سره په دې کار کې د نورو لاویانو له خوا په وفادارۍ سره مرسته کوله چې نومونه یې دا دي: عدن، منیامین، یشوع، شمعیه، امریا او شکنیا. هغوی خپلو لاویانو ملګرو ته، زړو او ځوانانو ته یوشان د هغوی د ډلو له مخې خواړه وېشل.

16. دا وېش د طایفو له مخې نه وو، بلکې هغوی ټولو هغو نارینو ته یوه یوه برخه ورکوله چې عمرونه یې درې کاله یا د هغې څخه زیات وو یعنې هغو لاویانو ته چې د خپلو ډلو سره سم یې د خدای په کور کې ورځني مسوولیتونه په غاړه درلودل.

17. کاهنانو ته طایفه په طایفه خپلې وظیفې وسپارل شوې او هغو لاویانو ته چې عمرونه یې شل کاله یا زیات وو، هغوی ته ډله په ډله وظیفې وسپارل شوې.

18. په نسب نامو کې د هغوی د کوچنيو ماشومانو او د هغوی د ښځو، زامنو او لورګانو نومونه یعنې ټوله ټولنه شامله وه، ځکه چې هغوی هم د خپلو ځانونو په پاک ساتلو کې وفادار وو او د څښتن د خدمت دپاره د منلو وړ وو.

19. د هغو کاهنانو په منځ کې چې په هغو ښارونو کې اوسېدل چې د هارون اولادې ته ورکړل شوي وو یا په هغو څړځایونو کې چې په دغو ښارونو پورې تړلي وو، داسې مسوول کسان وو چې د کاهنانو په کورنیو کې یې ټولو نارینوو ته او هغو ټولو خلکو ته خواړه وېشل چې د لاویانو په نسب نامو کې یې نومونه لیکلي وو.

20. حزقیا پاچا په ټوله یهودا کې ښه او نېک او داسې د وفادارۍ کارونه کول چې د هغه څښتن خدای ورباندې خوشحالېده.

21. هرڅه چې هغه د خدای د کور دپاره یا د شریعت د حکمونو د عملي کولو دپاره وکړل، هغه خپل خدای ته رجوع کوله او دا کارونه یې د زړه له کومي وکړل. نو ځکه په دې ټولو کارونو کې بریالی ؤ.

About دوهم تواریخ Chapter 31

Read دوهم تواریخ Chapter 31 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 31
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 31 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 31?

دوهم تواریخ Chapter 31 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 31 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 28
  4. دوهم تواریخ Chapter 18
  5. دوهم تواریخ Chapter 10
  6. دوهم تواریخ Chapter 15
  7. دوهم تواریخ Chapter 24

Explore More from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 6
  2. دوهم تواریخ Chapter 29
  3. اول سموئیل Chapter 31
  4. ارمیا Chapter 27
  5. لاویان Chapter 2
  6. دانیال Chapter 11
  7. ارمیا Chapter 36

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 11
  2. زبور Chapter 60
  3. تثنیه Chapter 27
  4. نحمیا Chapter 11
  5. حزقیال Chapter 47
  6. پیدایښت Chapter 47
  7. واعظ Chapter 5
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *