دوهم تواریخ Chapter 4

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 4 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 4

فصل 4

1. سلیمان د برنجو څخه د قربانۍ ځای جوړ کړ چې اندازه یې نهه متره مربع او لوړوالی یې څلورنیم متره ؤ.

2. هغه د برنجو څخه یوه ګرده ټانکۍ هم جوړه کړه چې ژوروالی یې دوه متره او شل سانتي، قطر یې څلورنیم متره او ګردچاپېر یې دیارلس نیم متره ؤ.

3. د ټانکۍ د غاړې ګردچاپېره په دوو قطارونو کې لاندې او باندې ښکلي کړای شوې وه. دا ښکلا د غویانو په شکل وه او د ټانکۍ د نورو برخو سره یوځای قالب شوي وو.

4. ټانکۍ د دولسو برنجي غویانو په شا باندې ولاړه وه چې درې یې شمال ته، درې یې جنوب ته، درې یې ختیځ ته او درې یې لوېدیځ ته مخامخ وو. ټانکۍ د هغو دپاسه وه او د هغو سرونه بیرون خواته وو.

5. د هغه پنډوالی پنځه اویا ملي متره ؤ او څنډه یې د جام د څنډې په شان وه، لکه د سوسن د غوړېدلي ګل په شان. په دې ټانکۍ کې د شپېته زرو لیترو نه زیاتې اوبه ځایېدلې.

6. هغه لس تشتونه هم جوړ کړل چې پنځه دانې یې د کور جنوب خواته کېښودل شي او پنځه شمال خواته. د هغو څخه به د داسې حیواناتو د بدن د برخو په کنګالولو کې کار اخیستل کېده چې د سوځېدونکو نذرانو دپاره وو. په ټانکۍ کې اوبه د کاهنانو دپاره وې چې د ځان د وینځلو دپاره ورڅخه کار واخلي.

7. د پلان سره سم لس د سرو زرو څراغدانونه هم جوړ شول. سلیمان دا څراغدانونه د خدای د کور په منځ کې کېښودل. هغه د اصلي سالون دواړو خواوو ته پنځه، پنځه دانې څراغدانونه کېښودل.

8. هغه لس مېزونه هم جوړ کړل او په اصلي سالون کې یې کېښودل، یعنې دواړو خواوو ته یې پنځه، پنځه مېزونه کېښودل. بیا هغه د سرو زرو څخه سل دانې د وینې د شیندلو کاسې هم جوړې کړې.

9. سلیمان د دوه حوېلیو د جوړولو حکم ورکړ: یوه کوچنۍ حوېلۍ چې یوازې کاهنان ورڅخه کار واخلي او یوه لویه حوېلۍ. د دې حوېلیو دروازې په برنجو پوښل شوې وې.

10. ټانکۍ د کور جنوب ختیځ کنج ته نژدې ځای په ځای کړای شوه.

11. حورام همدارنګه تشتونه، بېلچې او د وینو د شیندلو کاسې جوړې کړې.نو حورام هغه کارونه پای ته ورسول چې د سلیمان پاچا دپاره یې د خدای د کور په خاطر په خپله غاړه اخیستي وو:

12. دوه ستنېد ستنو په سر باندې د کاسو په شان دوه تاجونهد جالیو دوه سېټونه، د ستنو په سر باندې د کاسو په شان دوه تاجونه د سینګارولو دپاره

13. د دوو سېټونو جالیو دپاره څلور سوه برنجي انار. (د هرې جالۍ دپاره د برنجي انارو دوه قطارونه چې د ستنو په سر باندې د کاسو په شان تاجونه د ښکلا دپاره وو.)

14. هغه ګاډۍ د هغو د تشتونو سره هم جوړې کړې

15. ټانکۍ او د هغې لاندې دولس برنجي غویان

16. د سرو ایرو دپاره لوښي او همدارنګه بېلچې او د غوښې قاشق پنجېد څښتن د کور ټول سامان چې حورام د سلیمان پاچا دپاره جوړ کړی ؤ، د صیقل شویو برنجو څخه ؤ.

17. دا شیان پاچا د اردن په دره کې د سوکوت او صریده ترمنځ د خاورې په قالبونو کې جوړ کړي وو.

18. دومره ډېر شیان جوړ شول چې هېچا د هغو برنجو ټول وزن معلوم نه کړ چې ورڅخه کار اخیستل کېده.

19. همدارنګه سلیمان د خدای د کور دپاره ټول سامان جوړ کړ: د قربانۍ ځای د سرو زرو څخه او مېزونه چې هغه سپېڅلې ډوډۍ به ورباندې ایښودل کېدله چې خدای ته به نذرانه کېدله.

20. د سوچه سرو زرو څراغدانونه او څراغونه چې د پلان سره سم به د ډېر سپېڅلي ځای په مخکې بلېدل؛

21. د ګلانو نقشونه، څراغونه او انبورونه – ټول د سوچه سرو زرو؛

22. د سوچه سرو زرو د پلتې پاکوونکي، د وینو د شیندلو کاسې، د خوشبویۍ پشقابونه او د اور لوښي. د خدای د کور ډېر سپېڅلي ځای او د اصلي سالون دروازې هم د سرو زرو څخه تیارې شوې.

About دوهم تواریخ Chapter 4

Read دوهم تواریخ Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 4?

دوهم تواریخ Chapter 4 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 18
  5. دوهم تواریخ Chapter 9
  6. دوهم تواریخ Chapter 6
  7. دوهم تواریخ Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. زبور Chapter 35
  2. پیدایښت Chapter 18
  3. ارمیا Chapter 6
  4. دوهم سموئیل Chapter 17
  5. اول تواریخ Chapter 14
  6. متلونه Chapter 10
  7. ملاکي Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. دوهم تواریخ Chapter 20
  2. زبور Chapter 122
  3. یعقوب Chapter 1
  4. اشعیا Chapter 4
  5. ایوب Chapter 5
  6. عبرانیانو ته Chapter 9
  7. پیدایښت Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *