Read دوهم تواریخ Chapter 14 Online
Read دوهم تواریخ Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تواریخ 14
فصل 14
1. ابیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د هغه زوی اسا د هغه په ځای پاچا شو. د هغه په وخت کې په یهودا کې لس کاله سوله وه.
2. اسا هغه کارونه کول چې د څښتن خدای په نظر کې ښه او سم وو.
3. هغه د پردیو خدایانو د قربانۍ او بتانو ته د عبادت ځایونه وران کړل. هغه د تیږو ستنې ټوټې ټوټې کړې او د اشیره بتان یې راوغورځول.
4. هغه د یهودا په خلکو باندې امر وکړ چې د څښتن یعنې د خپلو نیکونو د خدای عبادت وکړي او د هغه قوانینو او حکمونو ته غاړه کېږدي.
5. هغه د یهودا په ټولو ښارګوټو کې د عبادت سیمه ییز ځایونه او د خوشبویۍ قربانګاوې ورانې کړې. له دې امله د هغه د پاچاهۍ په وخت کې امن او ارامي وه.
6. د اسا د پاچاهۍ په وخت کې د یهودا په سیمه کې ارامي وه. په هغه وخت کې هغه په یهودیه کې قوي ښارونه جوړ کړل او څو کاله هلته جنګ نه ؤ، ځکه چې څښتن هغوی ته ارامي ورکړې وه.
7. هغه د یهودا خلکو ته وویل: «راځئ چې د دې ښارونو دپاره دېوالونه او د څارنې برجونه جوړ کړو او داسې دروازې ورته جوړې کړو چې په اړمونو بندیږي. دا هېواد تر اوسه پورې زمونږ دی، ځکه چې مونږ خپل څښتن خدای ته رجوع کړې ده. هغه د ټولو دښمنانو څخه په ارامۍ کې ساتلي یو.» خلکو ښارونه آباد کړل او نېکمرغه شول.
8. اسا یو لوی لښکر درلود: د هغوی څخه درې سوه زره تنه د یهودا د قبیلې څخه وو او لوی سپرونه او نېزې ورسره وې. دوه لکه او اتیا زره تنه د بنیامین د قبیلې څخه وو او کوچني سپرونه او لیندې ورسره وې. هغوی ټول زړور جنګیالي وو.
9. زارح ایتوپیایي د یو میلیون کسیزه لښکر او درې سوه جنګي ګاډیو سره په یهودا باندې حمله وکړه او تر مریشه پورې یې پرمختګ وکړ.
10. اسا حرکت وکړ چې د هغه سره وجنګیږي او دواړې خواوې مریشه ته نژدې د صفاته په دره کې، ځای په ځای شوې.
11. اسا خپل څښتن خدای ته زاري وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، یوازې ته د یو کمزوري لښکر سره مرسته کولای شې چې یو قوي لښکر ته ماتې ورکړي. ای زمونږ څښتن خدایه، مونږ ستا په مرستې باندې تکیه کوو. مونږ ستا په نوم د دې قوي لښکر سره د جنګ دپاره راغلي یو او مونږ پوهېږو چې ته به ماتې نه خورې. ته زمونږ څښتن خدای یې.»
12. نو څښتن د ایتوپیایانو لښکرو ته د اسا او یهودا د لښکرو په لاس ماتې ورکړه او هغوی وتښتېدل.
13. بیا اسا او د هغه عسکرو هغوی تر جرار پورې تعقیب کړل. دومره ډېر ایتوپیایان ووژل شول چې د هغوی لښکر ونه شو کولای چې بېرته سره یو ځای شي او وجنګیږي. څښتن او د هغه لښکر هغوی تباه کړل او هغوی په زیاته اندازه غنیمت ونیو.
14. هغوی وکولای شول چې د جرار د شاوخوا سیمو ښارونه له منځه یوسي، ځکه چې څښتن په دغو خلکو باندې وېره راوستې وه. له دې امله چې دې ښارونو ډېر غنیمت درلود، نو د اسا لښکرو دا ټول لوټ کړل.
15. هغوی په هغو کمپونو باندې هم حمله وکړه چې شپانه په کې اوسېدل او ډېر پسونه، وزې او اوښان یې ونیول. بیا هغوی بېرته اورشلیم ته راستانه شول.
About دوهم تواریخ Chapter 14
Read دوهم تواریخ Chapter 14 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تواریخ
Chapter: 14
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تواریخ Chapter 14 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تواریخ Chapter 14?
دوهم تواریخ Chapter 14 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 14 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تواریخ
- دوهم تواریخ Chapter 2
- دوهم تواریخ Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 19
- دوهم تواریخ Chapter 18
- دوهم تواریخ Chapter 15
- دوهم تواریخ Chapter 11
- دوهم تواریخ Chapter 9
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 24
- عزرا Chapter 4
- قاضیان Chapter 5
- اول سموئیل Chapter 15
- متلونه Chapter 22
- زبور Chapter 44
- واعظ Chapter 8