اول پادشاهان Chapter 6

For English

Read اول پادشاهان Chapter 6 Online

Read اول پادشاهان Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of اول پادشاهان and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

اول پادشاهان 6

فصل 6

1. د مصر څخه د اسراییلو د قوم د وتلو څخه وروسته په څلورسوه اتیاوم کال کې، په اسراییلو باندې د سلیمان د پادشاهۍ په څلورم کال، د زیو په میاشت کې چې د کال دوهمه میاشت ده، هغه د خدای د کور په جوړولو پیل وکړ.

2. هغه کور چې سلیمان د څښتن دپاره جوړ کړی ؤ د هغه اوږدوالی اووه ویشت متره، سور یې نهه متره او لوړوالی یې دیارلس نیم متره ؤ.

3. د خدای د کور مخې ته دالان ؤ چې اوږدوالی یې مساوي ؤ په سور د خدای د کور یعنې نهه متره او سور یې څلورنیم متره ؤ.

4. هغه د خدای د کور په دېوالونو کې لوړې تنګې کړکۍ ګانې جوړې کړې.

5. د خدای د کور په اړخونو او شاته بیروني دېوالونو ته څنګ په څنګ یې یوه درې منزله ودانۍ جوړه کړه.

6. په لاندیني منزل کې هرې کوټې دوه متره او شل سانتي سور، په منځني منزل کې دوه متره او اویا سانتي سور او په پورتني منزل کې درې متره او لس سانتي سور درلود. د خدای د کور دېوال په هر منزل کې نسبت ښکتني منزل ته نری ؤ، ترڅو بې له دې چې په هغه کې تیرونه جوړ شي، کوټې په دېوال باندې ټینګې شي.

7. د کومو تیږو نه چې د څښتن کور جوړ شوی ؤ هغه په کان کې تیارې شوې وې. کله چې د څښتن کور جوړېده، نو د څټکونو، تېشو، یا د اوسپنې د نورو سامانونو اواز هلته نه اورېدل کېده.

8. د ودانۍ د لاندیني منزل د ننوتلو دروازه د خدای د کور په جنوبي اړخ کې وه، چې د زینو په وسیله یې دوهم او دریم منزل ته لاره درلودله.

9. نو په دې توګه سلیمان پادشاه د خدای کور بشپړ کړ. بام یې د صبر د ونو د تیرانو او تختو څخه جوړ کړ.

10. هغه درې منزله ودانۍ چې هر منزل یې دوه متره او شل سانتي لوړوالی درلود، د خدای د کور بیروني دېوالونو ته څنګ په څنګ وه. ودانۍ د دېوالونو سره د صبر د ونو تیرانو په وسیله نښلول شوې وه.

11. څښتن سلیمان ته وویل:

12. <زما د کور په اړه چې ته یې جوړوې، که چېرې زما په ټولو فرمانونو او حکمونو باندې عمل وکړې، نو زه به هغه وعده چې ستا د پلار داود سره مې کړې ده، ستا په وسیله ترسره کړم.

13. او زه به د اسراییلو د قوم په منځ کې په هغه کور چې تا جوړ کړی دی اوسېږم او هغوی به هیڅکله یوازې پرېنږدم!>

14. نو په دې توګه سلیمان پادشاه د خدای کور بشپړ کړ.

15. داخلي دېوالونه د غولي څخه تر چته پورې د صبر د ونو په تختو باندې پوښل شوي وو او د خدای د کور غولی د ناجو په لرګیو باندې پوښل شوی ؤ.

16. داخلي کوټه چې د ډېر مقدس ځای په نوم یادېدله د خدای د کور شاته برخه کې جوړه شوې وه. هغه نهه متره اوږده وه او د صبر د ونو د تختو په وسیله چې د غولي څخه تر چته پورې رسېدلې د اصلي سالون څخه جلا شوې وه.

17. اصلي سالون چې ډېر مقدس ځای ته مخامخ ؤ، اتلس متره اوږدوالی یې درلود.

18. د صبر د ونې تختې د کدوانو او ګلانو په نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وې. ټوله داخلي برخه د صبر په لرګیو باندې پوښل شوې وه، ترڅو چې د دېوالونو تیږې ونه لیدل شي.

19. ډېر مقدس ځای تیار شو چې د څښتن د لوظ صندوق په کې کېږدي.

20. د دې کوټې اوږدوالی نهه متره، سور یې نهه متره او لوړوالی یې نهه متره ؤ. داخلي برخه په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوې وه. په همدې ډول د قربانۍ ځای چې د صبر د تختو څخه جوړ شوی ؤ په سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ.

21. د خدای د کور داخلي برخه په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوې وه او د ډېر مقدس ځای د دروازې مخامخ ته د سرو زرو ځنځیرونه ځای په ځای شوي وو چې هغه ځای هم په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ.

22. د خدای د کور ټوله داخلي برخه په سرو زرو باندې پوښل شوې وه، همدارنګه د قربانۍ ځای هم چې ډېر مقدس ځای په څنګ کې ؤ په سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ.

23. سلیمان دوه کروبیان د زیتون د لرګیو څخه جوړ کړل او په ډېر مقدس ځای کې یې کېښودل. هر یو څلورنیم متره لوړوالی درلود.

24. ‏-

26. دواړه په یوه اندازه او په یو شکل وو او هر یو دوه دوه وزرونه درلودل. د هر یو وزر اوږدوالی دوه متره او شل سانتي ؤ، نو د یو وزر د سر نه د بل وزر تر سره پورې فاصله څلورنیم متره وه.

27. هغه یې په ډېر مقدس ځای کې یو تر بله څنګ په څنګ داسې کېښودل، ترڅو د هغوی دوه غوړېدلي وزرونه د کوټې په منځ کې یو د بله سره ولګیږي او دوه نور وزرونه د دېوالونو سره ولګیږي.

28. دواړه کروبیان په سرو زرو باندې پوښل شوي وو.

29. د اصلي سالون او د ډېر مقدس ځای دېوالونه چارچاپېره د کروبیانو، د خرما د ونو او ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلي کړای شوي وو.

30. د دنننیو او بیرونیو کوټو غولي هم په سرو زرو باندې پوښل شوي وو.

31. سلیمان د ډېر مقدس ځای د ننوتلو په دروازه کې یوه دوه پله یي دروازه چې د زیتون د لرګیو څخه جوړه شوې وه کېښودله، چې پنځه اړخیزه بازوګان او سرطاق یې درلودل.

32. دوه پله یي دروازه د کروبیانو، د خرما د ونو او ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وه. هغه دروازه، کروبیان او د خرما ونې په ټکول شویو سرو زرو باندې پوښل شوي وو.

33. په هماغه ډول اصلي سالون ته د ننوتلو د دروازې چوکاټ د زیتون د لرګیو څخه په شکل د مستطیل جوړ شوی ؤ.

34. همدارنګه دوه دروازې وې چې د ناجو د لرګیو څخه جوړې شوې وې. هرې دروازې دوه داسې برخې درلودلې چې چپراسونه یې درلودل.

35. دا دروازې د کروبیانو، د خرما د ونو او د ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وې چې یو برابر په سرو زرو باندې پوښل شوې وې.

36. د عبادت ځای داخلي انګړ ګردچاپېره یو دېوال ؤ. هغه دېوال د درې طبقو توږل شویو تیږو او د یوې طبقې د صبر د تیرانو څخه جوړ شوی ؤ.

37. د خدای د کور تهداب د سلیمان د پادشاهۍ په څلورم کال د زیو په میاشت کې چې د کال دوهمه میاشت وه کېښودل شو.

38. د سلیمان د پادشاهۍ په یوولسم کال د بول په میاشت کې چې د کال اتمه میاشت وه، د خدای د کور د جوړېدلو کار کټ مټ د پلان په مطابق په بشپړه توګه سرته ورسېده. سلیمان اووه کاله د هغه په جوړولو باندې ولګول.

About اول پادشاهان Chapter 6

Read اول پادشاهان Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of اول پادشاهان in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: اول پادشاهان
Chapter: 6
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading اول پادشاهان. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading اول پادشاهان Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is اول پادشاهان Chapter 6?

اول پادشاهان Chapter 6 is part of the Book of اول پادشاهان in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete اول پادشاهان Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from اول پادشاهان

  1. اول پادشاهان Chapter 5
  2. اول پادشاهان Chapter 21
  3. اول پادشاهان Chapter 18
  4. اول پادشاهان Chapter 19
  5. اول پادشاهان Chapter 14
  6. اول پادشاهان Chapter 7
  7. اول پادشاهان Chapter 22

Explore More from زوړ عهد

  1. ایوب Chapter 19
  2. ایوب Chapter 3
  3. دوهم تواریخ Chapter 31
  4. ایوب Chapter 27
  5. پیدایښت Chapter 14
  6. واعظ Chapter 10
  7. حزقیال Chapter 48

Related Chapters & Readings

  1. خروج Chapter 15
  2. تثنیه Chapter 33
  3. دوهم تواریخ Chapter 2
  4. مکاشفه Chapter 11
  5. زبور Chapter 57
  6. اعمال رسولان Chapter 13
  7. اول پطروس Chapter 4
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *