دوهم تواریخ Chapter 26

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 26 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 26

فصل 26

1. تد یهودا ټولو خلکو د امصیا شپاړس کلن زوی عزیا د هغه د پلار په ځای د پاچا په توګه غوره کړ.

2. (عزیا د خپل پلار تر مړینې وروسته د ایلوت ښارګوټی د یهودا دپاره بېرته ونیوه او بیا یې ودان کړ.)

3. عزیا د شپاړس کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې دوه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یکلیا ؤ چې د اورشلیم څخه وه.

4. عزیا د خپل پلار په شان د څښتن اطاعت کاوه او ښه کارونه یې کول.

5. زکریا د عزیا مشاور ؤ او هغه یې د خدای اطاعت ته هڅاوه. نو ترڅو پورې چې زکریا ژوندی ؤ، عزیا خدای ته رجوع وکړه او خدای هغه بریالی کړ.

6. عزیا د فلسطینیانو په ضد جګړې ته لاړ. هغه د جت، یبنه او د اشدود د ښارونو دېوالونه وران کړل او اشدود ته نژدې او په پاتې فلسطین کې یې ښارونه ودان کړل.

7. خدای د هغه سره مرسته وکړه چې فلسطینیانو ته، هغو عربانو ته چې په جور بعل کې اوسېدل او همدارنګه معونیانو ته ماتې ورکړي.

8. عمونیانو عزیا ته باج ورکاوه او هغه دومره قوي شو چې شهرت یې د مصر تر پولې پورې خپور شو.

9. عزیا د اورشلیم د کنج په دروازې، د درې په دروازې او په هغه ځای کې قوي برجونه جوړ کړل چېرته چې د ښار دېوال تاو شوی ؤ.

10. هغه په دښته کې هم قوي برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ذخیرې یې وکیندلې، ځکه چې هغه د غرونو په لوېدیځو لمنو او ډاګونو کې ډېرې پادې درلودلې. هغه د کرنې سره مینه درلودله، نو هغه په غرنۍ سیمه کې د خپلو انګورو د باغونو دپاره باغوانان او په حاصلخېزه خاوره کې د خپلو فصلونو د کرنې دپاره دهقانان درلودل.

11. عزیا د جګړې دپاره یوه تیاره اردو درلودله چې د فرقو څخه جوړه شوې وه. د هغوی شمېر د یعییل منشي او د هغه مرستیال معسیا له خوا ټاکل کېدل او اداره کېدله. حننیا د پاچا یو درباري او د اردو عمومي قوماندان ؤ.

12. دوه زره او شپږ سوه د طایفو مشران د پوځ قوماندانان وو.

13. د دوی د لاس لاندې درې لکه اووه زره او پنځه سوه عسکر وو چې په قوت سره یې د پاچا دپاره د هغه د دښمنانو په ضد جګړه کوله.

14. عزیا لښکر ته سپرونه، نېزې، خولۍ، د زغرو کورتۍ، لیندې او غشي او په مچنوغزو کې د ویشتلو دپاره تیږې ورسولې.

15. په اورشلیم کې د هغه ماهرو کارګرانو داسې ماشینونه جوړ کړل چې غشي او لویې تیږې یې د برجونو او د ښار د دېوال د کنجونو څخه ورباندې ګزار کړي. د هغه شهرت په هرځای کې خپور شو او هغه د هغې مرستې له امله چې د خدای څخه یې تر لاسه کوله، ډېر قوي شو.

16. خو کله چې عزیا پاچا قوي شو، نو هغه مغرور شو چې همدا یې د رانسکورېدلو سبب شو. عزیا د خپل څښتن خدای سره خیانت وکړ، ځکه چې د څښتن کور ته ننوت چې خوشبویۍ په خپل ځانګړي ځای کې وسوځوي.

17. خو عزریا کاهن چې اتیا تنه قوي او زړور د څښتن کاهنان ورسره وو، عزیا پسې لاړ،

18. چې هغه منع کړي. هغوی وویل: «عزیا! ته هېڅ حق نه لرې چې څښتن ته خوشبویي وسوځوې. یوازې هغه کاهنان چې د هارون د اولادې څخه دي، د دې کار دپاره وقف شوي دي. د دې سپېڅلي ځای نه لاړ شه. تا د څښتن خدای په وړاندې ګناه کړې ده او هغه به تاته نور عزت نه درکوي.»

19. عزیا د څښتن په کور کې د خوشبویۍ د سوځولو د ځای په څنګ کې ولاړ ؤ او د خوشبویۍ د سوځولو لوښی یې په لاس کې ؤ. هغه په کاهنانو باندې په قهر شو او سمدلاسه یې په تندي باندې جذام راښکاره شو.

20. مشر کاهن عزریا او نورو کاهنانو په وېرې سره د پاچا تندي ته کتل او بیا یې هغه په بیړه د څښتن د کور څخه دباندې وویست. هغه زر زر د هغه ځای څخه لاړ، ځکه چې څښتن هغه په مرض اخته کړ.

21. عزیا پاچا د عمر تر پایه پورې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ او له همدې امله هغه د خلکو او د څښتن د کور نه لېرې په یو کور کې اوسېده. د هغه زوی یوتام د ماڼۍ او هېواد واک درلود.

22. هغه نور ټول کارونه د پیل نه تر پایه پورې چې عزیا پاچا د خپلې پاچاهۍ په دوران کې کړي وو، د آموص زوی اشعیا نبي ثبت کړل.

23. عزیا مړ شو او د دې په خاطر چې هغه په جذام اخته ؤ، هغه یې په ځانګړې شاهي هدیره کې ښخ نه کړ. د هغې په ځای یې هغه د پاچاهانو په یوې بلې هدیره کې ښخ کړ. بیا د عزیا زوی یوتام د هغه په ځای پاچا شو.

About دوهم تواریخ Chapter 26

Read دوهم تواریخ Chapter 26 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 26
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 26 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 26?

دوهم تواریخ Chapter 26 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 26 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 18
  5. دوهم تواریخ Chapter 9
  6. دوهم تواریخ Chapter 6
  7. دوهم تواریخ Chapter 19

Explore More from زوړ عهد

  1. تثنیه Chapter 6
  2. ارمیا Chapter 5
  3. قاضیان Chapter 17
  4. شمېر Chapter 30
  5. دوهم سموئیل Chapter 19
  6. پیدایښت Chapter 36
  7. حزقیال Chapter 47

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 11
  2. شمېر Chapter 6
  3. اشعیا Chapter 29
  4. عزرا Chapter 4
  5. زبور Chapter 137
  6. خروج Chapter 13
  7. یشوع Chapter 8
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *