دوهم تواریخ Chapter 1

For English

Read دوهم تواریخ Chapter 1 Online

Read دوهم تواریخ Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تواریخ and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم تواریخ 1

فصل 1

1. د داود زوی سلیمان د خپلې پاچاهۍ واکمني ټینګه کړه، ځکه چې خپل څښتن خدای یې ورسره مل ؤ او د هغه څخه یې ډېر قوي پاچا جوړ کړ.

2. ‏-

5. په هغه وخت کې د عبادت ځای لا په جبعون کې ؤ، یعنې سپېڅلې خېمه چې د څښتن خدمتګار موسی په دښته کې جوړه کړې وه. د خېمې په مخکې د قربانۍ برنجي ځای ؤ چې د اوري زوی او د حور لمسي یعنې بصلییل جوړ کړی ؤ.یوه ورځ سلیمان د اسراییلو قوم، د لښکرو افسرانو او قوماندانانو، قاضیانو او د قوم او د کورنیو مشرانو ته وویل چې د عبادت هغه ځای ته لاړ شي چې په جبعون کې ؤ. بیا سلیمان او نور خلک څښتن ته د عبادت دپاره هلته لاړل. د عبادت ځای په جبعون کې ؤ، که څه هم داود پاچا له پخوا نه د قریه یعاریم څخه د لوظ صندوق هغې خېمې ته وړی ؤ چې د صندوق دپاره یې په اورشلیم کې ودرولې وه.

6. سلیمان د قربانۍ په برنجي ځای کې د خېمې په مخکې زر څاروي د سوځېدونکو نذرانو په توګه وړاندې کړل.

7. په هغه شپه خدای سلیمان ته ورښکاره شو او پوښتنه یې وکړه: «سلیمانه! څه غواړې چې تاته یې درکړم؟»

8. سلیمان په ځواب کې وویل: «تا تل زما د پلار داود سره ډېره مینه ښودلې ده او اوس دې زه د هغه څخه وروسته د پاچا په توګه غوره کړم.

9. ای څښتنه خدایه، هغه وعده تر سره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زه په یو داسې قوم باندې پاچا کړی یم چې د زیاتوالي له امله د سیند د شګو په شان نه شمېرل کیږي.

10. نو ماته حکمت او علم راکړه چې په هغوی باندې د پاچاهي کولو دپاره ورته اړتیا لرم. که نه، نو زه به څنګه وکولای شم چې ستا په دې لوی قوم باندې پاچاهي وکړم؟»

11. خدای په ځواب کې وویل: «سلیمانه، تا کولای شول چې زما څخه شتمني او مال او دولت وغواړې، شهرت وغواړې، یا د خپلو دښمنانو تباهي وغواړې یا د خپل ځان دپاره اوږد عمر وغواړې. خو د دې په ځای دې د حکمت او علم غوښتنه وکړه، ترڅو په سمه توګه زما په قوم باندې پاچاهي وکړې چې ته مې ورته غوره کړی یې.

12. نو زه به تاته حکمت او علم درکړم. همدارنګه به زه تاته ډېره شتمني او ډېر عزت هم درکړم چې ستا څخه مخکې یا وروسته هېڅ کوم پاچا نه درلودل او نه به یې ولري.»

13. وروسته سلیمان د جبعون د عبادت ځای نه چې د څښتن سپېڅلې خېمه په کې ولاړه وه، اورشلیم ته راستون شو او هلته یې په اسراییلو باندې پاچاهي وکړه.

14. سلیمان خپلې جنګي قواوې چې د څوارلس سوه جنګي ګاډیو او دولس زره اسونو نه جوړې شوې وې راغونډې کړې. یوه برخه یې په اورشلیم او نورې یې په نورو ځانګړو ښارونو کې ساتلې.

15. د هغه د پاچاهۍ په وخت کې سپین او سره زر په اورشلیم کې د تیږو په شان عادي شیان وو او د سبر د ونو لرګي لکه د یهودا د غرونو په لوېدیځو لمنو کې د انځرو د ونو په شان پرېمانه وو.

16. د سلیمان سوداګرانو اسونه د مصر او ترکیې څخه راوستل. شاهي سوداګرانو به هغه د ترکیې څخه اخیستل.

17. هغوی به د مصر څخه یوه جنګي ګاډۍ په شپږ سوه مثقاله سپینو زرو او یو اس به یې په یوسلو پنځوس مثقاله سپینو زرو اخیستل. همدارنګه ځینې به یې د حیتیانو او سوریایانو په پاچاهانو بېرته خرڅول.

About دوهم تواریخ Chapter 1

Read دوهم تواریخ Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تواریخ in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم تواریخ
Chapter: 1
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تواریخ. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم تواریخ Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم تواریخ Chapter 1?

دوهم تواریخ Chapter 1 is part of the Book of دوهم تواریخ in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم تواریخ Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم تواریخ

  1. دوهم تواریخ Chapter 14
  2. دوهم تواریخ Chapter 2
  3. دوهم تواریخ Chapter 10
  4. دوهم تواریخ Chapter 9
  5. دوهم تواریخ Chapter 6
  6. دوهم تواریخ Chapter 19
  7. دوهم تواریخ Chapter 18

Explore More from زوړ عهد

  1. دوهم تواریخ Chapter 22
  2. دانیال Chapter 8
  3. دوهم سموئیل Chapter 13
  4. ارمیا Chapter 26
  5. تثنیه Chapter 16
  6. غزل غزلونه Chapter 6
  7. عاموس Chapter 9

Related Chapters & Readings

  1. عبدي Chapter 1
  2. تثنیه Chapter 28
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
  4. عبرانیانو ته Chapter 5
  5. اول تیموتاوس Chapter 6
  6. دوهم پادشاهان Chapter 12
  7. پیدایښت Chapter 41
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *