Read ایوب Chapter 39 Online
Read ایوب Chapter 39 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of ایوب and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
ایوب 39
فصل 39
1. تا ته پته شته چې کله د غرۀ چېلۍ بچى راوړى؟ ولې تۀ پرې نظر ساتې چې کله هوسۍ بچى راوړى؟
2. ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى
3. کله چې هغوئ د اولاد د پېدا کېدو دپاره کښېنى، او د هغوئ بچى پېدا شى؟
4. د هغوئ بچى تکړه شى او په ځنګل کښې لوئيږى، هغوئ ترې نه لاړ شى او واپس ورله نۀ راځى.
5. ځنګلى خرونه چا پرېښې دى چې خوشى لاړ شى؟ دا چا آزاد پرېښى دى چې ګرځى راګرځى؟
6. ما دا په صحرا کښې پرېښى دى، او د مالګې مُلک مې ورکړے دے چې په کښې اوسيږى.
7. هغه د ښار د شور نه نفرت کوى، او خرکار ورسره نشته چې په دې باندې آواز وکړى.
8. دا غرونو ته ځى چې دا يې د څرن زمکه شى، او هر يو شين بوټے د خوراک دپاره لټوى.
9. ولې ځنګلى غوَيے به تا پرېږدى چې کار ترېنه واخلى؟ هغه به ستا په اخور کښې شپه تېره کړى څۀ؟
10. ولې تۀ يو ځنګلى غوَيے د يوې دپاره تړلے شې؟ دا به ستا دپاره يو پټے يوه کړى څۀ؟
11. ولې تۀ د هغې لوئ طاقت باندې اعتبار کولے شې چې هغه به ستا مدد وکړى؟ تۀ په دې باندې دا يقين کولے شې څۀ چې دا به ستا دپاره کار وکړى؟
12. تۀ په دې يقين کوې چې دا به واپس راشى، او ستا درمند ته به ګېډى راوړى؟
13. د شترمرغ وزر ښائسته کولاو خوريږى، خو دا د زاڼې د وزرو برابر کېدے خو نۀ شى.
14. شترمرغ خپلې هګۍ د دې دپاره په زمکه پرېږدى، چې ګرمى شى،
15. دا فکر نۀ کوى چې د څۀ پښې لاندې به راشى، او چې يو ځنګلى ځناور به يې ذرې ذرې کړى.
16. دا په خپل بچى باندې داسې ظلم کوى، چې ګنې دا يې خپل نۀ وى، او کۀ مرى نو پرواه يې نۀ ساتى،
17. ځکه چې خُدائ پاک د هغې نه عقل اخستے دے، او هيڅ پوهه يې نۀ ده ورکړې.
18. خو کله چې پاڅى او منډه کړى، نو بيا څوک چې په آس ناست هم وى د دې نه مخکښې کېدے نۀ شى.
19. ولې آس له طاقت تا ورکړے دے؟ د هغۀ په څټ باندې وېښتۀ تا پېدا کړى دى؟
20. د قحطۍ مُولخانو په شان د دې ټوپ تا جوړ کړے دے؟ او يا د دې هغه د رُعب والا آوازونه تا جوړ کړى دى څۀ چې خلق يروى؟
21. دا په پښه باندې زمکه ټکوى او په خپل طاقت په هغه وخت خوشحاليږى چې د جنګ دپاره ولېږلے شى.
22. دا يرې پورې خندا کوى او نۀ بېحوصلې کيږى، او د تُورې نه نۀ شاته کيږى.
23. په دې باندې سورلۍ سره د غشو تيلۍ ځلېدونکې نېزه او وړه نېزه هم آواز پېدا کوى.
24. د جوش او د غصې د وجې دا په تېزۍ سره ځى، دا د بيګل د غږېدو پورې صبر نۀ شى کولے.
25. کله چې بيګل وغږيږى نو آس يو هڼ آواز وکړى. د لرې ځائ نه هغۀ له د جنګ بوئ ورځى، د جنګى مشرانو د تندر په شان آواز او چغې اورى.
26. ولې باښه ستا د عقل په وجه الوځى، چې خپل وزر خوارۀ کړى او د جنوب طرف ته والوځى؟
27. باز ستا په حُکم بره خېژى او په اوچت ځائ خپله جاله جوړوى؟
28. دا په اوچت ګټ باندې اوسيږى او خپل کور جوړوى او د ګټ په سر باندې په يو محفوظ ځائ کښې شپه تېروى.
29. د هغه ځائ نه يې په ښکار باندې نظر وى، او د هغۀ سترګې ښکار د لرې ځائ نه وينى.
30. د دې بچى وينه څښى، او چې په کوم ځائ کښې مرداره وى، نو هغه په هغه ځائ کښې حاضر وى.“
About ایوب Chapter 39
Read ایوب Chapter 39 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of ایوب in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: ایوب
Chapter: 39
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading ایوب. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading ایوب Chapter 39 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is ایوب Chapter 39?
ایوب Chapter 39 is part of the Book of ایوب in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete ایوب Chapter 39 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from ایوب
- ایوب Chapter 34
- ایوب Chapter 24
- ایوب Chapter 29
- ایوب Chapter 8
- ایوب Chapter 19
- ایوب Chapter 30
- ایوب Chapter 16
Explore More from زوړ عهد
- زبور Chapter 1
- عزرا Chapter 10
- دوهم تواریخ Chapter 23
- شمېر Chapter 14
- زبور Chapter 95
- زبور Chapter 96
- قاضیان Chapter 10