حزقیال Chapter 3

For English

Read حزقیال Chapter 3 Online

Read حزقیال Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 3

فصل 3

1. او هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا څۀ چې ستا په وړاندې دى دا وخوره، دا طومار وخوره، نو بيا لاړ شه او بنى اِسرائيلو ته يې بيان کړه.“

2. نو بيا ما خپله خولۀ کولاو کړه او هغۀ ما له هغه طومار راکړو چې وې خورم.

3. نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، زۀ چې کوم طومار تا له درکوم دا وخوره او خپله خېټه پرې مړه کړه.“ نو بيا ما هغه وخوړو، او هغې زما په خولۀ کښې لکه د شاتو په شان خوږ خوند کولو.

4. نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، اوس بنى اِسرائيلو له ورشه او زما کلام هغوئ ته واوروه.

5. زۀ تا داسې خلقو ته نۀ استوم چې د هغوئ ژبه ستا دپاره نا آشنا او سخته وى خو تا زۀ بنى اِسرائيلو ته استوم.

6. زۀ تا هغه ډېرو خلقو ته نۀ استوم چې د چا په ژبه به پوهېدل تا ته ګران وى او د هغې الفاظ به مختلف وى او تۀ به پرې نۀ پوهېږې. خو کۀ چرې تۀ ما هغوئ ته لېږلے وے، نو هغوئ به بيا تا ته غوږ نيولے وے.

7. خو د بنى اِسرائيلو قوم نۀ غواړى چې تا ته غوږ ونيسى ځکه چې هغوئ نۀ غواړى چې ما ته غوږ ونيسى، ځکه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ضدى او په زړۀ سخت دے.

8. خو ګوره، زۀ به تا هم د هغوئ په شان ضدى او په زړۀ سخت کړم لکه څنګه چې هغوئ دى.

9. او زۀ به ستا تندے لکه د سخت او کلک ګټ په شان کړم، او د هيرې نه به يې هم سخت کړم. تۀ د هغوئ نه مۀ يرېږه او مۀ ترې نه په دهشت کښې پرېوځه کۀ څۀ هم چې دا قوم سرکشه دے.“

10. او هغۀ راته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما ته غوږ ونيسه ټول کلام چې زۀ درته وايم هغه په غور سره واوره او په خپل زړۀ کښې يې واچوه.

11. نو اوس د خپل قوم خلقو له ورشه څوک چې جلاوطن شوى دى او هغوئ سره خبرې وکړه. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، دا چې هغوئ ستا خبرو ته غوږ نيسى او کۀ نه.“

12. نو بيا د خُدائ پاک روح زۀ اوچت کړم او ما شاته يو دروند آواز واورېدو چې فرمائيل يې، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت او جلال دې د هغۀ په ځائ کښې وى.“

13. دا د هغه ژوندى مخلوق د وزرو آوازونه او شور وو چې يو بل سره لګېدل او په خوا کښې يې د هغه پايو آوازونه هم وُو، يو اوچت او دروند شور وو.

14. نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.

15. نو زۀ هغه جلاوطنو له راغلم څوک چې په تل ابيب کښې د کبار سيند سره نزدې اوسېدل. زۀ د هغوئ په مينځ کښې د اوو ورځو دپاره چپ کښېناستم.

16. د هغه اووۀ ورځو په آخر کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،

17. او راته يې وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، ما تۀ د بنى اِسرائيلو دپاره محافظ مقرر کړې، نو هغه کلام واوره کوم چې زۀ تا ته وايم او زما د خوا نه هغوئ ته خبردارے ورکړه.

18. کۀ چرې زۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړم چې تۀ به يقين سره مړ شې، او تۀ هغه د دې نه خبر نۀ کړې او يا ورسره خبرې ونۀ کړې او يا يې د خپلو غلطو لارو نه منع نۀ کړې ترڅو چې د هغۀ ژوند بچ کړې، نو دغه بدکاره به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به د هغۀ د مرګ ذمه وار يې.

19. کۀ تۀ يو بدکاره انسان له خبردارے ورکړې او هغه د خپل شرارت او خرابو لارو نه منع نۀ شى هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى، خو تۀ به خپل ځان بچ کړې.

20. او بيا دا هم کۀ چرې يو صادق انسان د خپلو ښو لارو نه واوړى او بد چال چلن شروع کړى، نو زۀ به هغه په امتحان کښې واچوم او هغه به مړ شى. ځکه چې تا هغۀ له خبردارے نۀ دے ورکړے نو هغه به د خپلو ګناهونو په وجه مړ شى او کوم د صداقت کارونه چې هغۀ کړى دى نو هغه به ورته پاتې نۀ شى، او د هغۀ خون به ستا په غاړه وى.

21. خو کۀ تۀ صادق انسان ته خبردارے ورکړې چې ګناه مۀ کوه او هغه ستا خبره ومنى او ګناه کول پرېږدى، نو هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى ځکه چې هغۀ ستا خبردارے قبول کړو او تا په دې خپل ژوند بچ کړو.“

22. نو بيا د مالِک خُدائ لاس په ما وو او هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او وادۍ ته لاړ شه، او زۀ به هلته تا سره خبرې وکړم.“

23. نو زۀ بيا پاڅېدم او مېدان ته لاړم. او د مالِک خُدائ جلال هلته ولاړ وو، هغه شان لکه کوم جلال چې ما د کبار د سيند سره ليدلے وو نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم.

24. خو د مالِک خُدائ روح ما له راغے او زۀ يې په خپلو پښو ودرولم. هغۀ ما سره خبرې وکړې او وې فرمائيل چې، ”لاړ شه او خپل ځان دې په خپل کور کښې بند کړه.

25. او اے بنى آدمه، تۀ به په پړو باندې وتړلے شې، تۀ به بند کړے شې د دې دپاره چې تۀ بهر د خلقو مينځ ته ونۀ وځې.

26. زۀ به ستا ژبه تالو پورې ونښلوم چې تۀ خاموشه پاتې شې او هغوئ ونۀ رټلے شى ځکه چې هغوئ سرکشه قوم دے.

27. خو کله چې زۀ تا سره خبرې وکړم، زۀ به ستا خولۀ کولاو کړم نو تۀ به هغوئ ته دا ووائې چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى. هر څوک چې اورېدل غواړى هغوئ دې واورى او چې څوک اورېدل نۀ غواړى نو نۀ دې اورى، ځکه چې دا يو سرکشه قوم دے.“

About حزقیال Chapter 3

Read حزقیال Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 3?

حزقیال Chapter 3 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 27
  3. حزقیال Chapter 10
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 34
  6. حزقیال Chapter 8
  7. حزقیال Chapter 38

Explore More from زوړ عهد

  1. شمېر Chapter 36
  2. ناحوم Chapter 1
  3. خروج Chapter 6
  4. لاویان Chapter 5
  5. اول سموئیل Chapter 25
  6. زبور Chapter 71
  7. متلونه Chapter 25

Related Chapters & Readings

  1. لوقا Chapter 15
  2. میکاه Chapter 4
  3. ایوب Chapter 38
  4. زکریا Chapter 3
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 7
  6. ارمیا Chapter 17
  7. زبور Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *