Read حزقیال Chapter 24 Online
Read حزقیال Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 24
فصل 24
1. د جلاوطنۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2. ”اے بنى آدمه، د نن ورځې تاريخ وليکه، ځکه چې هم دا نن په دې تاريخ به د څپرکیل بادشاه يروشلم محاصره کوى.
3. يو مثال دې سرکشه قوم ته ووايه او هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د پخلى دېګ په اور کېږدئ او اوبۀ په کښې واچوئ.
4. او په هغې کښې د غوښې بوټۍ واچوئ، ټولې ښې بوټۍ لکه پتون او اوږى غوښه په کښې واچوئ. او د هم داسې ښو هډوکو نه يې ډک کړئ،
5. د رمې نه د خاص څاروے غوښه په کښې واچوئ، او د دېګ لاندې خشاک کېږدئ. او اوبۀ وويشوئ، او هډوکى هم د غوښې سره پاخۀ کړئ.
6. نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د قاتلانو په ښار، لکه د هغه دېګ په شان چې زنګ وهلے وى د چا ګندګى چې نۀ اخوا کيږى، دېګ په يو شان سره خالى کړئ او خوښه نا خوښه مۀ کوئ.
7. کومه وينه چې يروشلم تويه کړه نو هغه په ميدان کښې په يو کولاو ګټ تويه شوه، داسې نۀ وو شوے چې ګنې په زمکه تويه شوه او دوړې پټه کړه.
8. نو په دې وجه به زۀ خپله غصه راوپاروم او د هغوئ نه به بدله واخلم او د هغۀ وينه به په کولاو کاڼى تويه کړم چې دا هم ښکاره وى.
9. نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د وينو تويولو په ښاريې يروشلم باندې. زۀ به هم ورته د اور بلولو دپاره لرګى ډېرے کړم.
10. نو خشاک راجمع کړئ، او اور بل کړئ. غوښه ښه پخه کړئ او مصالحه ورباندې واچوئ او د هډوکو سره يې سکارۀ کړئ.
11. بيا هغه د تانبې خالى دېګ په سکارو باندې کېږده چې دا ګرم شى او تانبه يې تکه سره شى او ناپاکى په کښې ويلې شى او د هغې زنګ وسوزيږى.
12. خو دا ټول کارونه بېفائدې وُو، تر دې چې د دې ډېر زيات زنګ په اور هم اخوا نۀ شو.
13. نو اوس تا په خپلو بېحيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.
14. ما مالِک خُدائ وفرمائيل. زما دپاره هغه وخت رارسېدلے دے چې خپله کاروائى وکړم. زۀ به وروستو نۀ شم، زۀ به رحم نۀ کوم، او نۀ به پښېمانه شم. ستاسو د چال چلن او عملونو په مطابق به ستاسو عدالت وکړم، مالِک خُدائ داسې فرمائى.“
15. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
16. ”اے بنى آدمه، په يو ګزار سره به زۀ ستا د سترګو تور، ستا ښځه ختمه کړم. خو تۀ مۀ د غم سندرې وايه مۀ ژړا کوه او مۀ اوښکې تويوه.
17. چغې سورې مۀ وهه، د مړى دپاره غمرازى مۀ کوه، خپل پټکے په سر وتړه او خپلې څپلۍ دې په پښو کښې واچوه، د خپل مخ لاندې برخه مۀ پټوه او د مړى خېرات مۀ خوره.“
18. نو ما په سحر کښې خلقو ته وفرمائيل، او بيا په ماښام کښې زما ښځه مړه شوه. او په بل سحر ما هغه شان وکړل لکه څنګه چې ما ته حکم شوے وو.
19. نو بيا خلقو زما نه تپوس وکړو چې، ”ولې تۀ به مونږ ته دا ووائې چې ستا د دې کارونو زمونږ دپاره څۀ مطلب دے؟“
20. نو ما هغوئ ته ووئيل، ”د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
21. د بنى اِسرائيلو قوم ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې زۀ اوس د خپلې مقدسې قربانګاه بېحرمتى کوم، هغه مضبوط مقام چې تاسو پرې فخر کوئ ورانوم، ستاسو د سترګو تور يعنې ستاسو ښځې، او ستاسو د زړۀ اُميد تباه کوم. او کوم زامن او لوڼه چې تاسو پرېښودل هغوئ ټول به په تُوره قتل کړے شى.
22. او تاسو به هغه کار وکړئ کوم چې ما وکړو. تاسو به د خپل مخ لاندې حِصه نۀ پټوئ او نۀ به د مړى خېرات خورئ.
23. تاسو به په خپل سر باندې پټکے ساتئ او پېزار به په پښو کوئ. تاسو به غم او ژړا نۀ کوئ، او تاسو به په خپله ګناه کښې ضائع شئ او تاسو به په خپلو ټولو ګناهونو ماتم کوئ.
24. ستاسو دپاره حزقىايل يو نمونه دے، تاسو به هم هغه څۀ کوئ څۀ چې هغۀ وکړل. کله چې داسې وشى نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.
25. او تۀ اے بنى آدمه، په کومه ورځ چې زۀ د هغوئ مضبوط قلعه، د هغوئ خوشحالى او فخر، د هغوئ د سترګو تور يعنې د هغوئ ښځې، د هغوئ د زړۀ خواهشونه، او د هغوئ زامن او لوڼه ترې نه واخلم
26. نو په هم هغه ورځ به د يروشليم نه يو بچ شوے سړے تا له راشى او هغه به تا له خبر راوړى.
27. نو هم په هغه وخت کښې به ستا خولۀ کولاو شى، او تۀ به د هغۀ سره خبرې وکړې او نور به تۀ خاموشه پاتې نۀ شې. نو تۀ به د هغوئ دپاره نمونه يې، او هغوئ به په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
About حزقیال Chapter 24
Read حزقیال Chapter 24 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 24
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 24 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 24?
حزقیال Chapter 24 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 24 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 10
- حزقیال Chapter 8
- حزقیال Chapter 36
Explore More from زوړ عهد
- اول سموئیل Chapter 18
- پیدایښت Chapter 48
- اول پادشاهان Chapter 18
- ایوب Chapter 9
- زبور Chapter 145
- ملاکي Chapter 2
- روت Chapter 4