Read حزقیال Chapter 32 Online
Read حزقیال Chapter 32 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 32
فصل 32
1. د دولسم کال، د دولسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ، د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2. ”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې.
3. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به ډېر خلق درولېږم چې تا زما په جال کښې راګېر کړى، او په هغې کښې به دې د اوبو نه رابهر کړى.
4. زۀ به تا په زمکه راوغورزوم او په اوچ مېدان به دې راوولم. زۀ به د هوا ټول مارغان پرېږدم چې په تا کښېنى او د زمکې ټول ځناور به په تا باندې خپل ځانونه ماړۀ کړى.
5. زۀ به ستا غوښه په غرونو ونولم او ستا په لاش به دَرې ډکې کړم.
6. زۀ به زمکه دومره ستا په وينو رنګ کړم چې د غرونو سر ته ورسى، او ګړنګونه به ستا د وينو ډک کړم.
7. کله چې زۀ ستا د ژوند شمع مړه کړم، نو زۀ به آسمان پټ کړم او د دې ستورى به تور کړم، زۀ به نمر په وريځو سره پټ کړم، او سپوږمۍ به خپله رڼا نۀ خوروى.
8. زۀ به ستا دپاره د آسمان ټولې رڼاګانې تيارې کړم، زۀ به ستا په زمکه باندې تيارۀ راولم. مالِک خُدائ دا فرمائى.
9. زۀ به د ډېرو قومونو زړونه پرېشانه کړم کله چې زۀ د نورو مُلکونو په مينځ کښې تا تباه کړم، په هغه مُلکونو کښې چې تا نۀ پېژندل.
10. زۀ به ډېر خلق ستا د حالاتو په وجه پرېشانه کړم، او ستا په وجه به د هغوئ بادشاهان د يرې نه ولړزيږى کله چې زۀ خپله تُوره د هغوئ په وړاندې ښکاره کړم. ستا د غورزېدو په ورځ به هغوئ ټول هره لحظه د خپل ژوند دپاره لړزيږى.
11. ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د څپرکیل د بادشاه تُوره به ستاسو خلاف راشى.
12. زۀ به ستا لښکر ختم کړم د هغه طاقتورو خلقو په تُورو چې د ټولې دُنيا بېرحمه خلق دى. هغوئ به د مِصر دبدبه ختمه کړى او د هغې ټولې لښکرې به تباه شى.
13. زۀ به د هغې ټول څاروى چې د سيند په خوا کښې څريږى تباه کړم، نور به د انسان پښې دا اوبۀ نۀ تاووى او نۀ به د ځناورو پښې دا خړوى.
14. بيا به زۀ د دې اوبۀ دومره خاموشه کړم او د دې دريابونه به لکه د تېلو په شان بهيږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
15. کله چې زۀ د مِصر مُلک وران ويجاړ کړم او دا زمکه د هر څۀ نه خالى کړم، کله چې زۀ هغوئ ټول هلاک کړم څوک چې هلته اوسيږى، نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.
16. دا هغه د غم مرثيه ده چې دوئ به يې هغۀ ته ووائى. د دې مُلک لوڼه به دا وائى، د مِصر او د هغوئ ګڼ خلقو دپاره به د غم مرثيه وائى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
17. د دولسم کال د اولې مياشتې په پينځلسمه ورځ د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
18. ”اے بنى آدمه، د مِصر په لښکرو باندې وير وکړه او هغه دواړه د نورو تکړه قومونو لوريانو سره لاندې زمکې ته حواله کړه، د هغوئ سره څوک چې قبر ته روان دى.
19. هغوئ ته ووايه، ولې تۀ د نورو نه ډېره ښائسته يې څۀ؟ عالمِ ارواح ته لاړه شه او د ناسنتو په مينځ کښې پرېوځه.
20. هغوئ به د هغه چا سره مړۀ شى څوک چې په تُوره قتل شوى دى. تُوره راويستلے شوې ده، هغه پرېږده چې خپل ټول لښکر سره عالمِ ارواح ته راښکلے شى.
21. لاندې قبر نه به تکړه مشران د مِصر او د هغۀ د اِتحاديانو په حقله وائى، هغوئ لاندې راغلل او هغوئ د ناسنتو سره مړۀ پراتۀ دى، هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.
22. اسور خپل ټول فوج سره هلته پروت دے، هغه د خپلو ټولو وژلے شوو د قبرونو په مينځ کښې راګېر دے، هغوئ ټولو سره چې په تُوره قتل شوى دى.
23. د هغوئ قبرونه په ژوره کنده کښې دى او د هغۀ فوجيان د هغۀ د قبر نه چاپېره ښخ دى. هغوئ ټولو چا چې د ژوندو په دُنيا کښې دهشت خورولو هغوئ قتل شول، او په تُوره مړۀ شول.
24. عيلام هم هلته دے د هغۀ ټولې لښکرې د هغۀ د قبر نه چاپېره پرتې دى، هغوئ ټول حلال کړے شوى، په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ ټولو چا چې د دُنيا په ټولو خلقو کښې دهشت خورولو لاندې زمکې ته ناسنته ښکته شول. هغوئ خپله بېعزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې عالمِ ارواح ته روان دى.
25. د هغۀ دپاره د مړو په مينځ کښې د آرام ځائ جوړ شو، د هغې ټولو فوجيانو سره د هغې د قبر نه چاپېره. هغوئ ټول ناسنته دى او په تُوره وژلے شوى دى. ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو، هغوئ د هغه چا سره شرمنده پراتۀ دى څوک چې په قبر کښې دى.
26. مسک او توبل هلته سره د خپلو ټولو لښکرو د هغوئ د قبرونو نه چاپېره دى. هغوئ ټول ناسنته دى، په تُوره وژلے شوى دى ځکه چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړے وو.
27. هغوئ د خپلو نورو جنګيالو په شان په عزت ښخ نۀ شول، څوک چې د خپلو وسلو سره عالمِ ارواح ته ښکته شوى وُو او چې ډالونه يې په لاشونو پراتۀ وُو او تُورې يې د سرونو د لاندې اېښې وې. د هغوئ ګناه د هغوئ دپاسه وه ځکه کله چې هغوئ لا ژوندى وُو نو هغوئ په هر چا دهشت خور کړے وو.
28. تۀ به هم، اے فِرعونه تيکه تيکه شې او د ناسنته په مينځ کښې به ښخ کړے شې، د هغوئ سره چې په تُوره مړۀ شوى دى.
29. ادوم هلته د خپلو بادشاهانو او شهزادګانو سره دے، باوجود د خپل ټول طاقت هغوئ د هغوئ په مينځ کښې پراتۀ دى څوک چې په تُوره وژلے شوى دى. هغوئ د ناسنتو سره پراتۀ دى، د هغوئ سره څوک چې لاندې کندې ته روان دى.
30. د شمال ټول شهزادګان او ټول صيدانيان هلته پراتۀ دى، هغوئ لاندې د وژلے شوو سره په بېعزتۍ لاړل باوجود د دې چې د هغوئ د طاقت په وجه دهشت خور وو. او اوس د هغوئ لاشونه د ناسنته په حالت کښې د مړو سره پراتۀ دى. او هغوئ خپله بېعزتى د هغوئ سره وزغمى څوک چې لاندې قبر ته روان دى.
31. فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به هغوئ وګورى او هغه به د خپل ټول لښکر دپاره تسلى ومومى څوک چې په تُوره مړۀ کړے شوى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
32. تر دې چې ما هغه پرېښے وو چې هغوئ د دُنيا په ټولو خلقو کښې خپل دهشت خور کړى، فِرعون او د هغۀ ټول فوجيان به د ناسنتو په مينځ کښې پراتۀ وى، د هغوئ سره چې په تُوره وژلے شوى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“
About حزقیال Chapter 32
Read حزقیال Chapter 32 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 32
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 32 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 32?
حزقیال Chapter 32 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 32 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 8
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 10
Explore More from زوړ عهد
- دوهم تواریخ Chapter 9
- زبور Chapter 90
- یشوع Chapter 6
- نحمیا Chapter 8
- شمېر Chapter 9
- دوهم سموئیل Chapter 24
- نحمیا Chapter 12