دوهم قرنتیانو ته Chapter 7

For English

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 7 Online

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم قرنتیانو ته and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

دوهم قرنتیانو ته 7

فصل 7

1. نو اَئے خوږو دوستانو! چُونکه زمُونږ سره داسے وعدے شوى دى نو راځئ چه مُونږ خپل ځانُونه دَ هر قِسمه جسمانى اَؤ رُوحانى ناپاکو نه پاک کړُو اَؤ دَ خُدائے دَ ويرے نه خپل پاکوالے کمال ته ورسوُو.

2. مُونږ ته په خپلو زړُونو کښے ځائے راکړئ. مُونږ دَ هيچا سره بے اِتفاقى نۀ ده کړے، چا ته مو نُقصان نۀ دے رسولے اَؤ دَ چا نه مو خپل مقصد نۀ دے تر سره کړے.

3. زَۀ تاسو ملامتول نۀ غواړم ځکه چه ما تاسو ته اول هم وئيلى دى چه تاسو زمُونږ په زړُونو کښے داسے ځائے مُوندلے دے چه که مرګ وى اَؤ که ژوندُون، مُونږ تاسو سره يو ځائے يُو.

4. زَۀ په تاسو باور کوم اَؤ چه زَۀ په تاسو ډير فخر کوم ما ته پُوره تسلى حاصله ده اَؤ چه په مُونږ چه څومره مُصيبتُونه راځى په هغو ټولو کښے زما زړۀ بيحده خوشحاليږى.

5. هر کله چه مُونږ مِکدونيه ته راغلُو نو زمُونږ دے خوارو بدنُونو ته دلته هم هيڅ آرام نۀ وو، هر طرف ته تکليفُونه وُو، زمُونږ نه ګير چاپير جګړے وے اَؤ زمُونږ په زړُونو کښے ئے ويره وه.

6. خو خُدائے چه عاجزانو ته تسلى ورکوى نو دَ تيطوس په راتلو ئے مُونږ ته تسلى راکړله،

7. نۀ تش دَ هغۀ په راتلو بلکه دَ هغۀ په هغه تسلئ چه هغۀ ته له تاسو نه ورکړے شوے وه، اَؤ چه هغۀ مُونږ خبر کړلُو چه تاسو زما په ليدو پسے څومره ليواله يئ اَؤ چه ډير اَفسوس کوئ اَؤ زما ملګرتيا کوئ نو په هغوئ زَۀ نور زيات خوشحاله شوم.

8. که چرے تاسو زما په هغه درليږلى خط غمژن وئ نو اوس په هغے پښيمانه نۀ يم. زَۀ به په دے هله خفه شوے وے که چرے ما ليدلے وے چه هغه خط تاسو غمژن کړلئ که هغه هم دَ لږ وخت دَ پاره وے.

9. خو اوس په دے خوشحاله يم چه ستاسو دَ غم نتيجه توبه ګارى شوه ولے چه ستاسو غم دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق وو، دَ پاره دَ دے چه تاسو ته زمُونږ دَ طرف نه څۀ نُقصان نۀ وى.

10. ځکه چه دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غم داسے توبه راپيدا کوى چه دَ هغے اَنجام خلاصُون دے اَؤ په هغے پښيمانه کيدل نِشته، خو دَ دُنيا غم مرګ پيدا کوى.

11. نو ګورئ دغه خبرے چه تاسو دَ خُدائے دَ مرضئ په مُطابق غمژن شوئ په تاسو کښے څومره سرګرمى، عُذر، خفګان، ويره، شوق، جوش اَؤ غيرت پيدا کړو. تاسو په هر جوړ دا ثابت کړل چه تاسو په دے خبره کښے بر يئ.

12. نو بيا اګر که ما تاسو ته ليکلى وُو خو په هغه وجه مے نۀ وُو ليکلى، چا چه بے اِنصافى وکړه اَؤ نۀ په هغه وجه چه دَ چا سره چه بے اِنصافى وشوه خو په دے وجه چه تاسو دَ خُدائے په حضُور کښے زمُونږ څومره رښتينى تابعداره ظاهر شئ.

13. ځکه خو زمُونږ دومره تسلى وشوه.اَؤ زمُونږ په دے هم تسلى وشوه کله چه مُونږ وليدل چه تيطوس ډير خوشحاله دے نو مُونږ ته نوره هم زياته خوشحالى حاصله شوه ځکه چه ستاسو ټولو په سبب هغۀ تسلى بيا مُونده.

14. اَؤ که ما دَ هغۀ په وړاندے ستاسو په څپرکی کښے څۀ فخر وکړو نو شرمنده نۀ شوم بلکه څنګه چه مُونږ تاسو ته ټولے خبرے په رښتيا وکړے هم هغه شان چه مُونږ کُوم فخر دَ تيطوس په وړاندے وکړو، هغه هم رښتيا وختلو.

15. اَؤ هر کله چه هغۀ ته ستاسو دَ ټولو فرمانبردارئ راياديږى چه تاسو څنګه په ويره اَؤ رپيدلو هغه قبُول کړو نو تاسو سره دَ هغۀ دَ زړۀ مينه نوره هم زياتيږى.

16. زَۀ خوشحاله يم چه ستاسو له طرفه په هره خبره کښے زما تسلى ده.

About دوهم قرنتیانو ته Chapter 7

Read دوهم قرنتیانو ته Chapter 7 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: دوهم قرنتیانو ته
Chapter: 7
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم قرنتیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading دوهم قرنتیانو ته Chapter 7 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is دوهم قرنتیانو ته Chapter 7?

دوهم قرنتیانو ته Chapter 7 is part of the Book of دوهم قرنتیانو ته in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete دوهم قرنتیانو ته Chapter 7 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from دوهم-قرنتیانو-ته

  1. دوهم قرنتیانو ته Chapter 4
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
  3. دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 11
  5. دوهم قرنتیانو ته Chapter 9
  6. دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
  7. دوهم قرنتیانو ته Chapter 13

Explore More from نوی عهد

  1. مرقس Chapter 12
  2. دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
  3. رومیانو ته Chapter 10
  4. یعقوب Chapter 4
  5. لوقا Chapter 13
  6. اول یوحنا Chapter 1
  7. رومیانو ته Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. استر Chapter 3
  2. قاضیان Chapter 2
  3. اول قرنتیانو ته Chapter 15
  4. قاضیان Chapter 11
  5. زبور Chapter 44
  6. تثنیه Chapter 2
  7. زکریا Chapter 14
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *