حزقیال Chapter 10

For English

Read حزقیال Chapter 10 Online

Read حزقیال Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 10

فصل 10

1. کله چې ما بره وکتل، د وزرو والا د مخلوق د سر دپاسه په آسمان کښې ما نيلم کاڼے وليدو چې لکه د تخت په شان ښکارېدو.

2. مالِک خُدائ هغه سړى ته چا چې د کتان جامې اچولې وې وفرمائيل، ”د وزرو والا مخلوق د پايو د لاندې په مينځ کښې تېر شه. خپل لاسونه د سکروټو نه ډک کړه او په ښار يې وشينده.“ او چې ما وليدل هغه هم هغه شان دننه لاړو.

3. اوس د وزرو والا مخلوق د خُدائ د کور د جنوبى دروازې سره ولاړ وو کله چې هغه سړے دننه لاړو، نو وريځې دننه دربار ډک کړو.

4. نو بيا د مالِک خُدائ جلال د وزرو والا مخلوق دپاسه راوچت شو او د خُدائ د کور درشل ته لاړو. وريځو د خُدائ کور ډک کړو، او د هغۀ دربار د مالِک خُدائ د جلال د شغلو نه ډک وو.

5. د وزرو والا مخلوق د وزرو آواز د لرې پورې اورېدلے شو تر بهرنى درباره پورې، هغه داسې ښکارېدو لکه د قادر خُدائ د آواز په شان کله چې هغه خبرې کوى.

6. کله چې مالِک خُدائ هغه سړى له حُکم وکړو چا چې د کتان جامې اغوستې وې، ”د وزرو والا مخلوق د لاندې لاړ شه او د پايو د مينځ نه اور راواخله،“ هغه سړے لاندې ورغلو او د يوې پايې په خوا کښې ودرېدو.

7. نو بيا د وزرو والا په مخلوق کښې يو خپل لاس هغه اور ته وراوږد کړو کوم چې د هغوئ په مينځ کښې بلېدلو. هغۀ د هغه اور نه لږ راوچت کړو او د هغه سړى په لاس کښې يې واچولو چې د کتان جامې يې اغوستې وې، نو بيا هغه سړى اور واخستو او بهر لاړو.

8. نو ما بيا وکتل چې هر يو د څلورو وزرو والا مخلوق د وزرونو لاندې يو څيز ليدل کېدو چې د انسان د لاس په شان ښکارېدو.

9. ما وکتل چې، د هر يو څلور وزرو والا مخلوق سره په خوا کښې يوه پايه وه، او هغه پايې لکه د ايکوامرين کاڼو په شان ځلېدلې.

10. څلور واړه پايې يو شان ښکارېدې او يو رنګ جوړې شوې وې، او په هره يوه پايه کښې يوه بله پايه چورلېدله.

11. د وزرو والا مخلوق په څلورو واړو طرفونو حرکت کولے شو، چې هر اړخ ته به يې مخ وو نو بغېر د تاوېدو نه به تلے شول. هغوئ به بغېر د تاوېدو را تاوېدو نه هغه اړخ ته تلل کوم خوا به يې چې مخ وُو.

12. د هغوئ ټول بدن، د هغوئ د شاګانو په شمول، د هغوئ لاسونه او د هغوئ وزرونه په مکمل توګه د سترګو نه ډک وُو، لکه څنګه چې د هغوئ څلور پايې وې.

13. ما واورېدل چې پايو ته يې د ”چورلېدونکو پايو“ نامه ورکړه.

14. د هر يو وزرو والا مخلوق څلور مخونه وُو، اول مخ لکه د غوائى په شان وو، او دوېم مخ يې د انسان په شان وو، درېم مخ يې لکه د ازمرى په شان وو، او څلورم مخ لکه د باز په شان وو.

15. نو بيا دا وزرو والا مخلوق مخ په بره اوچت شو. دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو.

16. کله چې به دې مخلوق حرکت کولو نو د هغوئ په خوا کښې پايو به هم ورسره حرکت کولو او کله چې به دې مخلوق خپلې وزرې خورې کړې چې د زمکې نه والوځى، نو پايو د هغوئ خوا نۀ پرېښودله.

17. هرکله چې به د وزرو والا مخلوق په آرام ودرېدل، نو پايې به هم ورسره ودرېدې، او کله چې به د وزرو والا مخلوق والوتلو نو پايې به هم ورسره والوتلې، ځکه چې د وزرو والا مخلوق روح په هغې کښې وو.

18. نو بيا د مالِک خُدائ جلال د خُدائ د کور درشل نه لاړو او د وزرو والا مخلوق دپاسه ودرېدو.

19. نو کله چې ما وکتل نو هغه مخلوق خپل وزرونه خوارۀ کړل او د زمکې نه اوچت شول، نو کله چې دوئ لاړل، هغه پايې د هغوئ سره لاړې. هغوئ د خُدائ د کور په درشل کښې نمرخاتۀ طرف ته ودرېدل، او د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ جلال د هغوئ د سر دپاسه وو.

20. دا هغه ژوندے مخلوق وو کوم چې ما د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د تخت د لاندې د کبار د سيند په غاړه ليدلے وو، نو زۀ په دې پوهه شوم چې دا هم هغه شان ژوندے مخلوق دے.

21. د هر يو څلور مخونه او څلور وزرونه وُو، او داسې يو څيز يې د وزرو لاندې وو چې په ليدلو کښې لکه د انسان د لاسونو په شان ښکارېدو.

22. د هغوئ مخونه بلکل هم هغه شان ښکارېدل کوم چې ما د کبار د سيند په غاړه ليدلى وُو. هر يو په تلو کښې نېغ تلو.

About حزقیال Chapter 10

Read حزقیال Chapter 10 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 10
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 10 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 10?

حزقیال Chapter 10 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 10 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 27
  3. حزقیال Chapter 3
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 34
  6. حزقیال Chapter 8
  7. حزقیال Chapter 38

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 66
  2. خروج Chapter 5
  3. خروج Chapter 7
  4. حزقیال Chapter 19
  5. تثنیه Chapter 1
  6. تثنیه Chapter 17
  7. پیدایښت Chapter 28

Related Chapters & Readings

  1. زبور Chapter 69
  2. زکریا Chapter 11
  3. دوهم پادشاهان Chapter 13
  4. یشوع Chapter 13
  5. دوهم تواریخ Chapter 12
  6. حزقیال Chapter 16
  7. مکاشفه Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *