عزرا Chapter 3

For English

Read عزرا Chapter 3 Online

Read عزرا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of عزرا and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

عزرا 3

فصل 3

1. کله چې اوومه میاشت راورسېدله، د اسراییلو قوم په خپلو ښارګوټو کې ځای په ځای شول. بیا هغوی ټول په اورشلیم کې په اتفاق سره راغونډ شول.

2. د یوصاداق زوی یشوع او د هغه ملګرو کاهنانو، د شالتي ییل زوی زروڅپرکیل او د هغه خپلوانو د اسراییلو د خدای د قربانۍ ځای بیا جوړ کړ، ترڅو هغوی وکولای شي د هغو حکمونو سره سم چې د خدای د نبي موسی په شریعت کې لیکل شوي وو، سوځېدونکې نذرانې وړاندې کړي.

3. که څه هم راستانه شوي جلاوطني خلک د هغو خلکو څخه چې په هغه خاوره کې اوسېدل وېرېدل، خو هغوی هغه د قربانۍ ځای په خپل پخواني ځای کې بیا جوړ کړ. وروسته یې په هغه باندې د سهارنیو او ماښامنیو سوځېدونکو قربانیو څښتن ته وړاندې کول بیا پیل کړل.

4. هغوی د لیکل شوو اصولو سره سم د جونګړو اختر ولمانځه او هره ورځ یې د هماغې ورځې سوځېدونکې قربانۍ وړاندې کولې.

5. برسېره پر دې، هغوی عادي سوځېدونکې نذرانې، د نوې میاشتې قربانۍ او د څښتن د نورو ټولو ټاکل شویو سپېڅلو جشنونو قربانۍ وړاندې کړې او هغوی هغه نذرانې هم راوړلې چې څښتن ته به په خپله خوښه ورکول کېدلې.

6. که څه هم خلکو لا د عبادتځای د بیاجوړونې کار نه ؤ پیل کړی، هغوی د اوومې میاشتې په لومړۍ ورځ څښتن ته د سوځېدونکو نذرانو په وړاندې کولو پیل وکړ.

7. خلکو ګلکارانو او نجارانو ته پیسې ورکړې او همدارنګه یې د صور او صیدون ښارونو ته خواړه، څښاک او د زیتونو تېل ورولېږل چې د هغو په بدل کې د لبنان څخه د سبر ونې د دریاب له لارې یافا ته راوړل شي. دا کار د فارس د پاچا کوروش په اجازه وشو.

8. نو د دوهم کال په دوهمه میاشت وروسته له دې چې هغوی بېرته په اورشلیم کې هغه ځای ته راغلل چې مخکې په کې د خدای کور ؤ، په کار یې پیل وکړ. زروڅپرکیل، یشوع او د هغوی نور وطنداران، یعنې کاهنان او لاویان، او هغه ټول جلاوطني خلک چې بېرته اورشلیم ته راغلي وو، د هغوی سره په کار کې بوخت شول. هغه ټول لاویان چې عمرونه یې شل کاله او یا زیات وو د خدای د کور د بیاجوړونې د کار مسوولان وټاکل شول.

9. لاوي یشوع او د هغه زامن او خپلوان او قدمي ییل او د هغه زامن (چې د هودویا له طایفې څخه وو) سره یوځای شول چې د خدای د کور د بیاجوړونې مسوولیت په غاړه واخلي. (له هغوی سره د حیناداد د طایفې لاویانو مرسته کوله.)

10. کله چې معمارانو د خدای د کور بنیاد کېښود، کاهنانو چې چپنې یې اغوستې وې او په لاسونو کې یې سرني وو په خپلو ځایونو کې ودرېدل او هغه لاویان چې د اساف له طایفې څخه وو، د خپلو تالونو سره په هغه ځای کې ودرېدل. هغوی د داود د لارښوونې سره سم د څښتن ثنا وویله.

11. هغوی په خپل وار د ثنا په ویلو او شکرګزارۍ سره څښتن ته دا سندره ویله:ځکه چې نېک دی څښتند هغه مینه ابدي ده اسراییلو سرههغوی ټولو په لوړ اواز چیغې وهلې او د څښتن ثنا یې ویله، ځکه چې د څښتن د کور بنیاد ایښودل شوی ؤ.

12. ډېرو زړو کاهنانو، لاویانو او د طایفو مشرانو چې د خدای اولنی کور یې لیدلی ؤ، نو څنګه چې هغوی ولیدل چې د دې کور بنیاد ایښودل پیل شوي دي، هغوی په لوړ اواز ژړا وکړه. خو نورو خلکو له خوشحالۍ چیغې ووهلې.

13. هېچا د خوشحالۍ له چیغو او ژړا ترمنځ فرق نه شو کولای، ځکه چې هغوی داسې شورماشور جوړ کړی ؤ چې د ډېر لېرې ځای څخه اورېدل کېده.

About عزرا Chapter 3

Read عزرا Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of عزرا in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: عزرا
Chapter: 3
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading عزرا. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading عزرا Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is عزرا Chapter 3?

عزرا Chapter 3 is part of the Book of عزرا in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete عزرا Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from زوړ عهد

  1. ارمیا Chapter 12
  2. استر Chapter 3
  3. استر Chapter 9
  4. استر Chapter 7
  5. اول پادشاهان Chapter 5
  6. لاویان Chapter 10
  7. لاویان Chapter 8

Explore More from عزرا

  1. عزرا Chapter 1
  2. عزرا Chapter 6
  3. عِزرا Chapter 8
  4. عِزرا Chapter 9
  5. عِزرا Chapter 10
  6. عزرا Chapter 4
  7. عزرا Chapter 5

Related Chapters & Readings

  1. ایوب Chapter 10
  2. حزقیال Chapter 15
  3. متی Chapter 5
  4. قاضیان Chapter 14
  5. متی Chapter 16
  6. لاویان Chapter 23
  7. اشعیا Chapter 60
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *