Read حزقیال Chapter 25 Online
Read حزقیال Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 25
فصل 25
1. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،
2. ”اے بنى آدمه خپل مخ دې د عمونيانو په خلاف راوګرځوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.
3. عمونيانو ته ووايه چې، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، کله چې زما د عبادتخانې بېعزتى کېدله او د بنى اِسرائيلو زمکه شاړه کېدله او د يهوداه خلق جلاوطن کېدل نو تاسو خوشحالى وکړه،
4. نو زۀ په دې وجه تاسو د مشرق خلقو ته د ميراث په توګه حواله کوم. هغوئ به ستاسو په مينځ کښې خپل کېمپونه جوړ کړى او خېمې به ودروى، هغوئ به ستاسو مېوې وخورى او ستاسو پئ به وڅښى.
5. زۀ به د ربه ښار نه د اوښانو د څرن ځائ جوړ کړم او د عمون نه به د ګډو شپول جوړ کړم. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
6. نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې تاسو د بنى اِسرائيلو خلاف خپل لاسونه وپړقول او خپلو پښو سره مو زمکه ودربوله، او تاسو د بنى اِسرائيلو د مُلک په تباهۍ خوشحالى وکړه،
7. نو په دې وجه به زۀ خپل لاس ستاسو خلاف دروغزوم او تاسو به نورو قومونو ته د غنيمت په توګه حواله کړم. زۀ به ستاسو قوم ختم کړم او تاسو به خانه بدوش کړم او تاسو به تباه کړم. نو تاسو به په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
8. ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نو ځکه چې موآب او سعير وائى وګوره، د يهوداه قوم لکه د نورو ټولو قومونو په شان شو،
9. نو په دې وجه، زۀ به د موآب سرحدى ښارونه حملې دپاره پرېږدم چې په هغې کښې د بيتيسيموت، بعل معون او قِريَتائم ښکلى ښارونه شامل دى.
10. زۀ به د مشرق په خلقو موآب او عمونيان قبضه کړم، نو بيا به نور عمونيان د دُنيا په مُلکونو کښې نۀ ياديږى،
11. زۀ به په موآبيانو د سزا حکم وکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم.“
12. ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ځکه چې ادوم د يهوداه د قوم نه په بدله اخستو سره سخت مجرم وګرځولے شو.
13. نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم.
14. زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“
15. ”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، فلستيانو د يهوداه نه بېرحمه بدله واخسته، او هغوئ د خپل زړۀ پخوانۍ کينه او دشمنى ورسره ښکاره کړه.
16. نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به د فلستيانو خلاف خپل لاس ورغزوم، او زۀ به چريتيان ختم کړم او څوک چې د سمندر په غاړه اوسيږى هغوئ به تباه کړم.
17. او زۀ به د هغوئ نه سخته بدله واخلم او په خپل غضب کښې به ورله سزا ورکړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ يم، کله چې زۀ د هغوئ نه بدله واخلم.“
About حزقیال Chapter 25
Read حزقیال Chapter 25 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 25
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 25 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 25?
حزقیال Chapter 25 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 25 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 8
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 10
Explore More from زوړ عهد
- اول پادشاهان Chapter 7
- حزقیال Chapter 27
- اشعیا Chapter 58
- زکریا Chapter 3
- ارمیا Chapter 49
- اول سموئیل Chapter 20
- زکریا Chapter 11