حزقیال Chapter 36

For English

Read حزقیال Chapter 36 Online

Read حزقیال Chapter 36 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 36

فصل 36

1. ”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو غرونو ته پېشګوئې وکړه او ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ.

2. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ستا دشمن دا پېغور درکولو چې، واه، ستاسو د غرونو پخوانۍ لوړې څوکې زمونږ شوې.

3. نو په دې وجه پېشګوئې وکړه او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، تۀ هغوئ وران ويجاړ کړې، د هرې خوا نه يې وډبولې او تۀ د نورو مُلکونو او قومونو ملکيت او د خندا او غېبت سبب وګرځېدې،

4. نو په دې وجه، اے د بنى اِسرائيلو غرونو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ غرونو غونډو او ګړنګونو، او درو ته داسې فرمائى چې، کندو کپرو، وران او تباه شوو ښارونو ته چې د نورو قومونو د لوټ او د خندا سبب ګرځېدلى دى،

5. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ما په خپل غېرت کښې د نورو قومونو خلاف فېصله وکړه، او خاص د ټول ادوم په خلاف، ځکه چې هغوئ په ډيرې خوشحالۍ او سپک نظر سره زما مُلک خپل ملکيت کړو ترڅو هغوئ د هغۀ د څرن سرسبزه ځائ لوټ کړى.

6. نو په دې وجه د بنى اِسرائيلو د مُلک په حقله پېشګوئې وکړه او غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ما په خپل غېرتى قهر کښې دې قوم ته دا ووئيل ځکه چې تاسو د نورو قومونو مسخرې تېرې کړې.

7. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، هغوئ چې څۀ کړى دى نو د هغې په وجه ما قسم وخوړو چې، ستاسو نه ګېرچاپېره مُلکونه به هم دغه شان سپک او بې‌عزته کړم.

8. بلکې تاسو به، اے د بنى اِسرائيل غرونو، څانګې او ډېره مېوه زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وکړئ، ځکه چې هغوئ به ډېر زر خپل کور ته راشى.

9. ګورئ، زۀ ستاسو خيال ساتم، او تاسو ته به په ښه سترګه وګورم، او ستا په پټو کښې به بيا خلق کَرل رېبل کوى.

10. زۀ به په تا کښې خلق زيات کړم، تر دې چې د بنى اِسرائيل ټول قوم به زيات کړم. ښارونه به بيا آباد شى او وران شوى ځايونه به بيا جوړ کړے شى.

11. زۀ به ستا د سړو او څاروو شمېر زيات کړم، او هغوئ به بارداره او ډېر شى. زۀ به خلق په تا کښې د پخوا په شان په ځائ کړم او د پخوا نه به ډېر برکت درکړم. نو بيا به تۀ په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.

12. زۀ به خپل خلق بنى اِسرائيل راولم چې په تا باندې وګرځى. هغوئ به په تا قبضه وکړى، او تۀ به د هغوئ ميراث يې، او تۀ به بيا هيڅکله هم هغوئ د خپلو ماشومانو نه، محرومه نۀ کړې.

13. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې خلق ستا په حقله وائى چې تۀ خلق لواړ تېروې او خپل قوم د هغوئ د ماشومانو نه محروموې،

14. نو د دې نه وروستو به تۀ نور خلق تباه نۀ کړې او نۀ به نور تۀ خپل اوسېدونکى د ماشومانو نه خلاص کړې، مالِک خُدائ داسې فرمائى.

15. زۀ به نور تا دې ته پرې نۀ ږدم چې د نورو قومونو پيغورونه واورې، او نۀ به نور د قومونو د مسخرو نۀ په تکليف شې او نۀ به تۀ نور د خپلو خلقو دپاره د تيندک سبب يې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“

16. نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،

17. ”اے بنى آدمه، کله چې د بنى اِسرائيلو خلق په خپل مُلک کښې اوسېدل، هغوئ هغه په خپل عمل او چال چلن سره پليت کړو. د هغوئ چال چلن زما په وړاندې لکه د ښځو د مياشتنۍ بيمارۍ په شان ناپاکه وو.

18. نو ما بيا په هغوئ خپل غضب نازل کړو ځکه چې هغوئ په هغه مُلک کښې وينه تويه کړې وه او ځکه چې هغوئ هغه مُلک په خپلو بُتانو سره پليت کړے وو.

19. ما هغوئ په نورو قومونو کښې خوارۀ کړل، او هغوئ په ټولو مُلکونو کښې خوارۀ شوى وُو. ما د هغوئ د چال چلن او عمل په مطابق د هغوئ عدالت وکړو.

20. هغوئ چې چرته هم په نورو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شول، هغوئ زما د مقدس نوم، په دې طريقې سره بې‌حرمتى وکړه، يعنې د هغوئ په حقله نورو قومونو دا وئيل چې، اګر چې هغوئ د مالِک خُدائ خپل خلق دى، خو هغوئ د هغۀ د وطن په پريښودو مجبور شول.

21. نو ما د خپل مقدس نوم په حقله سوچ کولو، کوم چې د بنى اِسرائيلو په نورو مُلکونو کښې چې چرته هم هغوئ رسېدلى وُو سپک يې کړو.

22. نو په دې وجه بنى اِسرائيلو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، اے بنى اِسرائيلو دا ستاسو دپاره نۀ دى کوم څيزونه چې زۀ کوم، خو دا زما د مقدس نوم په خاطر دى، د کوم چې تاسو په نورو قومونو کښې بې‌حرمتى وکړه چرته چې هم لاړئ.

23. زۀ به د خپل عظيم نوم قدوسيت ښکاره کړم، د کوم چې تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې بې‌حرمتى وکړه. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کله چې زۀ د هغوئ د سترګو د وړاندې خپل ځان مقدس ښکاره کړم نو بيا به هغه قومونه په دې وپوهيږى چې زۀ مالِک خُدائ يم.

24. ځکه چې زۀ به تاسو د نورو قومونو نه راغونډ کړم، زۀ به تاسو د ټولو مُلکونو نه راجمع کړم او خپل مُلک ته به مو واپس راولم.

25. زۀ به پاکې اوبۀ په تاسو وشيندم، نو تاسو به پاک شئ. زۀ به تاسو د خپلو ټولو حرام کارو او بُتانو نه پاک کړم.

26. زۀ به تاسو له نوے زړۀ درکړم او په تاسو کښې به نوے روح واچوم. زۀ به تاسو نه دا سخت زړۀ لرى کړم او نرم زړۀ به درکړم.

27. زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ.

28. نو تاسو به بيا په هغه مُلک کښې اوسېږئ کوم چې ما ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے وو. تاسو به زما خلق يئ، او زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم.

29. زۀ به تاسو د خپلو ټولو پليتو نه بچ کړم. زۀ به د غلو فصلونو له برکت ورکړم او په تاسو به نور قحط نۀ راولم.

30. زۀ به ستاسو د ونو مېوې او د پټو فصلونه زيات کړم، ترڅو تاسو د نورو قومونو په مينځ کښې د قحط په وجه شرمنده نۀ شئ.

31. نو بيا به تاسو ته خپل حرام کارونه او غلط حرکتونه در په ياد شى، او بيا به تۀ په خپلو حرامو کارونو او ګناهونو د پښېمانۍ احساس وکړې.

32. زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ.

33. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په کومه ورځ چې زۀ تاسو د خپلو ټولو ګناهونو نه پاک کړم، زۀ به ستاسو ښارونه بيا ودان، او دوباره به ستاسو کنډرې آبادې کړم.

34. هغه زمکه چې شاړه او بنجره وه په کومه به چې څوک هم تېرېدل او هغوئ به ليدله چې شاړه به پرته وه دوباره به په هغه زمکه کښې کرونده وشى.

35. او خلق به داسې وائى چې، دا کومه زمکه چې شاړه پرته وه اوس ترې باغِ عدن جوړ شوے دے. او کوم ښارونه چې کنډرې پراتۀ وُو، شاړ او تباه شوى وُو، اوس مضبوط او بيا آباد شوى دى.

36. نو بيا هغه قومونه کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې پاتې دى هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ هغه څۀ آباد کړل کوم چې وران ويجاړ شوى وُو او هغه څۀ مې وکرل کوم چې اوچ او شاړ شوى وُو. ما مالِک خُدائ وفرمائيل، او زۀ به يې وکړم.

37. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا‎ وکړم، زۀ به د ګډو په شان د هغوئ د خلقو شمېره زياته کړم،

38. زۀ به هغوئ دومره زيات کړم لکه څومره رَمې به چې د نذارانو اخترونو دپاره يروشلم ته راتللې. نو هم داسې به وران ويجاړ ښارونه د خلقو د رَمو نه ډک کړم. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

About حزقیال Chapter 36

Read حزقیال Chapter 36 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 36
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 36 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 36?

حزقیال Chapter 36 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 36 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 40
  4. حزقیال Chapter 27
  5. حزقیال Chapter 8
  6. حزقیال Chapter 34
  7. حزقیال Chapter 10

Explore More from زوړ عهد

  1. شمېر Chapter 31
  2. دوهم پادشاهان Chapter 14
  3. دوهم پادشاهان Chapter 19
  4. یشوع Chapter 8
  5. یشوع Chapter 1
  6. ارمیا Chapter 26
  7. حزقیال Chapter 47

Related Chapters & Readings

  1. یوئیل Chapter 1
  2. غزل غزلونه Chapter 2
  3. پیدایښت Chapter 43
  4. پیدایښت Chapter 37
  5. متلونه Chapter 28
  6. حزقیال Chapter 22
  7. افسیانو ته Chapter 3
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *