حزقیال Chapter 42

For English

Read حزقیال Chapter 42 Online

Read حزقیال Chapter 42 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 42

فصل 42

1. بيا هغه سړى زۀ د شمال خوا ته بهرنى دربار ته بوتلم او زۀ يې د مالِک خُدائ د کور مخامخ دربار کوټو ته او بهرنى دېوال ته مخامخ د شمال خوا ته راوستلم.

2. هغه کور چې دروازه يې د شمال طرف ته وه هغه يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه او اووۀ اتيا نيم فټه پلنه وه.

3. دواړه په دې حِصه کښې پينځۀ دېرش فټه کښې د دنننى دربار نه او په مخامخ بله حِصه کښې د بهرنى دربار نه، په دريواړو منزلونو کښې کړکۍ يو بل ته مخامخ وې.

4. د دې کوټو په مخکښې يوه دننه لار وه اوولس نيم فټه پلنه او يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږده وه. د دې دروازې په شمال کښې وې.

5. نو بره کوټې تنګې وې، ځکه چې په دې کښې هالونو د لاندې او مينځنى منزلونو د کور د کوټو په نسبت ډېر ځائ نيولے وو.

6. د درېم چت په کوټو کښې ستنې نۀ وې، لکه څنګه چې د دربار وې، نو دا نسبت د لاندې او مينځنى چتونو نه لږې شان وړې وې.

7. هلته بهرنے دېوال د کوټو او د بهرنى دربار سره برابر وو، او دا د کوټو مخې ته اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو.

8. نو د کوټو قطار د بهرنى دربار په طرف اووۀ اتيا نيم فټه اوږد وو، او د مقدس ځائ سره نزدې قطار يو سل او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.

9. لاندې کوټو ته د مشرق طرف نه د ننوتو لار وه کومه چې دې ته د بهرنى دربار نه ورننوځى.

10. د خُدائ د کور جنوب طرف ته يو بله آبادى وه چې د مالِک خُدائ د کور مغرب طرف ته وه

11. چې د دې مخې ته د تېرېدو لاره وه. دا لکه د شمال د کوټو په شان وې، دا هم هغه هومره اوږدې او پلنې وې، او هم يو شان لارې او ناپ يې وو. د شمال د تېرېدو د دروازو په شان د دې

12. د کوټو دروازې جنوب طرف ته وې. هلته يوه دروازه وه چې دا د حِفاظتى دېوال سره يو شان د مشرق طرف ته غزېدلې وه، په کومه چې يو کس کوټو ته ننوځى.

13. بيا هغۀ ما ته ووئيل، ”شمال او جنوب ته کوټې چې د مالِک خُدائ د کور دربار ته يې مخې دى د اِمامانو کوټې دى، چرته چې هغه اِمامان څوک چې د مالِک خُدائ په وړاندې ودرېدل نو هغوئ دې مقدسې نذرانې وخورى. هلته به هغوئ ډيرې مقدسې نذرانې کېږدى، يعنې د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې او د ګناه د تاوان نذرانې، ځکه چې هغه ځائ مقدس دے.

14. کله چې اِمامان د مالِک خُدائ په مقدس کور کښې داخل شى، بيا به هغوئ تر هغه وخته بهرنى دربار ته نۀ ځى ترڅو چې هغوئ هغه مقدسې جامې ونۀ باسى په کومو کښې چې هغوئ خِدمت کولو، ځکه چې دا مقدسې دى. هغوئ له پکار دى چې نورې کپړې واچوى د دې نه مخکښې چې هغوئ هغه ځايونو ته ورشى کوم چې د نورو خلقو دپاره دى.“

15. کله چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور دننه هر څۀ ناپ کړل، بيا هغۀ زۀ په مشرقى دروازې بهر راوويستلم او هغۀ ګېرچاپېره ټول هر څۀ ناپ کړل.

16. هغۀ د ناپ تول په چوکۍ مشرقى دېوال ناپ کړو، دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد وو.

17. بيا هغۀ شمال طرف ته دېوال ناپ کړو، دا د ناپ په چوکې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.

18. هغۀ جنوبى طرف دېوال ناپ کړو، هغه د ناپ په چوکې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.

19. بيا هغه مغرب طرف ته تاو شو او هغه دېوال يې ناپ کړو، او د ناپ په چوکې دا اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه وو.

20. بيا هغۀ هغه څلور واړه طرفونه ناپ کړل. او د دې نه ګېرچاپېره دېوال وو، چې اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه اوږد او اتۀ سوه او پينځۀ اويا فټه پلن وو، د دې مقصد دا وو چې عام ځائ د مقدس ځائ نه جدا کړى.

About حزقیال Chapter 42

Read حزقیال Chapter 42 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 42
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 42 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 42?

حزقیال Chapter 42 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 42 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 27
  3. حزقیال Chapter 3
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 8
  6. حزقیال Chapter 36
  7. حزقیال Chapter 34

Explore More from زوړ عهد

  1. شمېر Chapter 25
  2. اشعیا Chapter 22
  3. زکریا Chapter 13
  4. واعظ Chapter 6
  5. غزل غزلونه Chapter 7
  6. ایوب Chapter 7
  7. زکریا Chapter 14

Related Chapters & Readings

  1. اول تواریخ Chapter 2
  2. یهودا Chapter 1
  3. لاویان Chapter 21
  4. زبور Chapter 12
  5. اعمال رسولان Chapter 4
  6. متلونه Chapter 29
  7. پیدایښت Chapter 25
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *