حزقیال Chapter 4

For English

Read حزقیال Chapter 4 Online

Read حزقیال Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 4

فصل 4

1. ”نو اوس، اے بنى آدمه، يوه کچه ښخته راواخله، او په خپل مخکښې يې کېږده او پرې د يروشلم د ښار نقشه جوړ کړه.

2. نو بيا د ښار محاصره کېدل په کښې جوړ کړه، ګېرچاپېره ترې نه دېوال جوړ کړه چې يو کس ترې نه نۀ شى تښتېدلے. د دشمن د فوجيانو کېمپ جوړ کړه او دېوال ته د خاورو ډيرى او د قلعې د ماتولو مشينونه تيار کړه.

3. بيا د اوسپنې يو څادر راواخله، دا ستا او د ښار په مينځ کښې د اوسپنې دېوال په شان ولګوه او خپل مخ د ښار طرف ته راوګرځوه. دا به د محاصرې لاندې وى، او تۀ به دا ښار محاصره کوې. دا به د بنى اِسرائيلو دپاره يوه نښه وى.

4. نو بيا په ګس اړخ څمله او د بنى اِسرائيلو ګناهونه په خپل ځان باندې انبار کړه. نو څومره ورځې چې هغوئ ګناه کړې وى د هم هغه ورځو په اندازه په يو اړخ باندې څمله.

5. نو ما بيا تۀ د هم هغه ورځو په اندازه د سزا تېرولو دپاره مقرر کړې څومره کالونه چې هغوئ ګناه کړې ده. نو تۀ به لس کم څلور سوه ورځو پورې د بنى اِسرائيلو د ګناهونو سزا زغمې.

6. د دې سزا تېرولو نه وروستو بيا دوباره په ښى اړخ د يهوداه د ګناهونو د سزا تېرولو دپاره څمله. نو ما تۀ د څلوېښتو ورځو دپاره مقرر کړې، د يو کال دپاره مې يوه ورځ مقرر کړه.

7. نو بيا خپل مخ د يروشلم د محاصرې طرف ته راوګرځوه او په بربنډو لاسونو د هغې خلاف پېشګوئې وکړه.

8. زۀ به تا په پړو وتړم نو تۀ به د يو اړخ نه بل اړخ ته نۀ شې اوړېدلے ترڅو چې تا خپلې د محاصرې ورځې پوره کړې نۀ وى.

9. غنم او اوربشې، لوبيا او دال، غوښت او جمدر واخله. او هغه په چاټۍ کښې واچوه او ځان دپاره ترې نه روټۍ جوړوه. دا چې تۀ د لس کم څلورو سوو ورځو دپاره په يو اړخ پروت يې نو په دې دوران کښې د خوراک دپاره استعمالوه.

10. ‏-

11. تا ته په ورځ کښې صرف د يو پاؤ روټۍ خوړلو او د دوو ګلاسو اوبو څښلو اجازت شته. دا څيزونه په احتياط په ناپ او په مقرر وخت سره خوړلے او څښلے شې.

12. تۀ دا روټۍ لکه د اوربشو د روټۍ په شان پخوه. کله چې دا روټۍ پخوې نو د خلقو په مخامخ يې د انسان په اوچو غُلو پخه کړه.“

13. مالِک خُدائ وفرمائيل چې، ”نو په دې طريقې سره به اِسرائيليان ناپاکه روټۍ د هغه قومونو په مينځ کښې وخورى چرته چې زۀ دوئ شړم.“

14. خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“

15. ”ډېر ښۀ،“ هغۀ وفرمائيل، ”ښه نو د انسان د غُلو په ځائ خپله روټۍ د غواګانو په سپياکو پخه کړه.“

16. نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ به په يروشلم روټۍ بنده کړم. هغوئ چې کومه روټۍ خورى نو په ناپ تول او پرېشانۍ سره به يې خورى او کومې اوبۀ چې څښى نو د شمېر په څاڅکو به يې څښى.

17. ځکه چې خوراک او اوبۀ به په کمېدو وى او هغوئ به د يو بل د شکل نه يريږى، او د خپلې ګناه د سزا د لاندې به د لوږې نه مانده شى.“

About حزقیال Chapter 4

Read حزقیال Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 4
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 4?

حزقیال Chapter 4 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 27
  4. حزقیال Chapter 10
  5. حزقیال Chapter 40
  6. حزقیال Chapter 34
  7. حزقیال Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. اشعیا Chapter 44
  2. زبور Chapter 23
  3. یشوع Chapter 15
  4. قاضیان Chapter 9
  5. حزقیال Chapter 30
  6. زبور Chapter 136
  7. زبور Chapter 108

Related Chapters & Readings

  1. استر Chapter 1
  2. خروج Chapter 17
  3. ارمیا Chapter 37
  4. یشوع Chapter 20
  5. دوهم تواریخ Chapter 7
  6. صفنیا Chapter 1
  7. مکاشفه Chapter 6
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *