Read حزقیال Chapter 6 Online
Read حزقیال Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 6
فصل 6
1. د مالِک خُدائ کلام بيا په ما نازل شو،
2. ”اے بنى آدمه، خپل مخ دې د بنى اِسرائيلو د غرونو طرف ته واړوه او د هغوئ خلاف پېشګوئې وکړه.
3. او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ تاسو غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته داسې فرمائى، زۀ به اوس ستاسو خلاف تُوره استعمالوم، او زۀ به ستاسو هغه علاقائى عبادتخانې تباه کړم چرته چې تاسو د بُتانو عبادت کوئ.
4. ستاسو قربانګاه به راوغورزولے شى او ستاسو د خوشبويۍ قربانګاه به ټوټه ټوټه کړے شى. او زۀ به ستاسو خلق ستاسو د معبودانو په وړاندې حلال کړم.
5. زۀ به د بنى اِسرائيلو لاشونه د هغوئ د معبودانو په وړاندې وغورزوم. او زۀ به ستاسو هډوکى ستاسو د قربانګاه سره خوارۀ وارۀ کړم.
6. نو چرته چې تاسو اوسېږئ نو هغه ځائ او ښارونه به کنډر شى او هغه علاقائى عبادتخانې به تباه شى، ستاسو قربانګاه به خرابې او تباه شى، ستاسو معبودان به ټوټه ټوټه او تباه کړے شى، او ستاسو د خوشبويۍ قربانګاه به راوغورزولے شى، او څۀ چې تاسو جوړ کړى دى هغه به جارُو کړے شى.
7. ستا خلق به په تا کښې ووژلے شى، نو تۀ به په دې پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.
8. خو زۀ به ځينې خلق بچ کړم، او په تاسو کښې به څۀ خلق د تُورې د مرګ نه وتښتى او په نورو قومونو او مُلکونو کښې به خوارۀ شى.
9. نو کله چې هغوئ په نورو مُلکونو او قومونو کښې په جلاوطنۍ کښې اوسيږى، نو هغوئ به هلته ما راياد کړى، او په دې به پوهه شى چې هغوئ زۀ په خپلو زناکارو زړونو سره څومره دردولے يم، کوم چې زما نه اوړېدلى دى، او په خپلو سترګو سره به يې د هغه معبودانو سره زنا کوله. د هغه حرام کارونو او د معبودانو د عبادت په وجه کوم چې دوئ کړى دى هغوئ به د خپل ځان نه نفرت وکړى.
10. نو دوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم او زما خبردارے هسې تشې خبرې نه خو په رښتيا سره مې په دوئ عذاب راوستو.“
11. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، ”د غم نه خپل لاسونه وپړقوئ او خپلې پښې په زمکه ودربوئ او د افسوس چغې ووهئ، د بنى اِسرائيلو د هغه ټولو حرامو کارونو په وجه، نو هغوئ به په جنګ او قحط او وبا سره مړۀ کړے شى.
12. هغه څوک چې لرې دى نو هغوئ به په وبا سره مړۀ شى، او هغه څوک چې نزدې دى هغوئ به په جنګ کښې قتل کړے شى، او هغوئ څوک چې بچ پاتې شى نو په قحط سره به مړۀ شى. زۀ به خپل ټول قهر و غضب په هغوئ نازل کړم.
13. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم. کله چې د هغوئ خلق د دوئ د معبودانو او د دوئ د قربانګاه سره مړۀ پراته وى، په هره اوچته غونډۍ او اوچت غر دپاسه او د هرې شنې ونې لاندې او د څېړۍ د ونې لاندې به د دوئ لاشونه پراتۀ وى په هغه ځايونو کښې چرته چې هغوئ خپلو ټولو معبودانو ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې.
14. او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
About حزقیال Chapter 6
Read حزقیال Chapter 6 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 6
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 6 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 6?
حزقیال Chapter 6 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 6 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 10
- حزقیال Chapter 8
Explore More from زوړ عهد
- تثنیه Chapter 20
- استر Chapter 9
- زبور Chapter 145
- دوهم سموئیل Chapter 3
- میکاه Chapter 5
- اشعیا Chapter 58
- زبور Chapter 12