حزقیال Chapter 39

For English

Read حزقیال Chapter 39 Online

Read حزقیال Chapter 39 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 39

فصل 39

1. ”اے بنى آدمه، د جوج خلاف پېشګوئې وکړه او ورته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، اے جوجه، د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستا خلاف يم.

2. زۀ به تا راتاو کړم او رابه دې کاږم. زۀ به تا د شمال لرې ځائ نه راولم او د بنى اِسرائيلو د غرونو خلاف به دې ولېږم.

3. بيا به زۀ لينده ستا د ګس لاس نه واخلم او غشى به ستا د ښى لاس نه وغورزوم.

4. د بنى اِسرائيلو په غرونو به تۀ سره د خپلو ټولو فوجيانو او ټولو قومونو چې تا سره دى قتل کړے شې. زۀ به تاسو د هر قسمه مردار خورو مارغانو او ځنګلى ځناورو په خوراک بدل کړم.

5. تاسو به په هوار مېدان کښې قتل شئ، ځکه چې دا ما مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائيلى دى.

6. زۀ به په ماجوج او په هغوئ څوک چې د سمندر په غاړه کښې په امن اوسيږى اور نازل کړم، او هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.

7. زۀ به خپل مقدس نوم د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې څرګند کړم. زۀ به نور خپل مقدس نوم بې‌حرمتۍ ته پرې نۀ ږدم، او قومونه به پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو کښې مقدس ذات يم.

8. دا ورځ راروانه ده، دا به يقيناً راشى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى. دا هغه ورځ ده چې ما يې ذکر کړے دے.

9. بيا هغوئ څوک چې د بنى اِسرائيلو په ښارونو کښې اوسيږى به بهر لاړ شى او وسلې به د سوزولو دپاره استعمال کړى او واړۀ او غټ ډالونه، ليندې او غشى، جنګى ډنډې او نېزې به وسوزوى. د اووۀ کالو پورې به هغوئ دا سوزولو دپاره استعمالوى.

10. هغوئ ته به ضرورت نۀ وى د پټو نه د خشاک راټولولو او نۀ به ورته د ځنګل د کټ کولو، ځکه چې هغوئ به وسلې د خشاک په طور استعمال کړى. او هغوئ به هغه لوټ کړى چا چې دوئ لوټ کړى وُو او هغوئ به تالا کړى چا چې دوئ تالا کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“

11. ”په هغه ورځ به زۀ جوج له په بنى اِسرائيلو کښې د يو لوئ قبرستان ځائ ورکړم، په هغه وادۍ کښې په کومه کښې چې خلق د سمندر مشرق خوا ته تلۀ راتلۀ کوى. دا به د مسافرو لاره بنده کړى، ځکه چې جوج او د هغۀ ټول لښکر به هلته ښخ وى. نو بيا به دې ته د هامون جوج وادى وئيلے کيږى.

12. تر اوو مياشتو پورې به د بنى اِسرائيلو قوم هغوئ ښخوى د دې دپاره چې زمکه ترې صفا کړى.

13. د هغه مُلک ټول خلق به د هغوئ په ښخولو کښې مدد وکړى، په دې ورځ چې زۀ په دُنيا باندې خپل جلال څرګند کړم، نو دا کار به د دوئ دپاره د عزت باعث شى، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.

14. د مُلک پاکولو دپاره به کسان لګولے شوى وى چې هغه صفا کړى. او د هغوئ سره څۀ کسان به په ټول مُلک کښې وګرځى او نور لاشونه چې په زمکه پاتې وى چې هغه ښخ کړى. او پوره اووۀ مياشتې به هغوئ خپل لټون جارى وساتى.

15. کله چې هغوئ په ټول مُلک کښې ګرځى او په هغوئ کښې يو کس د انسان هډوکى وګورى، نو هغه به د دې په خوا کښې نښه جوړه کړى ترڅو چې قبرکند هغه د هامون جوج په وادۍ کښې ښخ کړى.

16. هلته يو ښار هم دے چې هامونه نوميږى. نو دغه شان به هغوئ زمکه پاکه کړى.

17. اے بنى آدمه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، هر قسمه مارغانو او ځناورو ته آواز وکړئ چې، راجمع شئ او د ټولو ګېرچاپېره ځايونو نه هغه قربانۍ دپاره راشئ چې زۀ يې تاسو دپاره تياروم، دا د بنى اِسرائيلو په غرونو لويه قربانى ده. هلته به تاسو غوښې وخورئ او وينه به وڅښئ.

18. تاسو به د تکړه سړو غوښې وخورئ او د زمکې د شهزادګانو وينې به وڅښئ، دوئ ټول لکه د بسن د ګډانو او ګډورو، چېلو او غوَيانو، څاربۀ څاروى په شان دى.

19. کومه قربانى چې زۀ تاسو دپاره تياروم، د دې چربى به تاسو په مَړه خېټه وخورئ او وينه به تر هغې وڅښئ چې نشه شئ.

20. زما په دسترخوان به تاسو د آسونو او د آسونو د سورو، د تکړه سړو، او د هر قسم فوجيانو غوښې وخورئ، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.

21. زۀ به د قومونو په مينځ کښې خپل جلال ښکاره کړم، او ټول قومونه به وګورى هغه سزا چې زۀ يې نازلوم او هغه لاس چې ما په هغوئ باندې اېښے دے.

22. د هغه ورځې نه به بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.

23. او قومونه به په دې پوهه شى چې بنى اِسرائيل د خپلې ګناه په وجه جلاوطن کړے شوى وُو، ځکه چې هغوئ ما سره بې‌وفا وُو. نو ځکه ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو او هغوئ مې دشمنانو ته حواله کړل، او په تُوره باندې قتل کړے شول.

24. ما د هغوئ سره د هغوئ د ناپاکوالى او د بدعملۍ په مطابق سلوک وکړو، او ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو.“

25. ”نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به اوس يعقوب د غلامۍ نه واپس راولم او د اِسرائيل په ټولو خلقو به رحم وکړم، او زۀ به په خپل مقدس نوم غېرت وکړم.

26. هغوئ به خپل شرم او هغه ټوله بې‌ايمانى هېره کړى کومه چې هغوئ زما خلاف کړې وه کله چې هغوئ په خپل مُلک کښې بغېر د چا د يرې نه په امن او سکون کښې اوسيږى.

27. کله چې زۀ هغوئ د نورو قومونو نه واپس راولم او هغوئ د خپلو دشمنانو د مُلکونو نه راغونډ کړم، نو زۀ به خپل ځان د نورو ډېرو قومونو د سترګو په وړاندې د دوئ په وسيله مقدس ښکاره کړم.

28. نو بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم، اګر کۀ ما هغوئ نورو مُلکونو ته جلاوطن کړى وُو، زۀ به هغوئ خپل مُلک ته رايوځائ کړم، او د هغوئ يو کس به هم وروستو پرې نۀ ږدم.

29. زۀ به نور هيڅکله خپل مخ د دوئ نه پټ نۀ کړم، زۀ به خپل روح د بنى اِسرائيلو په قوم نازل کړم، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى.“

About حزقیال Chapter 39

Read حزقیال Chapter 39 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 39
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 39 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 39?

حزقیال Chapter 39 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 39 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 27
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 34
  6. حزقیال Chapter 10
  7. حزقیال Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 17
  2. اول تواریخ Chapter 27
  3. متلونه Chapter 15
  4. قاضیان Chapter 11
  5. ایوب Chapter 16
  6. غزل غزلونه Chapter 5
  7. خروج Chapter 36

Related Chapters & Readings

  1. میکاه Chapter 3
  2. اشعیا Chapter 66
  3. تثنیه Chapter 26
  4. دوهم قرنتیانو ته Chapter 12
  5. تثنیه Chapter 13
  6. یوحنا Chapter 4
  7. زکریا Chapter 13
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *