Read حزقیال Chapter 38 Online
Read حزقیال Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
حزقیال 38
فصل 38
1. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،
2. ”اے بنى آدمه، خپل مخ د ماجوج د مُلک د جوج خلاف کړه، د مسک او توبل د لوئ شهزاده، په خلاف پېشګوئې وکړه.
3. او ورته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ دا فرمائى چې، اے جوجه د مسک او توبل لوئ شهزاده زۀ ستاسو خلاف يم.
4. زۀ به تا ته راوګرځوم، او په ژامنو کښې به دې کُنډې واچوم او د خپل ټول فوج او آسونو سره به دې بهر راوکاږم، ستا د آسونو سوارۀ په زغرو سمبال دى، او يو لوئ لښکر د خپلو وړو او غټو ډالونو سره دے، او هغوئ ټولو خپلې تُورى راويستلى دى.
5. د فارس، ايتهوپيا او ليبيا خلق به تا سره شى، او دوئ سره به خپل ډالونه او جنګى ټوپۍ وى.
6. جُمر به هم سره د خپل ټول لښکر تا سره وى، او د شمال د لرې ځائ بيتتُجرمه به خپل ټول لښکر سره او نور ډېر قومونه به تا سره وى.
7. تۀ تيار شه، تيار اوسه، ټول لښکر چې تا ته د خوا او شا نه راغونډ شوے دے د هغې مشرى وکړه.
8. ډيرې ورځې وروستو به تا ته حکم وشى چې مسلح شه. په راتلونکى کالونو کښې به تۀ په يو داسې مُلک حمله وکړې کوم چې د جنګ نه په آرام شوے دے، د چا خلق چې د ډېرو مُلکونو نه د بنى اِسرائيلو غرونو ته راغونډ شوى دى، کوم مُلک چې د ډيرې مودې نه وران وو. هغوئ د هغه مُلکونو نه راوستلے شوى دى، او اوس هغوئ ټول په امن کښې اوسيږى.
9. تۀ او ستا ټول لښکر او هغه ډېر قومونه چې تا سره دى به ورمخکښې شى، لکه د طوفان په شان حمله به وکړى، او تاسو به لکه د وريځې په شان په هغه مُلک کښې خوارۀ شئ.
10. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، په هغه ورځ به ستا ذهن کښې بد خيالونه راشى او تۀ به غلطه منصوبه جوړه کړې.
11. تۀ به ووائې چې، زۀ به په هغه مُلک حمله وکړم چې دېوالونه يې نۀ وى، زۀ به په هغه خلقو باندې حمله وکړم چې پُراَمنه او په آرام ژوند کوى، هغوئ ټول بغېر د دېوالونو او دروازو او کُنډو اوسيږى.
12. زۀ به لوټ مار جوړ کړم او خپل لاس به بيا ودان شوو کنډرو پسې او د هغه خلقو خلاف کړم چې د ډېرو قومونو نه راغونډ شوى دى، هغوئ اوس د څاروو او سامانونو نه مالا مال دى، او د دُنيا په مينځ کښې اوسيږى.
13. د شيبا او د ددان او د ترسيس سوداګر او د دې ټول کليوال به تا ته وائى، ولې تۀ لوټ کولو له راغلے يې څۀ؟ ولې تا خپل لښکر د دې دپاره راغونډ کړے دے چې لوټ مار وکړى، سپين زر او سرۀ زر يوسى، چې څاروى او سامانونه يوسى او ډېر مال لوټ کړى؟
14. نو په دې وجه، اے بنى آدمه، پېشګوئې وکړه او جوج ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې په هغه ورځ، کله چې زما خلق بنى اِسرائيل په امن اوسيږى ولې تۀ به دا نۀ ګورې څۀ؟
15. تۀ به د خپل لرې ځائ شمال نه راشې، تۀ او ډېر قومونه به درسره وى، هغوئ ټول به په آسونو سوارۀ وى، يو لوئ لښکر، او تکړه فوج به وى.
16. تۀ به زما د قوم بنى اِسرائيلو خلاف لکه د وريځ حمله وکړې کومه چې زمکه پټوى. په راتلونکو ورځو کښې، اے جوجه، زۀ به تا د خپل مُلک په خلاف راپاڅوم، نو چې مُلکونه ما وپېژنى کله چې ستا په وسيله زۀ خپل ځان د هغوئ د سترګو د وړاندې مقدس ښکاره کړم.
17. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، ولې تۀ هم هغه نۀ يې د چا چې ما ډېر پخوا د خپلو خِدمتګارانو د بنى اِسرائيلو د پېغمبرانو په وسيله خبرې کړې وې؟ په هغه وخت کښې هغوئ تر ډېرو کالونو پورې پېشګوئې وکړه چې زۀ به تا د هغوئ خلاف راولم.“
18. ”په هغه ورځ به داسې وشى، کله چې جوج د اِسرائيل په مُلک حمله وکړى، زما سخت قهر به راوپاريږى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
19. زۀ په خپل غېرت او سخت قهر کښې دا فرمايم چې په هغه ورځ به د اِسرائيل په مُلک کښې يوه لويه زلزله راشى.
20. د سمندر کبان، د هوا مارغان، د صحرا ځناور، هر يو مخلوق کوم چې په زمکه باندې ګرځى، او د زمکې په مخ باندې ټول انسانان به زما په حضور کښې ولړزيږى. غرونه به اولټه شى، د غرونو څوکې به راونړيږى او هر يو دېوال به په زمکه راپرېوځى.
21. زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى.
22. زۀ به په وبا او قتل عام د هغۀ عدالت وکړم، زۀ به سېلابى بارانونه، ږلۍ او سوزونکى ګوګړ په هغۀ او د هغۀ په لښکرو او ورسره په نورو ډېرو قومونو نازل کړم.
23. او بيا به زۀ خپله لوئى او پاکوالے ښکاره کړم، او زۀ به خپل ځان د ډېرو قومونو په وړاندې ښکاره کړم. بيا به هغوئ پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“
About حزقیال Chapter 38
Read حزقیال Chapter 38 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: حزقیال
Chapter: 38
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading حزقیال Chapter 38 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is حزقیال Chapter 38?
حزقیال Chapter 38 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 38 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from حزقیال
- حزقیال Chapter 35
- حزقیال Chapter 27
- حزقیال Chapter 3
- حزقیال Chapter 40
- حزقیال Chapter 34
- حزقیال Chapter 10
- حزقیال Chapter 8
Explore More from زوړ عهد
- عاموس Chapter 4
- ایوب Chapter 38
- اول پادشاهان Chapter 15
- اول تواریخ Chapter 25
- اول سموئیل Chapter 18
- پیدایښت Chapter 32
- غزل غزلونه Chapter 4