حزقیال Chapter 12

For English

Read حزقیال Chapter 12 Online

Read حزقیال Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of حزقیال and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

حزقیال 12

فصل 12

1. بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،

2. ”اے بنى آدمه، تۀ د سرکشه قوم په مينځ کښې اوسېږې. هغوئ د کتلو دپاره سترګې لرى خو نۀ وينى او د اورېدو دپاره غوږونه لرى خو اورى نه، ځکه چې هغوئ سرکشه خلق دى.

3. نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے.

4. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې خپل مال حال داسې راوباسه لکه چې د جلاوطنۍ دپاره دې راغونډ کړے وى. بيا په ماښام کښې د هغوئ په وړاندې داسې روان شه لکه چې څوک جلاوطن کړے شوے وى.

5. د هغوئ په وړاندې دېوال سورے کړه او خپل مال حال په هغه سورى کښې بهر کړه.

6. د هغوئ په وړاندې خپل مال حال اوږو ته اوچت کړه او هغه په تيارۀ کښې بهر يوسه. خپل مخ داسې پټ کړه چې وطن درته نۀ ښکارى، ما ځکه په تا دا هر څۀ وکړل چې تا د بنى اِسرائيلو قوم دپاره يو خبردارے کړم.“

7. نو څنګه چې ما ته حکم شوے وو هم هغه شان ما وکړل. په ورځ کښې ما خپل سامان تړلے لکه د جلاوطنۍ دپاره راوويستلو. نو په ماښام کښې ما په خپلو لاسونو په دېوال کښې سورے وکړو. ما خپل سامان په توره تيارۀ کښې بهر کړو، په خپلو اوږو مې د هغوئ د سترګو د وړاندې اوچت کړو.

8. نو په سحر کښې د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،

9. ”اے بنى آدمه، ولې د بنى اِسرائيلو دې سرکشه قوم ستا نه تپوس ونۀ کړو چې، تۀ څۀ کوې؟

10. نو هغوئ ته ووايه چې، زۀ مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمايم چې دا پېغام د يروشلم د شهزاده او د هغه ټولو خلقو دپاره دے څوک چې په کښې اوسيږى.

11. هغوئ ته ووايه چې، زۀ ستاسو دپاره نمونه يم. څنګه عمل چې ما وکړو نو هم هغه شان به د يروشلم د خلقو سره وشى، هغوئ به جلاوطن او قېديان کړے شى.

12. د هغوئ په مينځ کښې شهزاده به هم په تيارۀ کښې خپل سامان په خپله اوږه اوچت کړى او لاړ به شى، او هغه به دېوال سورے کړى چې په هغې ووځى. هغه به خپل مخ پټ کړى چې هغه وطن ورته نۀ ښکارى د کوم نه چې هغه روان دے.

13. نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه څپرکیل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.

14. زۀ به د هغۀ نه ګېرچاپېره د هغۀ ټول نوکران او فوجيان خوارۀ وارۀ کړم او هغوئ پسې به تُوره راوکاږم.

15. نو هغوئ به په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم، کله چې زۀ دوئ په نورو قومونو او مُلکونو کښې خوارۀ وارۀ کړم.

16. خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

17. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،

18. ”اے بنى آدمه، کله چې خوراک کوې نو ريږده، او کله چې اوبۀ څښې نو د يرې نه لړزېږه.

19. خلقو ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى د هغه خلقو په حقله څوک چې په يروشلم کښې او د اِسرائيل په مُلک کښې اوسيږى، هغوئ به خپل خوراک په رېږدېدو سره کوى او اوبۀ به په مايوسۍ سره څښى، ځکه چې د دوئ د زمکې نه به هر څۀ چې په کښې دى لوټ شى د هغوئ ټولو د قتل و غارت زياتى په وجه څوک چې په کښې اوسيږى.

20. د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“

21. د مالِک خُدائ کلام په ما بيا نازل شو،

22. ”اے بنى آدمه، دا کوم متل دے چې تاسو يې د بنى اِسرائيلو په زمکه باندې کوئ يعنې، ورځې روانې دى او هره يوه پېشګوئې نۀ پوره کيږى؟

23. هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ دا متل ختموم، او دوئ به هيڅکله بيا په اِسرائيل کښې دا ونۀ وائى. هغوئ ته ووايه، هغه ورځې رانزدې دى چې هره يوه پېشګوئې به پوره شى.

24. ځکه چې په اِسرائيل کښې به نور نۀ د دروغو روياګانې او نۀ به د چاپلوسۍ پال ليدلے شى.

25. ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ چې څۀ ووايم هغه به پوره شى، او هغه به نور ايسار نۀ شى، اے سرکشه بنى اِسرائيله، بې‌شکه زۀ به ستاسو په ژوند کښې خپله خبره وکړم او هغه به پوره هم کړم. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې وفرمائيل.“

26. نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو،

27. ”اے بنى آدمه، د بنى اِسرائيلو خلق داسې وائى چې، حزقى‌ايل د ډېر لرې وخت په حقله خبرې کوى. د هغۀ رويا به ډېر وخت اخلى او زر به پوره نۀ شى.

28. نو په دې وجه تۀ هغوئ ته ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، نور وخت به نۀ لګى، زۀ به اوس هغه هر څۀ پوره کړم کوم چې ما وفرمائيل. ما، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل.“

About حزقیال Chapter 12

Read حزقیال Chapter 12 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of حزقیال in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: حزقیال
Chapter: 12
Testament: Old Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading حزقیال. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading حزقیال Chapter 12 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is حزقیال Chapter 12?

حزقیال Chapter 12 is part of the Book of حزقیال in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete حزقیال Chapter 12 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from حزقیال

  1. حزقیال Chapter 35
  2. حزقیال Chapter 3
  3. حزقیال Chapter 27
  4. حزقیال Chapter 40
  5. حزقیال Chapter 34
  6. حزقیال Chapter 10
  7. حزقیال Chapter 8

Explore More from زوړ عهد

  1. پیدایښت Chapter 12
  2. خروج Chapter 28
  3. تثنیه Chapter 1
  4. ایوب Chapter 26
  5. تثنیه Chapter 26
  6. زبور Chapter 141
  7. عاموس Chapter 1

Related Chapters & Readings

  1. شمېر Chapter 17
  2. روت Chapter 1
  3. میکاه Chapter 6
  4. زبور Chapter 23
  5. اشعیا Chapter 9
  6. تثنیه Chapter 18
  7. دوهم تواریخ Chapter 15
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *