Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1 Online
Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم تسالونیکیانو ته and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم تسالونیکیانو ته 1
فصل 1
1. د پولوس او سیلوانس او تیموتاوس له خوا د تسالونیکیانو کلیسا ته چې زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح کلیسا ده.
2. زمونږ د پلار خدای او څښتن عیسی مسیح فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.
3. ای خویندو او ورونو! مونږ باید تل ستاسو دپاره د خدای شکر وباسو او همداسې مناسبه ده، ځکه چې ستاسو ایمان ښه قوي کیږي او ستاسو مینه یو د بل سره نوره هم زیاتیږي.
4. له دې امله مونږ د خدای په نورو کلیساګانو کې د هغه صبر او زغم او ایمان دپاره چې تاسو یې په ځورونو او تکلیفونو کې ښایئ، ویاړو.
5. دا د خدای د عادلانه قضاوت ثبوت دی د دې دپاره چې تاسو د خدای د هغې پاچاهۍ لایق کړي د کومې دپاره چې کړاوونه زغمئ.
6. څرنګه چې خدای عادل دی، نو هغه به هغو خلکو ته سزا ورکړي چې تاسو یې ځورولي یئ.
7. هغه به تاسو ته چې ځورېدلي یئ، ارام درکړي او مونږ ته به یې هم راکړي. دا کار به هغه وخت وشي چې کله زمونږ څښتن عیسی د اسمان څخه د خپلو زورورو فرښتو سره
8. د اور په لمبو کې راښکاره شي. هغه به هغو خلکو ته چې خدای نه پېژني او زمونږ د څښتن عیسی زېری نه مني، سزا ورکړي.
9. د هغوی سزا به دا وي چې د تل دپاره تباه شي او د څښتن د حضور او د هغه د قدرت د جلال څخه به بې برخې شي.
10. په هغه ورځ چې څښتن عیسی راشي، نو د خپلو سپېڅلو خلکو له خوا به جلال ومومي او ټول ایمانداران به یې په لیدلو ډېر حیران شي. په هغوی کې به تاسې هم شامل یئ، ځکه چې تاسو زمونږ په شهادت باندې چې د هغه په هکله مو درکړ، ایمان راوړ.
11. له دې امله مونږ تل ستاسو دپاره دعا کوو. مونږ د خپل خدای څخه غواړو چې تاسو د هغه ژوند لایق کړي چې هغه مو ورته رابولي. هغه دې په خپل قدرت سره ستاسو ټولې نېکې هیلې پوره کړي او ستاسو هغه کارونه دې پوره کړي چې په ایمان سره یې کوئ.
12. مونږ دا دعا د دې دپاره کوو، ترڅو زمونږ د څښتن عیسی مسیح نوم ستاسو له خوا جلال ومومي او زمونږ د خدای او د څښتن عیسی مسیح په فضل سره تاسو د هغه له خوا عزت ومومئ.
About دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1
Read دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم تسالونیکیانو ته
Chapter: 1
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم تسالونیکیانو ته. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1?
دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1 is part of the Book of دوهم تسالونیکیانو ته in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم تسالونیکیانو ته Chapter 1 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم تسالونیکیانو ته
Explore More from نوی عهد
- مکاشفه Chapter 8
- لوقا Chapter 12
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 8
- دوهم تیموتاوس Chapter 2
- غلاطیانو ته Chapter 4
- کولسیانو ته Chapter 2
- لوقا Chapter 14