Read دوهم پطروس Chapter 3 Online
Read دوهم پطروس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پطروس in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of دوهم پطروس and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
دوهم پطروس 3
فصل 3
1. ګرانو دوستانو! دا دوهم لیک دی چې تاسو ته یې لیکم. په دواړو لیکونو کې مې هڅه کړې ده چې د دې شیانو په یادولو سره ستاسو په ذهنونو کې پاک خیالونه رابېدار کړم.
2. زه غواړم تاسو ته هغه خبرې چې مخکې سپېڅلو پیغمبرانو درته کړې دي او زمونږ د څښتن او خلاصوونکي هغه حکم در په یاد کړم چې د خپلو رسولانو په وسیله یې درکړی دی.
3. د هرڅه نه مخکې باید تاسو خبر شئ چې په اخرنیو ورځو کې به داسې مسخره خلک راپیدا شي چې د خپلو بدو خواهشاتو سره سم به ژوند تېروي او په تاسو باندې به ملنډې وهي.
4. هغوی به وایي: «هغه چا چې وعده کړې ده چې راځي، هغه وعده څه شوه؟ ځکه د کوم وخت نه چې زمونږ نیکونه مړه شوي دي، نو هرڅه هماغسې روان دي لکه څنګه چې د نړۍ د پیدایښت له وخته روان وو.»
5. هغوی په قصدي ډول دا هېروي چې ډېر پخوا خدای حکم وکړ او اسمانونه پیدا شول. او د خدای د حکم په وسیله ځمکه د اوبو څخه جدا شوه او د اوبو نه وچه ځمکه رامنځته شوه.
6. همدارنګه د اوبو یعنې د سېلاب د اوبو په وسیله هغه پخوانۍ نړۍ د اوبو لاندې شوه او تباه شوه.
7. خو موجوده اسمانونه او ځمکه د خدای د هماغه حکم په وسیله ساتل شوي دي، ترڅو هغه د اور په وسیله له منځه یوسي. هغه اسمانونه او ځمکه به تر هغې ورځې پورې وساتل شي چې د بې دینه خلکو په هکله قضاوت وشي او هغوی تباه شي.
8. خو ګرانو دوستانو! یوه خبره مه هېروئ چې د څښتن په نظر کې یوه ورځ د زرو کلونو او زر کلونه د یوې ورځې په شان دي.
9. څښتن په خپله وعده کې ځنډ یا سستي نه کوي لکه څنګه چې ځینې خلک یې ځنډ ګڼي. هغه تاسو ته صبر کوي، ځکه نه غواړي چې څوک تباه شي، بلکې غواړي چې ټول د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي.
10. خو د څښتن د راتللو ورځ به لکه غل په شان ناڅاپه راځي. په هغه ورځ به اسمانونه په یو هیبتناکه اواز له سترګو پناه شي، اسماني موجودات به وسوځي او له منځه به لاړ شي او ځمکه او هرڅه چې په هغې کې دي هغه به له منځه لاړ شي.
11. نو څرنګه چې دا ټول شیان په دې ډول له منځه تلونکي دي نو تاسو باید څه ډول اوسئ؟ تاسو باید پاک او په دیندارۍ کې ژوند تېر کړئ.
12. د خدای د ورځې راتګ ته سترګې په لاره اوسئ چې زر راشي. په هغه ورځ به اسمانونه وسوځي او له منځه به لاړ شي او اسماني موجودات به د ګرمۍ له لاسه ویلي شي.
13. خو مونږ د خدای د وعدې له مخې د نویو اسمانونو او ځمکې انتظار کوو چې په هغو کې به عدالت ټینګ شي.
14. نو ګرانو دوستانو! څرنګه چې تاسو د هغې ورځې انتظار کوئ، نو ډېر کوښښ وکړئ چې د خدای په نظر کې پاک او بې عیبه اوسئ او په سوله او سلامتي کې خپل ژوند تېر کړئ.
15. زمونږ د څښتن صبر یو خلاصون وګڼئ، لکه څنګه چې زمونږ ګران ورور پولوس هم د هغه حکمت له مخې چې خدای ورته ورکړی دی تاسو ته لیکلي دي.
16. هغه په خپلو ټولو لیکونو کې د دې شیانو په هکله خبرې کوي. په هغو کې ځینې داسې خبرې شته چې پوهېدل ورباندې ګران دي او ناپوهه او بدلېدونکي خلک هغه د پیغمبرانو د نورو لیکنو په شان غلط تعبیروي، نو هغوی په خپلو ځانونو باندې تباهي راولي.
17. ګرانو دوستانو! خو تاسو له مخکې نه خبر یئ، نو پام کوئ، هسې نه چې د بې اصوله خلکو د غلط تعلیم له امله بې لارې شئ او خپل استقامت او په ایمان کې ټینګوالی د لاسه ورکړئ.
18. بلکې زمونږ د څښتن او خلاصوونکي عیسی مسیح په فضل او پېژندنه کې پرمختګ وکړئ. ثنا دې وي هغه ته اوس او تل ترتله. امین!
About دوهم پطروس Chapter 3
Read دوهم پطروس Chapter 3 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of دوهم پطروس in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: دوهم پطروس
Chapter: 3
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading دوهم پطروس. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading دوهم پطروس Chapter 3 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is دوهم پطروس Chapter 3?
دوهم پطروس Chapter 3 is part of the Book of دوهم پطروس in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete دوهم پطروس Chapter 3 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from دوهم پطروس
Explore More from نوی عهد
- مرقس Chapter 6
- اعمال رسولان Chapter 13
- یعقوب Chapter 2
- دوهم یوحنا Chapter 1
- متی Chapter 28
- اعمال رسولان Chapter 9
- رومیانو ته Chapter 10