Read زبور Chapter 89 Online
Read زبور Chapter 89 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of زبور and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
زبور 89
فصل 89
1. ای څښتنه، زه به تل ستا د تلپاتې مینې وایمه سندرهپه خپله خوله ټولو نسلونو ته به ستا وفاداري بیان کړم
2. ما ویل چې ستا مینه به شي پاتې تل دپارهوفاداري به دې وي ټینګه اسمانونو په شان
3. وویل تا چې ما لوظ کړی دی داود سره چې ما خوښ کړیاو خپل خادم داود سره مې کړی دا قسم دی:
4. «اولاده ستا به کوي پاچاهي تلستا پاچاهي به د یو نسل نه بل نسله پورې ټینګه ساتم»
5. څښتنه، ستا عجیب کارونه اسمانونه ستایيد فرښتو ډله دې ستایي وفا
6. ای څښتنه، اسمانونو کې څوک نشته ستا په شانبرابر نه دی هېڅ اسماني مخلوق د ستا سره
7. د فرښتو غونډه کې ډېر زیات هیبتناک یې تهد هغو ټولو نه چې ستا په شاوخوا کې ديته یې ډېر لوی او وېروونکی یې
8. ای مطلق قادر څښتنه خدایههېڅوک نه دی زورور د ستا په شانڅښتنه، ته یې وفادار ټولو کارونو کې دې
9. ته حکومت کوې غړمبېدونکي دریاب باندېچې شي راپورته د هغه څپې اراموې یې ته
10. ټوټې ټوټې دې کړه بلا د دریاب هم دې مړه کړه هغهپه قوي مټو تار په تار دې دښمنان کړل خپل
11. دي اسمانونه ستا هم ځمکه د ستاتا جوړه کړې نړۍ او هغې کې ټول شیان
12. تا پیدا کړي دي شمال او جنوب دواړهد تابور او حرمون غرونهپه خوشحالۍ سره ستا نوم ستایي
13. ستا مټ ځواکمن دی!زورور دی ستا لاسښي لاس برلاسی دی ستا!
14. ستا د شاهۍ بنیاد دی پروتپه عدالت او په انصاف باندېتلپاتې مینه او وفا د ستا په مخکې درومي
15. هغه خلک بختور ديچې عبادت کوي د ستا د خوشحالۍ په چیغوچې تېروي ژوندون رڼا کې د احسان د ستا
16. هغوی کوي خوشحالي ستا په خاطر ټوله ورځستا د نېکۍ په خاطر د ستا ستاینه کوي
17. ته په خپله یې د دوی جلال او قوتراکوې مونږ ته بری په خپل احسان
18. څښتن زمونږه سپر یعنې پاچا دی غوره کړیسپېڅلي خدای د اسراییلو مونږ ته خپل پاچا راکړید داود سره د خدای وعده
19. تا ډېر پخوا خپلو وفادارو خادمانو ته رویا کې ویلي وو:«یو جنګیالي سره مې مرسته کړېاو غوره کړی مې دی د قوم څخهاو سرلوړی کړی مې دی
20. ما خپل خدمتګار داود موندلی دیپه خپلو سپېڅلو تېلو مې غوړ کړی دی
21. زه په خپل لاس به هغه ټینګ ساتماو زما مټ به هم ځواکمن کړي هغه
22. کله به هم دښمنان نه شي بریالي په هغهاو بدکاران به ظلم ونه کړي په هغه باندې
23. زه به مات کړم د هغه دښمنان د هغه مخ کېهغه به ووژنم چې ده څخه نفرت کوي
24. زما وفا او تلپاتې مینه به وي هغه سرهزما د نوم په وسیله به شي سرلوړی هغه
25. په دریاب به واک اختیار د هغه لاس ته ورکړمښي لاس به کړمه اوږد تر سیندونو پورې
26. هغه به ماته اواز وکړي: ته زما پلار او خدای یېهم مې ساتونکی او ژغورونکی یې ته
27. ورته به ورکړم مرتبه د مشر زویټولو شاهانو د نړۍ کې به یې لوړ وي موقف
28. زه تر ابده خپله مینه به ساتم ورسرهاو زما لوظ به وي تل ټینګ ورسره
29. اولاده به یې شاهان کړم تل ترتلهترڅو چې پاتې اسمانونه وي ساتم به یې تخت
30. سرغړونه که یې وکړي اولاده زما له قانونه څخهاو چلند زما د حکمونو سره سم ونه کړي
31. که چېرې دوی زما قانون مات کړياو عمل ونه کړي په حکمونو زما
32. نو دوی ته به ورکړم په کوتک د ګناهونو سزااو د بدیو سزا به ورکړم په قمچینه باندې
33. خو لاس به وانخلمه د خپلې دوامدارې مینېزه له داوده څخهاو نه به کله ورسره بې وفایي وکړمه
34. خپل لوظ به مات نه کړمه زه له هغه سرهاو خپلې خبرې نه به کله هم وانه وړمه زه
35. یوځل خوړلی مې قسم په خپل سپېڅلي نومزه به داود ته هېڅ وخت دروغ نه وایم
36. وي به موجوده اولاده د هغه تل دپارهاو پاچاهي به یې تل موجوده ويد لمر په شان زما په وړاندې
37. دا به سپوږمۍ په شان تلپاتې ويچې ده اسمان کې وفاداره ګواه»د پاچا په ماتې باندې ویر
38. خو ای څښتنه، ډېر په قهر یې هغه پاچا تهچې دې په خپله غوره کړی ؤاو اوس پریښی او رد کړی دی تا
39. تا خپل خادم سره خپل لوظ مات کړیاو غورځولی تا یې تاج په ځمکهاو هم بې حرمته کړی دی تا
40. ټول دېوالونه دې د ښار رانړولي ورتهدي کلا ګانې اړولې کنډوالو باندې دې
41. ټول مال او جایداد یې لارویانو تالا کړی دیورپورې ټولو ګاونډیانو یې خندا کړې ده
42. تا ورکړی دی بری دښمنانو د هغه تههغوی ټول دې په هغه دي خوشحال کړي
43. تا پڅه کړې د هغه توره دهنه دې جګړه کې ده ورکړې مرسته
44. له منځه وړی دې دی د هغه شان او شوکتاو راویشتلی دې دی د هغه تخت په ځمکه
45. خپل وخت نه مخکې دې زوړ کړی هغهاو په شرمونو دې پټ کړی هغهد خلاصون دپاره دعا
46. ته به ترڅو پورې خپل ځان پټوې ای څښتنه؟ته تر ابده به خپل ځان پټوې؟لکه د اور په شان بلیږي به ترڅو ستا قهر؟
47. ته در په یاد کړه زما عمر چې دی څومره لنډدا هم په یاد کړه چې مونږ ټول دې بې مقصده یو خلق کړي
48. څوک شي کولای چې ژوندی وي تل او هېڅ مړ نه شي؟څوک شي کولای چې ځان بچ کړي له منګولو د ګور؟
49. څه شوه څښتنه، ستا تلپاتې پخوانۍ مینه؟هغه قسم څه شو چې تا کړی ؤوفادارۍ کې د داود سره تا؟
50. څومره ملنډې وهي خلک ګوره ستا په خادمدا چې زه څنګه سپکاوی د نورو قومونو زغمم
51. ای څښتنه، ستا دښمنان وهي ملنډېپه هغه پاچا چې غوره کړی دی تاچېرته چې ځي وهي ملنډې پرې
52. ثنا صفت دې وي څښتن ته تر ابده پورې!امین! امین!
About زبور Chapter 89
Read زبور Chapter 89 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of زبور in the Old Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: زبور
Chapter: 89
Testament: Old Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading زبور. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading زبور Chapter 89 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is زبور Chapter 89?
زبور Chapter 89 is part of the Book of زبور in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete زبور Chapter 89 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from زبور
- زبور Chapter 22
- زبور Chapter 100
- زبور Chapter 111
- زبور Chapter 7
- زبور Chapter 110
- زبور Chapter 8
- زبور Chapter 6
Explore More from زوړ عهد
- ایوب Chapter 2
- ارمیا Chapter 52
- تثنیه Chapter 16
- زبور Chapter 66
- اول تواریخ Chapter 27
- اشعیا Chapter 64
- دوهم پادشاهان Chapter 8