Read مکاشفه Chapter 4 Online
Read مکاشفه Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.
Choose a Chapter
مکاشفه 4
فصل 4
1. له هغې وروسته ما وکتل او په اسمان کې مې یوه پرانیستې دروازه ولیدله. بیا مې یو اواز چې مخکې یې زما سره خبرې کړې وې او د سرني د اواز په شان ؤ، واورېد چې ویې ویل: «پورته راشه، زه به تاته وښایم چې له دې وروسته به څه پېښیږي.»
2. سمدلاسه روح القدس زه تر خپلې اغېزی لاندې راوستلم او په اسمان کې مې یو تخت ولیده او په هغه تخت باندې یو څوک ناست ؤ.
3. هغه څوک چې هلته ناست ؤ، د لعل او عقیق د تیږو په شان ځلېده او د تخت ګردچاپېره د بوډۍ ټال ؤ چې د زمردو په شان ځلېده.
4. د تخت ګردچاپېره نور څلورویشت تختونه وو او په هغو باندې څلورویشت مشران ناست وو چې سپین کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو تاجونه یې په سر وو.
5. د هغه تخت څخه برېښنا، غرهار او د تندر اوازونه راتلل. د تخت په مخکې اووه سوځېدونکي څراغونه بلېدل. هغه د خدای اووه روحونه دي چې د خدای خدمت کوي.
6. همدارنګه د هغه تخت په مخکې یوه بحیره وه چې د بلور د ښیښې په شان ښکاره کېده.د تخت ګردچاپېره او هرې خواته یې څلور اسماني موجودات وو چې مخکې او شاته یې ډېرې سترګې لرلې.
7. لومړنی اسماني موجود د زمري په شان ؤ، دوهم یې د غویي په شان، درېم یې د انسان په شان څېره لرله او څلورم یې عقاب په شان ؤ چې د الوتلو په حال کې وي.
8. دغو څلورو اسماني موجوداتو هر یو شپږ وزرونه لرل او هرې خواته یې ډېرې سترګې لرلې او شپه او ورځ به یې بې له کوم ځنډه ویل:«سپېڅلی، سپېڅلی، سپېڅلی دیمطلق قادر څښتن خدایچې هغه ؤ او هغه دیاو دی راتلونکی هغه.»
9. هرکله چې هغه اسماني موجودات هغه چاته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله به ژوندی وي، جلال او عزت ورکوي او شکرګزاري یې کوي،
10. نو هغه څلورویشت مشران هم هغه ته چې په تخت باندې ناست دی او تل ترتله ژوندی دی په سجده پرېوځي او عبادت یې کوي. هغوی خپل تاجونه د تخت په مخکې ږدي او وایي:
11. «ای زمونږ څښتنه، ای زمونږه خدایهته لایق یې د جلال او د عزت او قدرتځکه چې ټول شیان پیدا کړل تاپه ارادې د ستا پیدا شول هغهاو په وجود کې راغلل.»
About مکاشفه Chapter 4
Read مکاشفه Chapter 4 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.
Book Information
Book: مکاشفه
Chapter: 4
Testament: New Testament
How to Read this Chapter
Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.
More Resources
Continue Reading the Bible
Continue reading مکاشفه Chapter 4 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.
Frequently Asked Questions
What is مکاشفه Chapter 4?
مکاشفه Chapter 4 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.
Can I read this chapter online?
Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 4 online for free with easy chapter navigation.
More Chapters from مکاشفه
- مکاشفه Chapter 15
- مکاشفه Chapter 22
- مکاشفه Chapter 8
- مکاشفه Chapter 1
- مکاشفه Chapter 13
- مکاشفه Chapter 18
- مکاشفه Chapter 10
Explore More from نوی عهد
- متی Chapter 11
- دوهم قرنتیانو ته Chapter 10
- یعقوب Chapter 4
- اعمال رسولان Chapter 26
- لوقا Chapter 5
- رومیانو ته Chapter 13
- متی Chapter 23