مکاشفه Chapter 22

For English

Read مکاشفه Chapter 22 Online

Read مکاشفه Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مکاشفه 22

فصل 22

1. بیا فرښتې ماته د ژوندون د اوبو سیند وښوده چې د بلور په شان ځلېده او د خدای او وري د تخت څخه بهېده

2. او د ښار د لوی سرک له منځ نه تېرېده. د سیند په دواړو غاړو کې د ژوندانه ونه وه چې په کال کې به یې دولس ډوله مېوه نیوله او هره میاشت به یې مېوه نیوله. د دې ونې پاڼې د قومونو د علاج دپاره وې.

3. په هغه ښار کې به نور داسې شی نه وي چې د خدای لعنت ورباندې وي. د خدای او وري تخت به په هغه ښار کې وي او د خدای خدمتګاران به د خدای عبادت کوي.

4. هغوی به هغه مخامخ ویني او د هغه نوم به د هغوی په تندیو باندې لیکل شوی وي.

5. هلته به نوره شپه نه وي او هغوی به د څراغ یا لمر رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه څښتن خدای به د هغوی دپاره رڼا وي او هغوی به تل ترتله هلته پاچاهي کوي.

6. بیا فرښتې ماته وویل: «دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي. څښتن خدای چې خپلو پیغمبرانو ته الهام ورکوي، خپله فرښته رالېږلې ده چې خپلو خدمتګارانو ته هغه شیان وروښایي چې ډېر زر به پېښ شي.»

7. عیسی مسیح وایي: «واورئ، زه زر درځم، بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغام مني.»

8. زه یوحنا هغه څوک یم چې دا شیان مې واورېدل او ومې لیدل. څنګه چې مې دا شیان واورېدل او ولیدل نو د هغې فرښتې په پښو کې چې دا شیان یې راته ښودلي وو، پرېوتم چې سجده ورته وکړم.

9. خو هغې ماته وویل: «داسې مه کوه! زه خو ستا او ستا د ورونو یعنې پیغمبرانو او هغو کسانو په شان د خدای یوه خدمتګاره یم چې په دې کتاب کې لیکل شوي خبرې مني. یوازې د خدای عبادت کوه.»

10. بیا هغې ماته وویل: «د دې کتاب پېشګویانې او پیغام مه پټوه، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا شیان به پېښ شي.

11. پرېږده چې بدکاران خپل بد کارونه وکړي او فاسد خلک خپل فساد ته دوام ورکړي، عادلان دې خپلو نېکو کارونو ته دوام ورکړي او سپېڅلي خلک دې سپېڅلي اوسي.»

12. عیسی وایي: «واورئ، زه زر درځم او د ځان سره به هرچا ته د هغه د عملونو سره سم اجر او بدل ورکړم.

13. زه الف او یا یم، زه اول او اخر یم، زه ازل او ابد یم.»

14. بختور دي هغه خلک چې خپلې چپنې پاکې ووینځي، ترڅو د دې حق ولري چې د ژوندانه د ونې مېوه وخوري او وکولای شي چې ښار ته د دروازو له لارې ورننوځي.

15. خو سپي، جادوګران، زناکاران، قاتلان، بت پرستان او دروغجن خلک به د ښار څخه دباندې پاتې وي.

16. «ما عیسی، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې کلیساګانو دپاره دا پیغام ورسوي. زه د داود د نسل څخه یم او د سهار ځلېدونکی ستوری یم.»

17. روح القدس او ناوې عیسی ته وایي: «راشه!» او څوک یې چې اوري، هغه دې هم ووایي: «راشه!» څوک چې تږی وي، هغه دې راشي، او څوک چې د ژوندون اوبه غواړي، هغه دې دا اوبه لاسته راوړي، ځکه چې وړیا دي.

18. زه یوحنا هر هغه چاته چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغام اوري، خبرداری ورکوم چې که چېرې څوک د خپل ځان نه په هغه کې کوم شی ورزیات کړي، نو خدای به هغه بلاګانې چې په دې کتاب کې بیان شوې دي، د هغه په سر باندې راولي.

19. او که څوک د دې پېشګویانو او پیغام څخه کوم څه کم کړي، نو خدای به هغه د ژوندانه د ونې او سپېڅلي ښار نه چې په دې کتاب کې بیان شوي دي، بې برخې کړي.

20. هغه څوک چې د دې ټولو شیانو په هکله شاهدي ورکوي، وایي: «هو، زه زر درځم!» امین، ای څښتنه عیسی، راشه!

21. په تاسو ټولو باندې دې د څښتن عیسی فضل وي.

About مکاشفه Chapter 22

Read مکاشفه Chapter 22 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 22
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 22 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 22?

مکاشفه Chapter 22 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 22 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 15
  2. مکاشفه Chapter 8
  3. مکاشفه Chapter 1
  4. مکاشفه Chapter 13
  5. مکاشفه Chapter 4
  6. مکاشفه Chapter 18
  7. مکاشفه Chapter 10

Explore More from نوی عهد

  1. دوهم پطروس Chapter 3
  2. مرقس Chapter 11
  3. لوقا Chapter 16
  4. عبرانیانو ته Chapter 10
  5. افسیانو ته Chapter 2
  6. مکاشفه Chapter 5
  7. اعمال رسولان Chapter 23

Related Chapters & Readings

  1. قاضیان Chapter 15
  2. اول تواریخ Chapter 3
  3. شمېر Chapter 10
  4. متلونه Chapter 16
  5. مکاشفه Chapter 5
  6. اشعیا Chapter 62
  7. اشعیا Chapter 10
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *