مکاشفه Chapter 9

For English

Read مکاشفه Chapter 9 Online

Read مکاشفه Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Browse every verse with easy chapter navigation, continue to the next chapter, or explore the complete Book of مکاشفه and the Holy Bible online.

Choose a Chapter

مکاشفه 9

فصل 9

1. بیا پنځمې فرښتې خپل سرنی وواهه او ما یو ستوری ولید چې د اسمان نه ځمکې ته راولوېد او هغه ستوري ته د بې پایه کندې د لارې کیلي ورکړل شوې وه.

2. هغه په دې کیلي باندې هغه بې پایه کنده خلاصه کړه او د هغې کندې نه د یو لوی داش د لوګي په شان لوګی راپورته شو او لمر او هوا د هغه داش د لوګي له امله تیاره شوه.

3. بیا د لوګي نه ځمکې ته ملخان راووتل او هغوی ته لکه د لړمانو په شان قدرت ورکړل شو.

4. هغوی ته وویل شول چې واښو، ونو او بوټو ته زیان ونه رسوي، بلکې یوازې هغو خلکو ته زیان ورسوي چې د هغو په تندیو باندې د خدای مهر نه وي لګېدلی.

5. ملخانو ته اجازه ورکړل شوه چې هغه خلکو ته پنځه میاشتې عذاب ورکړي، داسې عذاب چې د لړم د چیچلو په شان وي، خو د هغوی د وژلو اجازه ورته نه وه ورکړل شوې.

6. په هغو ورځو کې به دغه کسان مرګ وغواړي خو مرګ به ورته نه راځي. هغوی به د مرګ په ارمان وي، خو مرګ به ورڅخه تښتي.

7. دا ملخان د هغو اسونو په شان ښکاره کېدل چې جنګ ته تیار وي. د هغوی په سرونو باندې د سرو زرو په شان تاجونه وو او مخونه یې د انسان د مخونو په شان وو.

8. د هغوی ویښتان د ښځو د ویښتانو په شان وو او غاښونه یې د زمریو د غاښونو په شان وو.

9. هغوی لکه د اوسپنې څخه جوړ شویو زغرو کالي اغوستې وو او د هغوی د وزرونو اواز د اسونو او ډېرو جنګي ګاډیو د غړمبار په شان ؤ چې د جنګ میدان ته ځغلي.

10. د هغوی لکۍ ګانو لکه د لړمانو د لکیو په شان نېشونه لرل چې د دې قدرت یې درلود چې په خپلو لکۍ ګانو سره پنځه میاشتې خلک ځوروي.

11. د هغوی پاچا یوه فرښته وه چې د هغې بې پایه کندې مشره وه چې په عبراني ژبه کې د هغې نوم ابدون او په یوناني ژبه کې آپولیون ؤ چې معنی یې تباه کوونکې دی.

12. یوه بلا تېره شوه او دوه نورې شته چې راتلونکې دي.

13. بیا شپږمې فرښتې خپل سرنی وواهه او یو اواز مې واورېد چې د سرو زرو د قربانۍ د ځای د څلورو کونجونو څخه چې د خدای په حضور کې ؤ، راووت.

14. هغه اواز شپږمې فرښتې ته چې سرنی ورسره ؤ، وویل: «د لوی فرات د سیند نه هغه څلور تړل شوې فرښتې ازادې کړه.»

15. نو هغه څلور فرښتې ازادې شوې چې د درېمې برخې انسانانو د وژلو دپاره د دې کال، د دې میاشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره تیارې کړای شوې وې.

16. ما د سپرو لښکرو شمېر واورېد چې دوه سوه میلیونه وو.

17. ما په رویا کې اسونه او په هغو باندې سپاره کسان ولیدل. سپرو کسانو د اور په شان سرې، اسماني رنګه او د ګوګړو په شان ژیړې زغرې اغوستې وې. د اسونو سرونه یې د زمریو د سرونو په شان وو او د خولې نه یې اور، لوګی او د ګوګړو لمبې راوتلې.

18. د دې درېو بلاګانو یعنې اور، لوګي او ګوګړو په وسیله چې د هغوی د خولې نه راوتل، درېمه برخه انسانان مړه شول.

19. ځکه چې د اسونو قوت د هغوی په خولو او لکۍ ګانو کې ؤ. د هغوی لکۍ ګانې د مارانو په شان وې چې په خپلو سرونو باندې یې خلک ټپي کول.

20. پاتې انسانان چې د دې بلاګانو په وسیله نه وو وژل شوي، د خپلو عملونو نه توبه ونه ویستله او هغوی د پېریانو او بتانو د عبادت څخه لاس وانه خیست چې د سرو زرو، سپینو زرو، برنجو، تیږو او لرګیو څخه جوړ شوي وو او نه یې شو کولای وویني، واوري او وګرځي.

21. همدارنګه هغوی د قتل، جادوګرۍ، زناکارۍ او غلا نه توبه ونه ویستله.

About مکاشفه Chapter 9

Read مکاشفه Chapter 9 online from the Holy Bible. This chapter is part of the Book of مکاشفه in the New Testament. Continue reading with the chapter navigation above or explore the complete book.

Book Information

Book: مکاشفه
Chapter: 9
Testament: New Testament

How to Read this Chapter

Use the Previous and Next Chapter buttons to continue reading مکاشفه. You can also adjust the font size for comfortable reading and browse other books of the Bible using the navigation links.

https://www.youtube.com/watch?v=rzsT_Q3KLzE

More Resources

Continue Reading the Bible

Continue reading مکاشفه Chapter 9 and explore every book, chapter and verse of the Holy Bible. Use the navigation links above and below to move through the Scriptures with ease.

Frequently Asked Questions

What is مکاشفه Chapter 9?

مکاشفه Chapter 9 is part of the Book of مکاشفه in the Holy Bible.

Can I read this chapter online?

Yes. You can read the complete مکاشفه Chapter 9 online for free with easy chapter navigation.

More Chapters from مکاشفه

  1. مکاشفه Chapter 15
  2. مکاشفه Chapter 22
  3. مکاشفه Chapter 13
  4. مکاشفه Chapter 8
  5. مکاشفه Chapter 1
  6. مکاشفه Chapter 4
  7. مکاشفه Chapter 21

Explore More from نوی عهد

  1. مکاشفه Chapter 4
  2. لوقا Chapter 7
  3. متی Chapter 18
  4. اول پطروس Chapter 4
  5. اول پطروس Chapter 5
  6. اول یوحنا Chapter 2
  7. فلیپیانو ته Chapter 3

Related Chapters & Readings

  1. حزقیال Chapter 40
  2. دوهم تواریخ Chapter 36
  3. هوشع Chapter 11
  4. اول قرنتیانو ته Chapter 4
  5. ارمیا Chapter 27
  6. کولسیانو ته Chapter 2
  7. زبور Chapter 9
Share Your Love

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *